د روسیې،چین، پاکستان او ایران استخباراتي مشرانو د داعش په اړه غونډه کړې

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۰۵ ق.ظ -

د روسیې خبري اژانس په اسلام اباد کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استخباراتي مشرانو د ګډې غونډې خبر ورکړی .

د سرچینې په حواله په غونډه کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه څېړل شوي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې په اړه بحث شوی .

تاش خبري اژانس د غونډې جزیات نه دي روښانه کړي، خو ویلي چې روسیه امریکا په افغانستان کې د داعش ملاتړې ګڼي .

امریکا او متحدینو یې بیا دا تور رد کړی او دا تېره اونۍ یې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د تر ټولو لوی مرکز د ختمولو خبر ورکړی .

es

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .