د سعودي عربستان دناستې بریالۍ پایلې

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۱۶ ق.ظ -
لیکوال:  فهیم همت
کابل کې د دینې عالمانو له بریالۍ ناستې وروسته چې د وسلوالو جګړه یې د دین او انسانیت له پلوه ناروا وبلله د سه شنبې پر ورځ سعودي عربستان هم د ورته یوې سترې اسلامي غونډې کوربه وه چې په افغانستان کې ټولو دینې عالمانو روانه جګړه ناروا او یوه فتنه وبلله. سعودي عربستان چې د اسلامي هېوادونو ستر مرکز دی کېدای شي کنفرانس څخه د اوس او راتلونکې لپاره ځېنې لاندې مطلوبې پایلې ترلاسه کړو. لومړی : دا ثابته شوه چې اوس د نړۍ ټولو دینې عالمانو درک کړه افغانستان کې روان اوږد جنګ چې ډیری قرباني یې افغانان ورکوي، یو داسې جګړه ده چې په شرعي لحاظ جواز نه لري او ځینو هېوادونو د خپلو ستراتيژیکو ګټو لپآره وسلوال د جهاد تر نوم لاندې جګړې ته کرایي کړي دي. دویم: له دې وروسته افغانان د وسلوالو په جګړې باور نه لري چې دوی دې د اسلام لپآره جګړه ګڼي جنګ کوي. درېم: د دینې عالمانو له پراخې فتوا وروسته د وسلوالو جګړې مشروعیت نور جواز نه لري او شرعي بهانه یې هم ختمه شوه . څلور: اوس د افغانستان په تړاو په نړیواله کچه د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځ ته شوه چې دا د وسلوالو د منزوي کېدو لپآره یوه ستره هڅه ده او هغه هېوادونه چې دوی د اسلام په نوم جنګوي د زنګ یو خطر ورکړل شو. پنځم : په سیمه کې د افغانستان د بریالي سیاست له امله اوس ګډ ګواښونه او ګډې ګټې سره مشترکه شوې دي. په دې مانا چې افغانستان اوس د یو لوبغاړي په توګه کار کوي او هغه هېوادونه د فشار لاندې راغلل چې افغانستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. شپږم: ښایي د وسلوالو په لیکو کې جنګېدونکي ډېر وسلوال خپلې لارې پرېږدي او د دینې عالمانو فتوا ته غاړه کېږدي او نور په روان جنګ کې برخه وانه خلي. اووم : وسلوال په نظامي برخه کې نور د ماتې سره مخ کېدونکي دي او په سیاسي لحاظ د سولې پرته بله لار نه لري. اتم: یوه بله لویه پایله همدا شوه چې جګړه د مسلمانانو پرضد ده او دا جنګ په افغانانو تپل شوی دی. نهم : د نړۍ دیني عالمانو ښه درک کړه چې په افغانستان کې خلک په ناروا توګه د جګړې میدان ته کش شوي دي. سعودي کنفرانس کې د افغانستان د دینې عالمانو معقولې غوښتنې هم پایله ورکووونکې دي چې د سعودي پرمېز یې ایښي. لومړی: کنفرانس بايد له دواړو خواوو د اوربند د پلي کېدو او مخامخ مذاکراتو د پېل غوښتنه وکړي. دویم: په دې کنفرانس کې له ګډون کوونکو علماوو څخه بايد يو پلاوی و ټاکل شي چې د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. درېيم: د اسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتنه لرو چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د غړيو هېوادونو يوه سرمشريزه را وغواړي. څلورم: د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي عربستان له حکومت څخه هيله لرو چې سولې د خبرو لپاره دې طالبان ریاض ته دعوت کړي. پنځم: د اسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې هم د اسلامي نړۍ د علماوو يوه ځانګړې غونډه را وبلي. شپږم: د افغانستان روان جنګ په اړه دې علماء او د اسلامي همکاريو سازمان خپل دریځ روښانه کړي. اووم: مونږ علماء مسولیت لرو چې د عالم اسلام په کچه د تشدد، عامه وژنې، افراطيت، انفجار او انتحار په اړه خپل موقف په واضح ډول څرګند کړو. اتم: د همدې مبارکې غونډې له ټولو ګډونوالو هيله کوو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د علماوو د پرېکړو او اقداماتو څخه ملاتړ وکړي. اوس که د افغان دینې عالمانو دا غوښتنې پلي کېږي نو له شک پرته چې یو به وسلوال نور د جګړې مشروعیت وبایلې او بل به د سولې او پخلاینې لارې ته راشي چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده. افغان حکومت ته پکار ده چې اوس د ټولو لویو اسلامي ناستو لپاره داسې تګلارې د لاس لاندې ونیسي چې د غونډې پرېکړې لومړی تعقیب او بیا وروسته د پلي کېدو لپآره اړین ګامونه واخیستل شي. د اسلامي هېوادونو ترڅنګ اوس ناټو ، امریکا او اروپایي ټولنې هم د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري پیل کړې. افغان حکومت به د بروکسل په ناسته کې د ناټو له غړو هېوادونو هم وغواړي چې د اسلامي هېوادونو په څېر دوی هم دلته د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل اساسي او ښکاره دریځ روښانه کړي. دا ګډ دریځونه هیله بښوونکي دي چې افغانستان د یوې ښې راتلونکې لپآره د سخت پړاوه تېرېدونکی دی. لیکوال ۱  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .