د سولې عالي شورا: غواړو د افغان سولې لپاره د نيپال له تجربو ګټه واخلو

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۰ ب.ظ -

د سولې عالي شورا يوه لوړپوړي پلاوي د نيپال د سولې له پروسې د تجربې ترلاسه کولو په موخه د دغه هېواد له ګڼ شمېر دولتي او سياسي مشرانو سره ليدلي دي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له پلاوي سره نيپال ته تللى و، وویل چې دوى د يوې اوونۍ لپاره دغه هېواد ته تللي دي.

هغه زياته کړه چې د ٢٦ کسيز پلاوي مشري د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي کوي او په پلاوي کې د حزب اسلامي ګوند غړي او د سولې يو شمېر فعالان هم شامل دي.

طاهري وويل، د سولې شورا غواړي چې د نيپال د سولې پروسې له تجربو ګټه واخلي چې په دغه هېواد کې تر لس کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته رامنځته شوې وه.

د نيپال د حکومت او د ماوستانو د کمونست ډلې ترمنځ له ١٩٩٦ زيږديز کال څخه تر ٢٠٠٦ زېږديز کاله پورې کورنۍ جګړه شوې ده چې وروسته د سولې په تړون سره دا جګړه پاى ته ورسېده.

تر ياد تړون وروسته په نيپال کې شاهي نظام پاى ته ورسېده او د ټاکنو له لارې ولسوالي رامنځته شوه.

طاهري وايي چې افغان پلاوي د نيپال مرستيال ولسمشر، د پارلمان رييس او غړو، د کمونست ګوند مشر چې پخوا د وسله والو مخالفينو مشر و، خو اوس په واک کې شريک دى او دسولې تړون يې لاسليک کړى، ليدنې کړې دي.

د هغه په وينا، دغه راز دسولې عالي شورا پلاوي د نيپال د سولې د پروسې له مرکچي کسانو سره، چې اوس د ماليې ، بهرنيو چارو وزيران او نور چارواکي دي، هم وليدل.

د سولې شورا وياند وايي چې په دې ټولو ليدنو کتنو کې د سولې په برخه کې د هغوى تجربې او معلومات يې ترلاسه کړ او هڅه به کوي چې په افغان سوله کې ترې ګټه پورته کوي.

هغه زياته کړه چې د شمالي ايرليند، کولمبيا او لايبيريا هېوادونو استازي هم راغلي وو او هغوى هم پخپلو هېوادونو کې د سولې د پروسې تجربې له دوى سره شريکې کړي.

د سولې عالي شورا غواړي د نيپال د سولې له تجربو ګټه واخلي

د سولې عالي شورا غواړي د نيپال د سولې له تجربو ګټه واخلي

طاهري وويل چې دغو استازو له افغان پلاوي سره د ادغام مجدد، د وسلو تسليمولو، د وسله والو ډلو رسمي کولو او ملي پخلاينې په اړه ګټور معلومات شريک کړل.

ده زياته کړه چې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيالې او پلاوي په دغو ليدنو کې د افغان سولې او له حزب اسلامي سره د شوي تړون په اړه د نيپال چارواکو او سياسي مشرانو ته معلومات ورکړل.

د سولې شورا مرستيال وايي چې د نيپال چارواکو او سياسي مشرانو له افغانستان سره د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې تېر کال په نيويارک کې د نيپال لومړي وزير شېربهادر ديوبا ولسمشر اشرف غني سره ليدلي وو او افغان سولې پروسې سره يې د همکارۍ ژمنه ورکړې وه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .