د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې پلان ملاتړ وکړ

۲۰ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۱ ب.ظ -

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

 دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چین په شینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

اشرف غني وویل، اسیا د پرمختګ په حال کې ده او د شانګهای د همکاریو سازمان یوه داسې فضا رامنځته کړې ده چې موږ کولای شو د بین‌المللي تروریستي ډلو او بین المللي جرمي ګروپونو پر ضد مبارزه ګړندۍ او همغږي کړو.

نوموړي طالبانو سره سولې او اوربند ته په اشارې وویل، طالبانو سره د افغانستان  دولت د یو طرفه اوربند له نوښت وروسته طالبانو هم د اختر په ورځو شپو کې د اوربند اعلان کړی دی.

هغه په خپلې وینا کې افغانستان کې د جنګ خلاف د دیني علماوو فتوا ته په اشارې وویل: “موږ اوس په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع لرو او د دې ترڅنګ د لومړي ځل لپاره زموږ دیني علماوو د جنګ د دوام مذهبي توجیهات وننګول، تاسې له دغه فرصت نه استفاده وکړئ چې افغانستان کې سوله راشي،  موږ به هڅه وکړو چې دا اوربند تمدید شي او مذاکراتو ته زمینه برابره شي.”

ده په خپلې وینا کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ یادونه وکړه او ويې ویل، دغې ستراتيژۍ په سیمه کې اوضاع مثبت په ځانګړي ډول د سولې او ثبات لوري ته بدله کړې ده.

هغه د افغانستان د سولې پروسې څخه د امریکا د متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او نورو بین المللي شریکانو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

غني دغه ملاتړ، مرستې او همکارۍ د یو ډيموکراټیک، خودکفا او سوله ییز افغانستان لپاره ګټورې وبللې.

نوموړي د افغانستان او سیمې په ثبات او اقتصادي پرمختګ کې د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ازبکستان د جمهور ريیس میرضیایف، د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین د جمهور ريیس د پاملرنې یادونه وکړه او د دې ترڅنګ یې وویل چې روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره یې هم په دې اړه خبرو کې پرمختګ شوی چې دا به د افغانستان او سیمې په ثبات کې مثبت نقش ولوبوي.

ده وويل: “سره له دې چې پاکستان سره د سولې او پیوستون سند لاسلیک شوی دی، خو موږ په احتیاط سره دغه هوکړه لیک ته خوشبین یو، دا باید په عمل کې ثابته شي چې مقابل لوری د سند په عملي اړخ کې څومره مرسته کوي.”

هغه زياته کړه، د دغه سند نتایج هغه وخت ارزولی او سنجولی شو چې موږ پوه شو سیمه کې تاوتریخوالی څومره کم او د سولې پروسه څومره ګړندۍ شوې ده او همدارنګه د نړیوال تروریزم او نړیوالو جرمي ګروپونو پر ضد څومره همکاري شوې ده.

ولسمشر د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ریل پټلیو غځېدل، د برېښنا لېږد، د چابهار بندر پرانیستل او د کاسا زر پروژې د عملي چارو پيل، دغه لور ته د پرمختګ د بېلګو په توګه اشاره وکړه.

غني وویل، د افغانستان حکومت فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخه کې پرمختګ کړی او زیاته یې کړه: د افغانستان ادارې د نسلي تغییر په حال کې دي چې دا تغییر یواځې ملکي ادارو پورې نه دی محدود، بلکې زموږ امنیتي او دفاعي سکتور کې هم عملي کېږي او کارونه یې پيل شوي دي.

ده وویل، د افغانستان حکومت په روان کال کې د ولسي جرګې او له هغه وروسته د جمهوري ریاست ټاکنو ته ژمن دی او په دې اړه غوڅ دریځ لري چې دا ټاکنې په ټاکلي وخت کې وشي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې سرمشریزه کې د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره د افغانستان د سولې پروسې او اوربند ملاتړ وکړ او د سیمه‌ییز اتصال او پرمختګ لپاره یې افغانستان کې سوله مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې افغانستان سره به مرسته وکړي چې سولې او ثبات ته ورسېږي.

تېره اوونۍ ولسمشر غني د دولت له اړخه اوربند اعلان کړ او ويې ويل چې اوربند به د روژې له ۲۷مې څخه پیل او د کوچني اختر تر پنځمې پورې به دوام لري. طالبانو پرون د ځواب په ورکولو سره خپل اوربند اعلان کړ او ويې ويل چې اوربند به د اختر د درېيو لومړیو ورځو لپاره وي.

بايد وويل شي چې د ملګرو ملتونو په ګډون څو نورو هېوادونو او سازمانونو هم د طالبانو د مؤقت اوربند هرکلى کړى دى.

د چین جمهور ريیس شي جینګ پینګ وویل، د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره بشپړ تعهد لري او افغانستان د شانګهای سازمان لپاره مهم دی.

د هند لومړي وزير مودي په افغانستان کې پر امنیتی وضعیت، تروریزم او مخ پر ودې افراطیت اندېښنه وښوده او د دغه سازمان له غړو یې وغوښتل چې ټول باید د جمهور ريیس غني  لیدلوري ته درناوی وکړي، تر څو افغانستان ثبات ته ورسېږي.

د هند لومړي وزير په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې وویل، دغې افراطي ډلې په افغانستان کې ډموکراټیک قواعد او چوکاټونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي او موږ باید د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره کار وکړو.

د قزاقستان جمهور ريیس نورسلطان نظربایف وویل، د افغانستان د قضیې حل زموږ لپاره ډېر مهم دی او په دې اړه موږ بې تفاوته نه شو پاتې کېدلی.

هغه زیاته کړه: موږ د افغانستان د قانوني دولت څخه ملاتړ کوو او د شانګهای سازمان له لارې چمتو یوو چې افغانستان سره مرسته وکړو چې په دغه هېواد کې سولې او پایداره پرمختګ ته زمینه مساعده شي.

د قزاقستان جمهورريیس وویل، د پاکستان او افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره یې پروژې تر کارلاندې نیولې دي، خو لومړى باید جنګ ختم شي چې د دغو پروژو عملي کولو ته زمینه مساعده شي.

د پاکستان جمهور ريیس ممنون حسین هم له طالبانو سره  د جمهور ريیس غني د سولې له پلان او اوربند څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې توافق کړی او هیله یې څرګنده کړه چې مثبته پايله  ورکړي.

د روسیې جمهو رريیس ولادیمر پوتین هم تروریزم د سیمې لپاره خطر وباله او د شانګهای سازمان په غړو هېوادونو یې غږ وکړ چې باید افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وشي.

د تاجکستان جمهور ريیس امام علي رحمان وویل: “د سیمې امنیت افغانستان پورې کلک تړلی دی، د پخواني شوروي اتحاد ۶۰سلنه سرحد افغانستان او تاجکستان سره دی او طالبانو موږ ته زیات مشکل جوړ کړی دی.”

هغه زیاته کړه، موږ افغانستان سره په اجتماعي او د سولې په برخه کې مرستې ته ژمن یو او خپلې همکارۍ به ورسره زیاتې کړو.

د ازبکستان جمهور ريیس شوکت میرضیایف وویل، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوو په همدې خاطر مو د افغانستان لپاره د تاشکند کنفرانس جوړ کړ او همدغه کنفرانس د شرط پرته خبرو ته لار هواره کړه، د شانګهای سازمان باید د افغانستان ملاتړ وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د کنفرانس په څنډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سکرټر جنرال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې له دې سره د افغانستان او د شانګهای د همکاریو سازمان ترمنځ د تماس ګروپ ایجاد شو.

شانګهای سازمان ث

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .