د سواد نړیواله ورځ

۱۸ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۵ ق.ظ -

15

لیکوال : پوهندوی آصف بهاند

او زموږ د نوي نسل برخلیک

د سواد زدکړې مسأله په هره ټولنه کې

د پرمختګ یو بنسټیز شرط ګڼل کـیږي.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر اتمه د سوادزدکړې نړیوالې ورځې سره برابره ده. ډیری هیوادونه د سواد زدکړه داسې په خپلو تعلیمي پروگرامونو کې ځای کړې چې د بیسوادۍ ستونزه هلته هیڅ مطرح نه ده، لکه د ډنمارک په هیواد کې. دا مې اولسم (۱۷) کال دی چې زه په ډنمارک هیواد کې ژوند کوم ، زه تر اوسه له یو تن بیسواد شخص سره نه یم مخ شوی.

نوره نړۍ د خپلو ورځنیو، میاشتنیو او کلنیو پروگرامونو پر اساس خپل کار کوي او د پرمختگ په پوړیو کې پاس قدم ږدي، خو زموږ ټولنه افغانستان او افغانان په کومه پوړۍ او څه حال کې دي؟ سواد چې نه وي، وړاندې تگ نه وي، نیکمرغي نه وي.

که یوازې د سواد مساله وڅیړل شی، تر ډیری هیوادونو زموږ د ټولنې او زموږ د هیواد افغانستان ستونزې به ډیرې وي. د کورنیو او بهرنیو څیړونکو او ځانگړو کارپوهانو په راپورونو او څیړنو کې ښودل شوې چې زموږ د ټولنې او زموږ د هیواد ډیری ستونزې د سواد د نشتوالي له ستونزې سرچینه اخیستې ده او همدا بیسوادي زموږ د ډیرو بد مرغیو مور گڼل کیږي.

ما خپله د سواد د نشتوالي او یا بیسوادۍ د ستونزې او د سواد دعامیدو له پاره گڼې مقالې لیکلې دي. یوه مقاله مې د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۲۳ مه نیټه خپره کړه چې سرلیک یې و: «د سواد زدکړه، تعلمي نصاب، امکانات او زموږ دریځ» په دې مقاله کې ما د سر خط په ډول لیکلي وو:

«د سواد زدکړې مسأله په هره ټولنه کې د پرمختګ یو بنسټیز شرط ګڼل کـیږي.»

د یادې مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکي وو:

«… د نوي نسل د روزلو په موخه زما د فعالیتونو او لیکنو یوه برخه د سواد د نهضت د پیاوړي کیدو او مطالعه په یوه منلي دود باندې بدلول دي. د همدې هیلې د تر سره کیدو په موخه کله، کله د محسوسې اړتیا له مخې یا د ځینو مناسبتونو په پار داسې څه لیکم چې ټول دې د سواد او مطالعې حیاتي موضوع ته پام واړوي. همدا څو ورځې مخکې مې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د «شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه» تر سر لیک لاندې مقاله ولیکله د هغې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي:

»په ژوند کې د بریالیتوب یو راز، بینا او رڼې سترګې دي. کله چې سواد نه وي، سترګې ړندې وي په هره ټولنه کې سواد او د سواد له لارې تر لاسه شوې پوهه، د هغه څراغ حیثیت لري چې هر انسان کوالی شي د ژوند تیاره لار پرې روښانه کړي او پرته له ستونزو په رڼو سترګو د ژوند پر لاره په استوار ډول قدم کیږدي.

د سپتمبر اتمه د سواد زدکړې نړیواله ورځ ده. په دې ورځو کې چې بیا د سواد د نړیوالې ورځې لمانځل او یادول را رسیدلي دي، زموږ په هیواد کې په لوړ غږ تبلیغ ورته کیږي، مسؤلې ادارې د نوې بودجې د تر لاسه کولو په خاطر سواد زدکړه مهمه ګڼي او په ژوند کې یې د پرمختګ تر ټولو مهم رکن ګڼي، خو په څنګ کې یې د میډیا په ځینو برخو کې داسې ارقام وړاندې کیږي چې د افغانستان د وګړو شپیته یا دري شپیته سلنه وګړي بیسواده دي او ځینې نورې رسنۍ بیا وایي چې د دې شپیته سلنه بیسواده وګړو د سواد زدکړې له پاره د معارف وزارت د بودجې یوازې یوه سلنه په نظر کې نیول شوې ده. که یې د فورمول په ډول په نظر کې ونیسو، بیسوادي د ټولو ستونزو مور ده. کله چې سواد نه وي، مطالعه، پوهه او علم نه وي او کله چې پوهه نه وي د هغې ټولنې وګړي به تل له داسې ستونزو سره مخ وي، لکه اوس چې زموږ ټولنه او خلک عملاً ور سره لاس ګریوان دي.»

اوس بیا د ښونې او روزنې وزارت د سواد د زدکړې مسأله را مخته کړیده، د جوړو شوو کورسونو شمیر، په کورس کې د شاملینو ارقام، د فارغانو شمیر او… وړاندې کوي.  په دې باب د بي بي سي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي؛ په هېواد کې د بېسوادۍ له منځه وړلو او د سواد زده کړې اجباري کولو طرحه یې جوړه کړې ده.  د افغانستان د پوهنې سلب صلاحیت شوي وزیر اسدلله حنیف بلخي د یکشنبې په ورځ (عقرب/ لړم ۳۰مه) په یوه ناسته کې وویل؛ د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک بېسواده دي او د دوی له ډلې ۸۰ سلنه ښځې دي.  ښاغلي بلخي زیاته کړه؛ تر ۱۵ کلونو د ډېر عمرلرونکو ۱۱ میلیونه بېسواده کسانو له ډلې ۵۰۰ زره کسان په ټول افغانستان کې د سواد زده کړې په ۱۵ زره مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي. د هغه په وینا، هرکال له ۳۰۰ تر ۳۵۰ زره کسان بریالي کېږي چې په دغو مرکزونو کې د سواد زده کړې پروګرام بشپړ کړي او د لیکلو او لوستلو جوګه شي…»

ما په خپله تیره یاده مقاله (شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه) کې ویلي و چې مسؤلین د څه له پاره او په کومو ځانګړو وختونو کې ارقام وړاندې کوي او ولې ډیری دغه کسان چې د افغانستان په حکومت او دولت کې لوی یا واړه منصبونه لري، دوی په خپله، یا هغه سیاسي نظامي سازمانونه یا تنظیمونه چې دوی ور پورې اړه لري او یا یې دوی په سهمیه کې پر ټاکلو څوکیو ډډې لګولې دي؛ دوی هغه ډلې او هغه کسان وو چې په کلونو، کلونو یې د سواد زدکړې سټې ړنګې کړې، ښونکي یې حلال کړي او د کورس شاملین یې په بمونو الوزولي دي، هغه وخت دوی دا کار د جهاد په نامه د ثواب د ګټلو په موخه تر سره کاوه؛ خو اوس د دیموکراسۍ شمال ته همدغه کسان شړقنده څڼې اړوي او غواړي هغه څوک باسواده کړي چې د همدوی د ثواب ګټلو په اړودوړ کې د سواد زدکړې له نعمت نه محروم شوي دي او لکه د چا خبر ړانده دي او څه لوستلای نه شي.

د سواد د نه درلودونکو د ارقامو په باب یو د افغانستان د اړوندو مقاماتو شمیرې دي او بل د نړیولې ټولنې د ځینو اړوندو مقاماتو ارقام. که دا دواړه سره پرتله شي، ډیر توپیر په کې لیدل کیږي. دولتي مقامات یوازې د ښارونو د شمیرنو له مخې ارقام وړاندې کوي چې د هغو له مخې د بیسوادو شمیر شپیته سلنه ښوول کیږي، خو نړیوالې منابع په اټکلي ډول وایی چې په کلو او بانډو کې د بیسوادو سلنه څو ځلې تر ښاري ارقامو لوړه ده.

په یوه ډیر نوي راپور کې راغلي دي چې:

«… د یونسکو رییسې او استازې پیتریشیا مک فیلیپس وویل، د زده کړو په برخه کې له بې وقفې هڅو سره سره، لا هم تر ۱۵ کلونو کشر، ۱۱ ملیون تنه لیک لوست نه شي کولی او په ابتدایي حساب نه پوهېږي.  دې همداراز وویل، په افغانستان کې د سواد د ملي پلان پر اساس په سلو کې ۳۴ نارینه او په سلو کې ۱۸ ښځو په ټیټه سویه سواد زده کړی دی.  په کلیوالي سیمو کې په سلو کې ۹۰ ښځې او په سلو کې ۶۳ نارینه لیک لوست نه شي کولی.

په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزیر اسد الله حنیف وویل چې په سلو کې ۴۰ افغانان بې سواده دي.«

دغه راز د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې په یوه راپور کې چې په همدې نږدې ورځو کې خپور شوی، داسې راغلي دي:

» یونېسکو: لاهم ۱۱ میلیونه افغانان له بې سوادیه کړېږي، د یونېسکو د شمېرو له مخې یوازې ۳۴ په سلو کې نارینه او ۱۸ په سلو کې ښځینه له کافي سواده برخمن دي. د یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان وایي ۱۱ میلیونه افغانان اوس هم له بې سوادۍ څخه کړېږي.»

له دې راپورونو او په ټولنه کې د عیني لیدنو او ستونزو د شتون له مخې لیدل کیږي چې د بیسوادۍ کچه څومره ده او پایلو یې څومره ستونزې رامنځ ته کړې دي؛ خو افغان مقامات د ستونزې د حل له پاره کوم خانګړی پروګرام او نوې پالیسي نه لري، همغه د څو کلونو زاړه پروګرامونه او شعارونه وړاندې کوي او د نویو ستونزو د حل له پاره د نویو امکاناتو نه د استفادې کومه نوې پالیسي، پروګرام او حل لاره نه لري.»

څنگه چې یادونه وشوه دا پاسنۍ کرښې ما (آصف بهاند) یو کال مخکې لیکلې او خپرې کړې وې. په افغانستان کې د ټوپکي واکمنۍ په راتگ سره د ټولنې په ټولو برخو کې او د ټولنیز ژوند په هر باب کې دومره انارشي او خپلسري رامنځ ته شوې چې اټکل یې لا نه شي کیدای. د ټولنې ټول وگړي، په تیره نوی نسل له هره اړخه ډیر زیانمن شوی دی.

د همدې خپلسریو د پالیسۍ له مخې دا یو تیر کال زموږ په هیواد کې د دولتي مسؤلو ادارو او اشخاصو له لوري د بې سوادۍ د مرض د ورکولو او د سواد دعامولو له پاره لا یو گام هم نه دی اخیستل شوی. ډیری مسولین له دولتي امکاناتو نه په استفادې سره خپل مقابل لوري یا رقیبانو سره لاس گریوان دي او د ټولنې او هیواد اساسي ستونزو ته یې لا پام هم نه دی.

د جگړو او زواکو ټوپکیانو د ظلمونو په اثر، د بیځایه شوو کوچنیانو ښونځي یا سوزول شوي یا تړل شوي دي او په نوو میشتځایونو کې د سواد زدکړې او ښوونځیو ته د تګ امکانات یا ډیر لږ دي او یا هم بیخي نه شته. دغو ستونزو ته هیڅ څوک پام نه کوي او دا په خپله د بیسوادۍ او د نوي نسل د بربادۍ د سونامي د څپو په لړ کې یوه بله ورانونکې څپه ده.

له دولتي مسؤلو ادارو نه، مستقل زړه سواندي اشخاص سل چنده ښه دي چې په خپلو شخصي امکاناتو سره یې د بیسوادۍ د ټغر په ټولولو، د سواد په عامولو او د نوي نسل په روزلو کې د پام وړ کارنده رول لوبولی دی چې یوه لویه بیلگه یې قلملار ټولنه او دهغې ټولنې مسؤلین ویسا ورونه دي چې د کارونو راپور یې هره ورځ په میډیا کې خپریږي:

ــ دوی د افغانستان په څلور دیرش ولایتونو کې د تعلیم د عامیدو، د نوي نسل د روزلو او باسواده کیدلو په نیت وگرځیدل،

ــ د مطالعې د عامیدو په موخه یې کتابونه په خیر وغوښتل، په سخاوت سره یې وویشل او کتابتونونه یې پرانستل،

ــ ډیر تړلي ښونځي یې بیرته پرانستل،

ــ د خلکو په ذهن کې یې د سواد د زدکړې او د علم ډیوه بله کړه،

ــ  او په دې ډول یې خلکو ته د نوي ژوند زیري کور په کور و ویشل.

دا کار اوسني دولتي مسؤلین او ادارې لا د خپلو څو کلنو پلانونو په چوکاټ کې هم نه شي تر سره کولای.

زموږ د ټولنې د بیسوادانو دې خدای مل شي

دولتي مسؤلین دې د لا قوي کیدو او

پر واک پاتې کیدو په موخه، یو

د بل گریوانونوسره څیري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .