د سولې لپاره د حکومت نقشه، پيل یې له کوم ځایه و؟

۱۸ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۴ ب.ظ -
 
لیکوال: فرید احمد
د ملي یووالي د حکومت له پيل سره سم د سولې لپاره یوه نوې نقشه او نوی پلان رامنځ ته شو چې کولای یې شول، افغانان د سولې ارمان ته ورسوي، هغه ارمان چې له کلونو راهیسې یې لري، خو ورته نه دي رسیدلي. د حامدکرزي په حکومت کې خو ټول د سولې شورا ته په تمه و چې ګنې د دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره به سوله وشي، په داسې حال کې چې د سولې شورا مشر یې د جګړې اړخ و او نور غړي یې د مصلحت له مخې شورا کې ګمارل شوي و چې یواځې امتیازات یې اخیستل او نور یې هیڅ په توان نه و پوره. د ملي یووالي حکومت زړه نقشه له میز لیرې کړه او نوې نقشه یې د سولې لپاره رامنځ ته کړه چې پکې د سولې شورا رول کم او د ارګ او امنیت شورا رول او صلاحیت زیات و.  
له حزب اسلامي سره سوله
    د نقشې د عملي کیدو پیل له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پیل شو، د ملي امنیت شورا سلاکار د حزب اسلامي واکداره او منطقي استازی انجنیر امین کریم سره تماس کې شول او کابل ته یې راوغوښت او د ملي امنیت شورا سلاکار په ټول صلاحیت ورته د سولې وړاندیز وکړ او دا وړاندیز ومنل شو. د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر پوهیده چې حزب اسلامي جمع طالبان د سولې خبرې غواړي، خو په دې برخه کې باور ته اړتیا وه چې څنګه کیدای شي یو تضمین وي چې سوله د تسلیمۍ په مانا نه شي. دا باور له حزب اسلامي سره محمد حنیف اتمر رامنځ ته کړ او له څو میاشتو مذاکراتو وروسته نیغ په نیغه د حزب اسلامي د امیر ګلبدین حکمتیار پیغامونه تبادله شول او حزب اسلامي ته قناعت ورکول شو چې نور نو په جګړه هدف ته نه شي رسیدلی او باید له سیاسي لارې اهداف تعقیب کړي. د حزب اسلامي لپاره د قناعت وړ یو څه چې د ملي امنیت شورا وړاندې کړل، هغه دا و چې د حزب اسلامي سیاسي رقیبان له کلونو راهیسې له حکومت امتیازات اخلي او میدان ورته خالي دی، نو اړتیا ده چې حزب اسلامي هم نور سیاسي میدان ته ووځي او د ټاکنو له لارې پارلمان او حکومت کې ونډه پيدا کړي. دا خبره پټه پاتې نه شوه چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په بریالیتوب او باور رامنځ ته کولو کې د محمد حنیف اتمر ورل زیات و، لکه امین کریم چې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې د لاسلیک په ورځ وویل چې که د اتمر منطق او باور نه وای، حزب اسلامي له حکومت سره د سولې خبرو ته نه شو رسیدلی. له حزب اسلامي سره د هغوی شرطونه ومنل شول چې له تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشر او غړو لیرې کیدل و، په دې تړاو ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له استازو سره حنیف اتمر د امنیت شورا دفتر کې کتلي و او له ځینو سره ټلیفوني خبرې شوې وې. ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو استازو ته قناعت ورکول شوی و چې حزب اسلامي سره سوله د دولت او افغانانو لومړیتوب دی او باید د افغانانو دا لومړیتوب نړیوال هم خپل لومړیتوب وګڼي، دا پریکړه ژر وشوه چې او حزب اسلامي مشر او نور غړي له تور لیست څخه ووتل. د حزب اسلامي بل لوی شرط دا و چې بندیان به یې خوشې کیږي، که څه هم حزب اسلامي په دې برخه کې بې باوره و، خو حنیف اتمر د دې هوکړې د تطبیق لپاره صلاحیتونه اخیتسي و او حزب اسلامي یې باوري کړی و چې بندیان به یې خوشې کیږي. د حزب اسلامي بندیان په تدریجي ډول سلګونه خوشې شول او ځینې نور لا هم پاتې دي چې باید خوشې شي، خو تر هغې چې حنیف اتمر د حکومت په چوکاټ کې و، له حزب اسلامي سره په هوکړو باندې عمل کیده ، خو اوس چې دا عمل په کوم ځای کې دی، حزب اسلامي ته به مالومات وي. د حزب اسلامي ټولو وسله والو له جګړې لاس واخیست او په کور کیناستل او یا یې خپلو کارونو ته مخه کړه، ځینې دولت ته ننوتل او ځینې لا هم په خپل کور دي چې که له دولت سره همکاري و نه کړي نو پرضد یې کوم کار هم نه کوي. د سولې دا نقشه له حزب اسلامي سره بریالۍ شوه او له دې وروسته حنیف اتمر له طالبانو سره د خبرو په لټه کې شو چې په بله لیکنه کې به یې په تړاو خبرې وشي. لیکوال ۱

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .