د طالبانو پنځه کسیزه پلاوی قطر ته ځي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۵۱ ب.ظ -
  طالب سرچینو ویلي، د دوی یو پنځه کسیزه پلاوی به قطر ته سفر وکړي او هلته به د ملګرو ملتونو له استازو سره پر افغان سوله خبرې وکړي. دغه راز د طالبانو بله ناسته له امریکایي چارواکو سره ترسره کېږي، خو کره وخت او ځای یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. طالبانو زیاته کړې، دوی له روسیې سره هم مذاکراتو ته تیار وو، خو په وینا یې د ناستې ترسره کېدو موضوع لا هم ګونګه پاتې ده. ټاکل شوې وه چې د سیپټمبر پر څلورمه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شي، خو مسکو د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه یاده غونډه وځنډوله. طالبانو د دغې غونډې لپاره پلاوی ټاکلی و، چې مشري یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي کول.
قطر ۳

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .