د سامسنگ نوی یخچال کاروونکو سره خبرې کوي

۱۴ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۰۶ ب.ظ -

سامسنگ کمپنۍ ځیرکو موبایلونو برخه کې د نړۍ یو له سترو او د نړۍ په کچه بې شمېره کاروونکي او مینه‌وال لرونکي کمپنۍ ده خو دغه کمپنۍ یو شمېر د کور او پخلنځني اړوند ځیرک توکي هم جوړوي.

سامسنگ کمپنۍ د نړۍ به کچه ځیرکو جامو وینځلو ماشینونو، یخچالونو او تلویزیونونو په برخه کې هم ډېر پرمختللي اوزار جوړوي او بې شمېره کاروونکي لري.

سامسنگ کمپنۍ نوی یخچال معرفي کړی چې له کاروونکو سره خبرې کوي. دغه یخچال له دې سربېره چې خواړه له خرابېدو ژغوري، کاروونکو ته د مختلفو خوړو د پخولو لارې هم ښيي.

دغه یخچاله یوه ستره مخ‌پاڼه لري او په کې غږیز مرستیال پروگرام ځای پر ځای شوی چې د کاروونکي امرونه لکه «موسیقي وغږوه» یا «زما پیغامونه ولوله» پر ځای کوي.

دغه یخچال کې کامرې هم ځای پر ځای شوي چې حتی له بازار څخه هم کاروونکی کتلی شي چې یخچال کې کوم خواړه شته او کوم باید له بازار څخه وپېري.

دغه یخچال د موبایل نړیوال کانگرېس غونډې پر مهال معرفي شو او سامسنگ کمپنۍ په وینا دغه یخچال کې مختلف کاریالونه لکه کلیزه، تلویزیون، موسیقي غږولو کاریال هم ځای پر ځای شوی.

سامسنگ کمپنۍ وايي چې د یخچال ټول معلومات له یو اوزار څخه بل ته انتقالېدی شي او ځیرک موبایل له لارې به کنټرولېږي.

د دغه یخچال ډیجیټل مرستیال په ورځنۍ ډول د انرژي هغه اندازه چې کاروونکي يي کاروي حسابوي او کاروونکو ته د صحي خوړو پخولو لارې ښيي

3

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .