د صالح و خالد د ګومارلو په اړه :/ ليکوال نثاراحمد احمدي

۳ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۵ ق.ظ -

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د دوو فرمانونو مخي اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنيو چارو سرپرستان وزيران کړل. دا ناڅاپي ګومارني دي، خو بې ځايه نه دي. افغانستان د يوه ضرورت له مخي دا کار وکړ. حکومت هڅه کوي چي د سولي مذاکرات د افغانانو ترمنځ وسي، خو پاکستان په ټولو هڅو سره د دې کار مخالفت کوي. صالح و خالد د افغانستان د استخباراتو مشري کړې. د رواني جګړې په اړه تجربه لري. پاکستان يې د هېواد د بنسټيز دښمن په توګه پېژندلی دی. تل يې سپين او بربنډ سياست ورسره کړی دی. د دې هېواد د مکاريتوب او دوه مخۍ په اړه ډېر غوڅ او قاطع دريځ لري. بل پلو د افغانستان جنګي ډلي او وسلوال هم له صالح او خالده ښه ورځ نلري. هغه د دوئ له قاطيعت او جديته ډار لري. په داسي حال کي چي دښمن دي سترګي سرې سرې درته کوي. ستا د سولي پېغام دي در ردوي. د ورورۍ او وطنولۍ خبره دي نه مني. ستا پر ځای دي پردو ته د حساب کتاب لاسونه ورکوي، پکار ده چي د دغسي دښمن د سترګو اغزي صحنې ته راوړاندي کړې او عملاً يې مخته ورته ودروې. د دې ګټه دا ده چي له يوې خوا د دې کسانو له تجربو ګټه اخيستل کېدلی سي، سيستم رغېږي، بله يې دا ده چي د دښمن پر وړاندي د قاطيعت او مرال قوه لوړيږي او په پوځي او امنيتي سکتور کي د انګېزې نوی ساه چليږي. د افغانستان په جګړه کي تر ټولو اول قاطيعت او جديت مهم دی. چېرته چي جديت او قاطيعت ختم سي، انګېزه وژل کېږي. د انګېزې له وژل کېدو سره پوځي ليکي سړيږي، قوت يې نيمګړی کېږي، د تلفاتو شمېر زياتيږي او امنيتي ستونزي پراخيږي. صالح چي زه څومره پېژنم ډېر ځيرک و سيستماتيک سياستوال دی. تل يې د وطن په ګټه خبره کړې. پاکستان ته يې د منطق په ژبه په مطبوعاتي او سياسي بحثونو کي تل ماته ورکړې. دغه رنګه اسدالله خالد چي په قاطيعت مشهوريت لري، او د پاکستان په اړه سپين او واضح دريځ لري. دښمن ته دښمن، او دوست ته دوست وايي. زموږ د سياسيونو مشکل دا دی چي دوست او دښمن سره ګډوي. کله چي دوست او دښمن ونه پېژنو، تل به تر ناکاميو لاندي يوو. دلته ښه سياستوال هغه دی چي د دوست و دښمن روښان توپير وکړي. ملګرو مخالفت پرېږدئ. د صالح و خالد ماموريت وڅارئ چي مخته څه پېښيږي. دوئ ته برياليتوب غواړو او د وطن په دې حساس مهال کي ملاتړ ترې په کار دی.

۱۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed