د ریکارډونو د ماتولو معتاد

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۰ ق.ظ -

په نړۍ کي ډېر خلګ آرمان لري چي ریکارډونه جوړ کړي خو دا سړی ئې آرمان نه لري، بلکي عملاً ئې جوړوي.

هرپرکاش ریشي وايي چي ده تر ۲۰ زیات نړیوال ریکارډونه جوړ کړي دي او خپل پر بدن باندي ۵۰۰ ټاټو (ټاپې) لري. هرپرکاش د نړیوالو ریکاډونو جوړولو معتاد دی او د یو ریکارډ د جوړولو په خاطر هر څه کولو ته تیار دی.

ده د یو ریکارډ د جوړولو له پاره خپل ټول غاښونه ایسته کړي او په خوله کي ئې تر ۵۰۰ زیاتي د جوس بمبې او ۵۰ لګېدلي شمان نیولي دي.

دی وايي: “ما غوښتل چي دا ریکارډ جوړ کړم خو زما په خوله کي دا ټول ۵۰۰ نه ځایېدل نو ما دا اراده وکړه چي باید خپل ټول غاښونه وباسم او دا ریکارډ جوړ کړم او زه ویاړم چي ما دا ریکارډ جوړ کړ.”

۷۴ کلن ریشي خپل پر بدن د هیوادونو ۳۶۶ بیرغونه هم رسم کړي دي او ځان ته د Guinness Rishi لقب ورکوي.

نوموړي ډېر جالب جالب کارونه کړي دي، هغه داسي چي د هند د دهلي څخه ئې د امریکا سن فرانسیسکو ته پیزا وړې ده، په څلوېښتو ثانیو کي ئې د کیچپو پوره بوتل غړپ کړی دی، خپل ۶۱ کلن اخښی ئې خپل (Adopt) کړی دی. ریشي خپل پر نس باندي د دنیا نقشه هم رسم کړې ده. ریشي په دغه ځای کي لا جالب دی چي نوموړی په یوه سېنما کي زېږېدلی دی.

نوموړی اوس خپل پر بدن د نړۍ مشهورو کسانو لکه نریندا مودي، بارک اوباما، ملکه الزابیت او مهاتما ګاندي ټاپې هم وهلي دي.

۳۲ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed