د سولې شورا: چمتو يو کابل کې طالبانو ته دفتر پرانيزو

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۶ ب.ظ -

د سولې شورا تکرارېدونکې خبرې هغه څه دي چې تر ډېره پرې خلک بې باوره دي، يو شمېر په دې اند دي چې دا شورا نه شي توانېدلی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه جوړه وکړي.

اوس د شورا غړو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، دوی چمتو دي چې پر کور دننه کابل کې طالبانو ته دفتر پرانيزي، په داسې حال کې چې پخوا دا دفتر له هېواده بهر قطر کې و.

د بي بي سي د راپور په حواله، افغان حکومت وایي، د سولې خبرو د پيل لپاره چمتو دی چې په کابل یا کوم بل هېواد کې طالبانو ته دفتر پرانیزي.

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، حکومت چمتو دی له هرډول شرط پرته طالبانو سره خبرې وکړي. ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشتې په کابل کې د سولې یوه لویه مشورتي ناسته جوړه شي.

_99085724_486b48a7-bbc8-49d2-ab54-e5f8dc6adda8

د سولې عالي شورا په وینا، افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او له وسله والو طالبانو سره د خبرو پیلولو هدف ته نژدې شوي دي.

د دغې شورا د دارالانشا رییس او د افغان ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک نن ‘چهارشنبه ‘ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، حکومت چمتو دی له هر ډول شرط پرته طالبانو سره خبرو ته کښېني.

ښاغلي خپلواک وویل، حکومت کولی شي د خبرو د پيل لپاره طالبانو ته په کابل یا کوم بل هېواد کې د دفتر پرانیستلو په ګډون هرډول امکانات برابر کړي.

د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وویل، د شورا ولایتي دفترونو ته امر شوی چې طالبانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

ښاغلي خلیلي وویل، افغان حکومت له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره خبرې نه کوي، بلکې یوازې طالبانو سره خبرو ته چمتو دي. نوموړي له امنیتي چارواکو وغوښتل چې خپلو څرګندونو کې د دغو ډلو ترمنځ توپير ته پام وکړي.

د سولې شورا چارواکو وویل، یوې میاشتې مودې کې به له طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره، د سیاسي او جهادي څېرو، دیني عالمانو او د ښځو حقونو ملاتړو په ګډون یوه لویه مشورتی غونډه جوړه کړي.

د شورا په وینا له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو موضوع کې د سیمې هېوادونو او ځینې نړیوالو مرکزونو ملاتړ هم ورسره دی.

بل لور ته کابل کې د بریتانیا سفیر نېک کې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغانستان کې د سولې خبرې د مهم ګام دی.

”زما لپاره سوله او د سولې بهیر تر ټولو ډېر لومړیتوب لري او زه هیله مند یم چې راتلونکو یو یا دوه کلونو کې سوله رامنځته شي. ورپسې شفاف سیاست او له درغلیو پرته ټاکنې زموږ غوښتنې دي. دا هغه څه دي چې موږ یې د لیدو تمه لرو او بالاخره زه فکر کوم چې د افغانستان خلک د ملاتړ حق لري او نړیواله ټولنه به ورته دوام ورکړي. زه د افغانستان خلک هڅوم چې له خپلو دولتي مشرانو د لوړ معیار غوښتنې ولري. ”

د سولې عالي شورا په وینا، د اندونیزیا حکومت او د اسلامي عالمانو شورا چمتووالی ښوولی چې افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوه نړیواله غونډه راوبولي.

له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د سولې لپاره، د سولې مشورتي جرګې په وړاندیز او د بریتانیا او امریکا په ملاتړ په ۲۰۱۰ کال کې د افغان دولت لخوا د سولې عالي شورا جوړه شوه، خو تل پرې نیوکې کېږي چې تېرو اوو کلونو کې خپل هدف ته نه ده رسېدلې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .