د شمال لاریونونو د نفتي توکیو بیه ۱۰ سلنه لوړه کړې

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۶ ب.ظ -

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د شمال د لاریونونو له کبله د نفتي توکیو په بیه کې د ۱۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي .

دغې ادارې نن وویل، دا بیه له تېرې یوې اونۍ راهیسې لوړه شوې ده .

ویل شوي، چې د لاریونونو له کبله په فاریاب کې د آقینې، په بلخ کې د حیرتان او په کندوز کې د شیرخان بندر په نسبي ډول بند شوي دي .

پر دغو بندرونو د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه افغانستان ته نفتي توکي واردیږي .

لاریون وال له ترکیې څخه د تبعید شوي جنرال دوستم زر ستنیدل او په فاریاب کې د هغه د نیول شوي قومندان قیصاري خوشې کیدل غواړي .

ارګ وایي، له بروکسل کنفرانس څخه د ولسمشر تر ستنیدو وروسته به د معترضینو پر غوښتنو غور وشي .

ff

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .