د سولي د خبرو د پيلېدو سره همهاله ولي بريدونه زور اخلي؟

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۳۹ ب.ظ -

جنرال عتیق الله عمرخېل – سیاسي شنونکی

امریکا جګړه زیاتوي او د سولي ضد عنصر جګړه بلل سوې. د يوې ستراتېژۍ اعلان اصلاً موخه ښكاروي، د امريكا له لوري د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره نوې ستراتېژي د بمباريو او پوځونو پر زياتولو متمركزه وه، د دښمن تعريف او د دښمن د اصلي ځاى تشخيص غلط و.

جنرال عتیق الله عمرخېل – سیاسي شنونکی

جنرال عتیق الله عمرخېل – سیاسي شنونکی

د امريكا د ملي امنيت لپاره د ټرمپ ستراتېژي هم له بده مرغه پر داسي ټكيو ټينګار كوي، چي په افغانستان كي هم د جګړې او بدمرغيو دوام ورسره غوټه دى او په سيمه كي هم. په دې ستراتېژۍ كي ايران، چي د افغانستان ګاونډى هيواد دى د ګواښ او خطر په نامه معرفي شوى، چين او روسيه بيا د امريكا د پرمختګ او پلانونو په مخه كي خنډونه بلل سوي دي. دا چي په افغانستان كي د امريكا پوځي اډې وي او دلته د ترهګرۍ په نامه يوه بې تعريفه جګړه روانه وي، د داعش په څېر استخباراتي لوبه توده وي، چي د اردوغان په قول امريكا زرګونه موټرونه او وسايل ورته برابروي. بيا به كوم منطق دا ومني، چي امريكا په افغانستان كي امن او سوله غواړي او اقدامات يې د جګړې او ترهګرۍ د ختمولو لپاره دي!

کاکو جان نیازی، سیاسي شنونکی

كه وروستیو پېښو او پرلپسې بریدونو او د جګړې د توندوالي پر لاملونو يو ځغلند نظر واچوو، دغه اقدامات ټول د امريكا له نوي ستراتېژۍ سره تړاو لري. يوازي په دومره توپير چي لومړۍ ډېره ناوړه او پر جګړې متمركزه ستراتيژي اعلان سوه، چي كله پر هغو توندي نيوكي وسوې، داسي نور اقدامات هم پيل سول، چي د ټرمپ ستراتيژي پرې توجيه كړاى سي. له يوه پلوه د ټرمپ د ستراتيژۍ له اعلان څخه مخكي په هيواد كي د بهرنيو ځواكونو هوايي بريدونه ډېر زيات سول، په دې بريدونو كي د ملكي مرګ ژوبلي كچه بيساري زياته سوه، پر طالبانو هم فشار زيات سو، بالاخره طالبانو په غبرګون كي په يوه اوونۍ كي په څو ولايتونو كي درانه بريدونه ترسره كړل، چي په سلګونو امنيتي ځواكونو او عامو افغانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

کاکو جان نیازی، سیاسي شنونکی

کاکو جان نیازی، سیاسي شنونکی

معنا دا چي د افغانستان برخليك د امريكا لاس ته لوېدلى، د ټرمپ نوې تګلاره چي په جګړه او بمباريو متمركزه ده اعلان كړې ده، پوځي قوماندانانو ته يې د هر ډول وسلو د كارولو واك وركړى او هيڅ ډول بنديزونه ورباندي نسته، خو د پردې تر شا به طالبان هم پالل كېږي، چي جګړه دوام وكړي، طالب به د جګړې دوام ته مجبور وي، خو كه د داعش د انتخاب خبره وي بيا خو طالب ته پيغام همدغه دى، چي بايد بيرغ بدل كړي، يا بې قيد او شرطه تسليم سي. طبيعي ده چي طالبان به دوهم انتخاب ونه لري، د افرادو په كچه به ډېر طالبان له دې جګړې ستومانه وي او كه مخه ومومي چېري به په عافيت كي عادي ژوند غوره كړي، خو تر ډېره حده به د دوى يوه لويه برخه په داسي حالت كي وي، چي يوازي د سولي د يوې معقولي تګلاري په عملي كېدو به سولي ته ترجېح وركړي، كه نه د بيرغ بدلول به ورته آسانه لاره وي.

خالد سادات مدني فعال

د افغانستان روانه جګړه د خپل مزل په چوکاټ کي تر اعظمي حده رسېدلې. ۲۰۱۴ م کال پوري د نظام مخالفه وسله واله ډله یوازي طالب تعریفېده، اما د هیواد په ختیځ کي د داعش یا خراسان ولایت جغرافیا تر عنوان لاندي بله مذهبي جګړه د سیمي او نړۍ استخباراتو د سیاسي اهدافو لپاره په لار واچول سوه. په تېرو دوو کالو کي د افغانستان جګړه تر خپل بدمرغه حالت ته رسېدلې. په دې مانا چي د جګړې قوانین او اصول د ملي، نړیوالو حقوقو او د ژنیو نړیوالو بین المللي حقوقي اسنادو په رڼا کي په بشپړه توګه تر پښو لاندي سوي. افغان دولت لپاره د سولي بحث لا پېچلی کېږي، ځکه له یو لوري د طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو لړۍ پر وړاندي پراته خنډونه، د طالبانو خپل منځي انشعاب او د داعش غوندي خونړۍ جګړه ماري ډلي میدان ته دانګل هغه څه دي، چي د افغان حکومت د جګړې پای تعریف لا سختي خواته کشوي. تېر کال د ۴۰۰ بستریز روغتون پر ناروغانو خونړۍ حمله، د امام زمان پر مسجد مرګونې حمله، د جلال آباد په ښار کي په څو غونډو باندي قوي مرګباري حملې او د هرات په مرکزي جامع مسجد بریدونه د داعش وسله والي ډلي له لوري هغه څه وه، چي په ظاهري ډول طالبانو ځان د جګړې په ډکر کي کمزوری ولید. طالبانو د داعش د حملو په مقابل کي د روان کال جدي میاشت په اخري نیټه د کابل پر یو له مهمو او عصري هوټل انټرکانټینېټل باندي حمله وکړه، تر څو وښیي، چي طالبان د جګړې له میدانه بهر نه دي پاتي سوي او د داعش سره د بریدونو په مقابله کي ځان ناتوانه ونه ګوري.

خالد سادات مدني فعال

خالد سادات مدني فعال

دلته د طالبانو د جګړې لید لوری مهم دی، چي جګړه د څه لپاره کوي؟ ښکاره خبره ده، چي جګړه د واک پر سر ده. د رواني جګړې په تصویر کي سړی فکر کولای سي، چي د طالبانو جګړه نه یوازي دا چي د هیواد اساسات رانړوي، د فکري ودي او کادرونو له منځه وړلو تر څنګ د افغانستان اقتصادي زېرمي هم له بېخه باسي. بل لور ته که ولیدل سي د انټر کانټینېټل هوټل برید د افغانستان دولت د سولي اوسني دریځ پر وړاندي کلکه څپېړه ده. تر بل هر وخت د افغانستان اوضاع د پخوا په پرتله د سولي او مذاکراتو لپاره اماده ده، نو د پاکستان له ادرسه د طالبانو پر مټ د رواني جګړې شدت د سولي او خبرو اترو د لړۍ درولو له مانا پرته بل مفهوم نه سي افاده کولای. طالبان به د سولي خبرو ته اول وي که آخر کښېني او اوسنۍ جګړه به خامخا د سولي په نقطه پای مومي، اما دا مهمه ده چي د داسي بریدونو په شتون کي به طالبان د سولي څومره چانس ومومي؟ آیا د رواني جګړې شدت او جنګي جنایاتو ضرر به چي افغان ولس یې ګوري، جبران سي؟ که د طالبانو د قطر دفتر د مذاکراتو لړۍ حمایه کوي، نو بیا جګړه د څه لپاره کوي؟ دې او نورو سوالونو ځواب موندلو لپاره د طالبانو اوسنۍ جګړه هیڅ توجیه نه لري. د ۹۰ مي لسیزي په اوږدو کي د پخوانۍ یوګوسلاویا او افریقا کي د رواندا له داخلي جګړو باید اوس وخت کي د افغانستان د جګړې ټول لوري پوره عبرت واخلي، چي څرنګه کولای سي د رواني جګړې په پای فکر وکړي، که نه نو بیا د دې جګړې لار ترکستان ته رسي.

غازي عابد، د ځوان ټولنیز بنسټ مشر

اوس خو به په دې د ټولو سر خلاص وي چي په افغانستان کي جګړه ولي او څوک کوي، ځکه د بریدګرو او هغو ډلو چي جګړې ته د هیواد نه د دفاع او دیني جنبه ورکوي، د دوی له ادرسه کېدونکي بریدونه یې د دوی هره دعوه باطله ثابتوي. ځه دا هر څه به پرېږدو، دا به ووایو، ولي چي کله د سولي د خبرو آوازه پورته سي، ورسره همهاله بریدونه هم کېږي. لکه وړمه ورځ چي په کابل کي په کانټینېټل هوټل برید وسو او یا نن په ننګرهار کي په (Save The Children) موسسه باندي برید وسو. همداسي له دې وړاندي هم چي کله د سولي د خبرو آوازه ګرمه سوې، دا ډول بریدونه سوي دي. زما له نظره، دا څو لاملونه لري: ۱- مخالفي ډلي غواړي چي په دې سره د سولي په خبرو کي یې آغېز زیات وي او زیات امتیاز وغواړي، ځکه د سولي د خبرو پر مهال ټولو ته دا د یوه ثبوت په توګه وړاندي کوي، چي موږ د جګړې دومره قدرت او توان لرو او جګړه پر مخ وړلای سو. همدا راز نړیوالو ته هم وايي، چي موږ د جګړې توانايي لرو، خو له بدمرغه په دې ډول سره امتیاز ترلاسه کولو له هڅي وروسته بیا له هغه ولس او خلکو سره څنګه مخ کېدای سي، چي وژلی یې وي؟؟؟ ۲- استخباراتي او بیروني ملاتړي یې زور ښکاره کوي.

غازي عابد، د ځوان ټولنیز بنسټ مشر

غازي عابد، د ځوان ټولنیز بنسټ مشر

دوی داسي ښيي، چي دوی په هر وخت او هر کله دا ډول بریدونه کولای سي. یعني که له پام وغورځول سو، هر څه کولای سو. ممکن د سولي خبرو پر مهال هغوی ته ډېر رول نه وي ورکړل سوی، یا نه ورکول کېږي. ۳- بهرنۍ کړۍ او ملاتړي یې ممکن پوهېږي چي که چېري په دغسي حالت کي یوه خلا رامنځ ته نه سي، احتمال لري، چي د سولي خبري ښه پایله ورکړي، ځکه په دې ډول بریدونو سره دواړه خواوي یعني هم حکومت او هم مخالف وسله وال یو بل ته په زړه کي لا ډېره کینه او بغض پیدا کوي. مثلاً بیا سخته وي چي حکومت دي له دې سره سره چي خبري هم کوي او ولس یې هم وژني، د سولي خبري وکړي. ۴- کېدای سي یو لامل یې دا هم وي، چي مخالف وسله وال نه غواړي سوله وکړي. دوی به له خپل بیرونيو حمایت کوونکو مجبوره وي، چي باید د سولي خبرو ته نږدې نه سي، نو بله لار نه لري او په دې ډول سره د سولي مذاکرات ګډوډوي. ۵- زموږ ګاونډیان او بهرني دښمنان اوس هم په جګړه کي خپلي ګټي لټوي، ځکه نو غواړي چي په داسي حساسو حملو سره د دواړو خواو تر منځ د سولي په مذاکراتو کي واټنونه پیدا کړي. په هر حال، دا پورته زما په نظر ښايي ځیني لاملونه وګڼل سي، خو که چېري وسله وال مخالفین ځان افغانان بولي، سوله یې ارمان وي، د هیواد آبادي یې ارمان وي او ځان نور د پردۍ او بې ګټي جګړې نه خلاصول غواړي، باید او باید دوی په هیڅ ډول داسي کوم ګام پورته نه کړي چي د سولي خبري بې آغېزې او ناکامي کړي، ځکه په دې دومره وخت کي پرته له دې چي دښمنانو ته ګټه ورسي؛ اسلام، هیواد او افغانانو ته یې هیڅ فایده نه ده رسېدلې. په دې هیله چي په هیواد کي مو سوله قایمه سي او نور له دې بدمرغي جګړې خپل هیواد او راتلونکی وژغورو.

انور حيدري – د پوهنتون محصل

په افغانستان کي شاوخوا څلوېښت کاله کېږي چي جنګ روان دی، خو بڼه يې بدله سوې، کلونه مخکي چا ځانمرګی نه پېژندی، چا ته د داعش نوم نه وو معلوم، په اصل کي شتون يې نه وو. طالب هم يو نوی باب وو چي افغانستان کي پرانيستل سو. اوس ټول په دې پوهېږي چي جنګ څوک کوي؟ د چا د ګټو لپاره يې کوي؟ او تمويل کوونکي يې څوک دي. دا ټول هغه سوالونه دي، چي وړاندي ځواب سوي دي. دا ولي چي هر ځل د سولي خبري اتري ګرمي سي سمدستي ورسره جنګونه زور واخلي؟ دا ټول کارونه پر افغان حکومت د فشار اچولو وسايل دي. يعني دلته چي افغان حکومت طالبانو ته د سولي د خبرو ور پرانيزي دوی يې ځواب په ځانمرګي او جنګونو ورکوي، په دې خاطر چي پاکستان خپلي ګټي په دې وسيله د افغان حکومت څخه غواړي.

انور حيدري – د پوهنتون محصل

انور حيدري – د پوهنتون محصل

که چېري يې ونه مني، نو جنګ به ډېر سي او خبري به بې پايلي پای ته ورسېږي. يوه بله خبره چي هر ژمی طالبان د پاکستان په لارښوونه دې وخت کي د سولي خبري اتري ګرمي ساتي، تر څو افغان حکومت بوخت کړي او دوی ځان راتلونکي جنګي فصل ته آمده کړي. دا چاره په ځلونو تکرار سوې، خو بدبختي دلته ده چي زموږ حکومت پرې ځان غولوي. د دې لپاره تر ټولو موثره لار په ژمي کي د افغان حکومت له لوري قوي عمليات او شپنۍ چاپې دي، چي په دې وروستيو کي يې خورا ښې لاسته راوړني درلودې. که چېري داسي وکړي، نو بيا به طالبان او يا نوري ډلي د ځان پټولو ځای هم پيدا نه کړي.

حافظ احمد نصرت – مدني فعال او ليکوال

کله چي د سولي خبري د هیواد په دننه او بهر کي پیلېږي، نو ورسره یو ځاى بريدونه هم زور اخلي، چي ښه بېلګه یې تېره ورځ پر انټرکانټینېټل هوټل وسلوال بريد دی. دا او دې ته ورته پېښي په تېر وخت کي هم کله چي به د سولي خبرو ته لاره هوارېدل، نو په هیواد کي به مو بریدونو زور واخیست.

دا معلومه خبره ده، چي د افغانستان دښمنان نه غواړي هیواد مو په امن او ثبات کي واوسي، په یو او بل نوم مو تېر باسي او خپلي لوبي را باندي کوي.

حافظ احمد نصرت – مدني فعال او ليکوال

حافظ احمد نصرت – مدني فعال او ليکوال

سوله د ټولو افغانانو هیله او ارمان دی، جنګ دي ورک سي، رنګ دې ورک سي، موږ سوله غواړو. بیا هم د ټولو وسلوالو ډلو څخه هیله او غوښتنه کوم، چي د سولي لاره غوره کړي، ځکه چي زموږ دین د سولي او ورورولۍ دین دی، د دې هیواد هر بچى زورېدلى، غم یې لیدلى او د دې ناوړي جګړې ښکار سوى.

د یوه سوله يیز افغانستان په هیله!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .