د زیکا ویروس

۲۶ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۱ ق.ظ -

زیکا یوه خطرناکه او وژونکي ویروسي ناروغي ده چي د آیدس (Aedes) په نامه غوماشي د چیچلو په وسیله له ناروغ کس څخه روغو کسانو ته سرایت کوي. په دې وروستیو کي د زیکا د ویروس د ناروغۍ پېښي په ټوله امریکا کي مخ پر خپرېدلو دي او په ټوله نړۍ کي د خلکو د اندېښنې لامل سوي دي. د زیکا ویروس ناروغي د پراخي خپرېدني په دلیل، تېره اوونۍ نړیوال روغتیایي سازمان، دا خپرېدنه د عامي روغتیا د یوه نړیوال اضطرار په توګه اعلان کړه او خبرداری ئې ورکړ چي هغه ښځي چي د زیکا ویروس په وسیله اغېزمنو سیمو ته د تللو نیت ولري، باید تر تګ د مخه او له بیرته راتګ وروسته له ډاکټر سره حتمي مشوره وکړي او له راګرځېدلو وروسته تر دوه میاشتو پوري دي له امېندواره کېدني ډډه وکړي. د زیکا ویروس ناروغي تر اوسه پوري د نړۍ په ۲۳ هیوادونو کي لیدل سوې ده چي ډېری پېښي ئې د امریکا په لویه وچه کي دي. په برازیل کي تر ټولو ډېري پېښي او تر هغه وروسته کولمبیا دويم مقام لري.

 

د زیکا ناروغۍ نښي نښانې:

په ټوله کي دا ناروغي یوه خفیفه ناروغي ده چي خفیفي تبي، سرخوږي، د بندونو درد، د سترګو التهاب او سوروالی، د پوستکي خالونه او بخار سره راڅرګندېږي او له ۲ تر ۷ ورځو دوام کوي او ډېری پېښي ئې په خپله روغېږي او داسي سختي پېښي چي په روغتون کي د ناروغانو د بستر کېدني لامل سي، ډېري لږ لیدل کېږي.

په هغو امېندوارو ښځو کي چي په دې وروستیو کي د زیکا په ناروغۍ اخته سوي دي، نوي زېږېدلي ماشومان ئې له مغزي ګډوډیو سره لکه تر حد کوچنی سر یا مایکروسیفالي او د مغزو د ودي له اختلاطاتو سره دنیا ته راغلي دي. د دغو نوو زېږېدلو ماشومانو ککرۍ تر روغو نوو زېږېدلو ماشومانو کوچنۍ دي چي د مغزو د عادي کار د اختلال سبب کېږي.

د زیکا ویروس د ناروغۍ څخه څنګه ځان وساتو؟

د زیکا ویروس ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو غوره لار د آیدس د غوماشي له چیچلو څخه د ځان ساتل دي. د آیدس غوماشي له چیچلو څخه د ځان ساتني له پاره باید لاندي ټکي عملي کړئ.

د هستوګني په سیمو کي د اوبو له درېدلو او ډنډ کېدلو څخه مخنیوی وکړئ، تر څو د آیدس د غوماشو د راغونډېدلو او تکثر سبب نه سي.

د اوبو د زېرمو سرونه پټ وساتئ تر څو د آیدس او نورو ناروغیو غوماشو د ورننوتلو او تکثر څخه مخنیوی وسي.

د هستوګني په سیمو او آزاده فضاء کي د کثافاتو له اچولو چي د آیدس غوماشي له پاره د خوراک سرچینه ده، مخنیوی وکړئ.

کوټو ته د آیدس غوماشي له ننوتلو څخه د مخنیوي له پاره کړکیو او دروازو ته جالۍ ونیسئ.

د غوماشو د له منځه وړلو له پاره د نړیوال روغتیایي سازمان د مجازو درملو له پاشلو کار واخلئ.

امېندواري ښځي باید هغو سیمو ته چي زیکا د ویروس ناروغي په کښي لیدل سوې، له سفر څخه ډډه وکړي.

هغه ښځي چي امېندواري نه لري او هغو سیمو ته ئې سفر کړی وي چي د زیکا ویروس ناروغي په کښي لیدل سوې وي باید له سفره تر راستنېدلو وروسته تر ۲ میاشتو پوري د امېندواره کېدلو ځان وساتي.

يادونه: له نېکه مرغه تر اوسه په افغانستان کي د زيکا ويروس کمه پېښه نه ده ثبت سوې.

۲۵ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed