د سولې قوي ارادې، سوله حتمي کړې

۱۷ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۵ ق.ظ -
 شفیق الله
د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره سږ کال په یو وار څو ډوله حرکتونه پيل شول چې د سولې په تړاو د حکومت د ارادې ښکارندوی کوي او د سولې په پروسه بیا باور زیات شوی دی.
د سولې ولسي حرکتونه
د سولې ولسي حرکتونه چې په ټول هېواد کې پیل شول، غونډې او ځانګړې ناستې وشوې چې خلکو پکې له جګړې کرکه وښوده او سولې په برخه کې یې د حکومت د تګلارو هرکلی او ملاتړ وکړ. د ولسي حرکتونو یو یې له هلمند پيل شو چې ۳۹ ورځې پلی مزل یې تر کابله وکړ او اوس د بیلابیلو هېوادونو سفارتونو مخې ته د اعتراض په ډول ناست شوي دي، دا حرکت اوس د اروپايي ټولنې دفتر مخې ته ناست دی او له نړیوالو غواړي چې د افغانستان جګړې ته د بس لار پيدا کړي او د سولې پروسه بریالۍ کړي. د سولې دا ولسي حرکت که څه هم طالبانو په جاسوسۍ او پروژو تورن کړ، خو دې حرکت وښوده چې یو خپلواکه ولسي حرکت دی چې یواځینی هدف یې سولې ته رسیدل دی، داسې سوله چې باعزته او د افغانانو په مشرۍ وي. د سولې په ولسي حرکت کې ډیری هغه کسان دي چې د جګړې قربانیان دي، دا حرکت به تر هغې دوام پيدا کړي چې تر څوک تلپاتې سولې ته نه وي رسیدلي. د سولې له دې ولسي حرکت سره یو ځای له خیبر پښتونخوا او کونړ ولایتونو څخه هم حرکت پيل شو چې تر کابله یې د سولې پيغام راوړ، له دې ټولو حرکتونو وړاندې د کابل په حضوري چمن کې د پرلت خیمه دریدلې چې د جګړې د بس غوښتنه یې کوله او په سوله یې ټینګار درلود.
د سولې نړیوال کنفرانسونه
کابل، روسیه، ازبکستان، ترکیه، چین، اندونیزیا، ابوظبۍ، قطر او سعودي عربستان هغه هېوادونه و چې په روان کال کې یې د افغان سولې پروسې په تړاو کنفرانسونه جوړ کړل چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي بحثونه پکې وشول او د جګړې یواځینۍ لار د سولې پروسه یاده شوه. په دې کنفرانسونو کې تر ټولو مهمه دا چې د اسلام له نظره د افغانستان په جګړې بحث وشو چې بلاخره پایله دا شوه چې دا جګړه د افغانانو پرضد ده او هیڅ ډول شرعي جواز نه لري. د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ډاګه په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه حرام وبلل او د افغانستان جګړه یې ترهګري یاده کړه چې له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي، له دې سره کابل کې هم دیني علماوو په یو کنفرانس کې فتوا خپره کړه چې په قران او احادیثو یې ثابته کړې چې دا جګړه د پردیو د ګټو لپاره ده او قرباني یې افغانان ورکوي چې هیڅ ډول اسلامي جواز نه لري. اندونیزیا کې هم ورته کنفرانس کې د افغانستان د جګړې په تړاو بحثونه شوې او پایله یې دا وه چې جګړه باندې تمرکز په اسلام کې نشته، اسلام د سولې دین دی او په افغانستان کې له وسله والو ډلو غوښتنه شوې وه چې سوله وکړي. نو دا ټول کنفرانسونه د دې لامل شول چې په افغانستان او سیمه کې د خلکو ذهنونه خلاص شول چې د افغانستان جګړه بهرني بعدونه لري او هېوادونه یې د خپلو ګټو لپاره په مخ وړي.
د خلکو ملاتړ  او هرکلی
له دې غونډو او حرکتونو څخه وروسته چې خلکو ته هر څه په ډاګه شول، په بیلابیلو ولایتونو کې خلک راټولیږي او د حکومت د سولې د تګلارو هرکلی او ملاتړ کوي، په غونډو کې له وسله والو ډلو غواړي غوښتنه کیږي چې دایمي اوربند او سوله وکړي. په هلمند، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې په تېرو دوه ورځو کې د سولې په ملاتړ غونډې شوي او د سولې د وروستیو تحرکاتو او پریکړو ملاتړ شوی دی، خلک اوس په تمه دي چې وسله والې ډلې به د اختر په ورځو کې دایمي اوربند وکړي او د سولې پروسې ته زمینه برابره شي. حکومت خپل چمتووالی نیولی چې د اختر ورځو کې بیا له طالبانو سره اوربند وکړي او هڅه به دا وي چې دا اوربند دوه اړخیز او دایمي شي چې د بین الافغانۍ سولې لپاره لار هواره شي او افغانان هغه ارمان ته ورسیږي چې له کلونو راهیسې یې لري.   لیکوالي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .