د روباټونو زیاتوالي په امریکا کې کارموندنه ګرانه کړې

۱۷ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۸ ب.ظ -

په امریکا کې نوې څېړنې ښيي،چې د روباټونو د زیاتوالي له کبله کارموندنه ستونزمنه شوې او له دې اړخه اقتصاد ته تاوان زیاتیږي .

روباټ جوړونه که له یوه اړخه د ټکنالوژۍ پیاوړتیا او د انساني ټولنې پرمختګ ګڼل شوی خو له بلې خوا یې کارموندنه ستونزمنه کړې او شمېرې څرګندوي، چې ډېر خلک د انساني کارګرو پر ځای د روباټونو پېرلو او استعمال ته لومړیتوب ورکوي .

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې که د روباټونو کارونه همداسې دوام ولري، په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به په امریکا کې ۳۸ سلنه خلک ترې ګټه واخلي او کارموندنه به په یوه بحران واړوي .

خو د ټیکنالوژۍ د پياوړتیا پلویان وایي، چې روباټ جوړونه د کارموندنې یوازینی خنډ نه دی؛ بلکې حکومتونه او بنسټونه باید د کارموندنې د ستونزې حل ته نور تدابیر ونیسي .

ro

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .