د زړه د ناروغۍ دغه نښې عادي مه گڼئ

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۶ ق.ظ -

۳

نړۍ کې د انسانان وژلو له نظره د زړه ناروغۍ لومړی مقام لري. د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ یوازې ۲۰۰۸ کې ۱۷٫۳ میلیونه انسانان د زړه ناروغیو له امله مړه شوي چې ۲۰۳۰ کې به دغه ناروغۍ هر کال ۲۳ میلیونه تنه د مرگ په خوب ویده کوي.

د زړه ناروغۍ ولې دومره وژونکي دي؟

د ځینو په باور غیر صحي خواړه، غیر فعاله ژوند او د هوا ککړتیا د دغو ناروغیو له سترو لاملونو دي. خو یو له سترو لاملونو څخه چې د زړه ناروغي د نړۍ په لومړۍ درجه وژونکې بدلوي دا دی چې خلک د زړه د ناروغیو نښې څرگندېدو وروسته د مرستې او درملنې ترلاسه کولو کې ځنډ کوي. له دې هم ناوړه دا ده چې، اکثره خلک حتی له نښو سره يي اشنا نه دي. ځینې وختونه د زړه د ناروغیو نښې ډېرې څرگندې نه وي او مختلفو کسانو کې توپیر لري.

له دې امله چې د زړه د ناروغیو نښې مشخص کول ستونزمن کار دی، نو باید لاندنیو نښو ته ځانگړې پاملرنه وشي او د شتون په صورت کې يي له ځنډ پرته متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي.

۱- سر گرځېدل او ساه‌بندي

کله چې یو څوک د ساه بندي یا ساه اخیستو سره تړلې کومه ناروغي ونه لري، نو د ساه بندېدل د زړه د حملې خطر په ډاگه کوي. د سر گرځېدل هم د زړه د حملې نښه گڼل کېږي.

۲- ناروغي

له کوم لامل پرته د خېټې درد، هاضمې خرابوالی، قی کول یا د ناروغۍ احساس هم د زړه د ناروغیو ښکارندوی دی.

۳- فشار

د سېنې په برخه کې د ناارامۍ احساس، لکه چې کوم څېز پر سینه فشار اچوي، هم د زړه د ناروغیو نښه ده.

۴- د سینې درد

له دې امله چې د سینې هر درد زړه له ناروغیو سره تړلی نه دی نو باید پاملرنه وشي چې په کره توگه د سینې کومه برخه درد کوي. د ارکنساس طبي ساینس کالج یو متخصص په دې اړه وايي چې د زړه ناروغیو اړوند د سینې درد د سینې هډوکې لاندې برخې کې متمرکز وي، له مرکزي برخې څخه لږ کېڼ لوري ته. دغه درد ناروغ ته داسې احساس ورکوي چې گواکې فیل يي په سینه ناست دی.

۵- نورو برخو کې غیر معمولي دردونه

د زړه ناروغیو اړوند دردونه یوازې سینې پورې محدودې نه وي. دغه دردونه د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. د روغتیايي چارپوهانو په اند، درد د سینې له ښي یا کېڼ لوري پیلیدای شي، بیا غاړې او ژامو ته رسېږي. ۲۰۱۲ کې د امریکا متحده ایالاتو کې ترسره شوې یوې څېړنې موندلې وه چې د زړه حملې گڼ ناروغان د سینې له درد او ناارامۍ پرته د زړه حملې سره مخ شوي ول.

۶- اضطراب

اضطراب یا زړه کې د ناارامۍ احساس، په ځانگړي ډول چې سردرد یا سر گرځېدل هم ورسره مل وي، هغه لاره ده چې په مرسته يي بدن انسان ته خبرداری ورکوي چې زړه يي جدي ستونزې لري.

۷- ناروغ ښکارېدل

هغه کسان چې نژدې راتلونکی کې د زړه له حملې سره مخ کېږي له ظاهري بڼې سخت ناروغ ښکاري. له دې امله چې د وینې فشار ټېټېږي، رنگ یي تیاره یا ډېر ناروغ ښکاري.

۸- د زړه چټکه درزا

د زړه چټکه او غیر معمولي درزا چې سرگرځېدل، کمزوري، یا ساه‌بندي هم ورسره مل وي د زړه د ودرېدو، د زړه د حملې یا ارېتمیا (Arrhythmia) ناروغۍ نښې دي.

۹- ستړیا یا کمزوري

زیات شمېر خلک د زړه له حملې وړاندې د ستړیا یا ډېره کمزورۍ احساس درلود. په ځانگړی ډول مېرمنو کې دغه نښه زیاته وي.

۱۰- خوله

د زړه له حملې وړاندې اکثره ناروغانو کې سړه خوله لیدل کېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .