د غرمې مهال ستومانتیا د مرګ ګواښونکي ناروغۍ نښه ده

۲۴ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۰ ق.ظ -
د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې کسان بې له کوم کار او بوختیا ذهني ستړیا یا ستومانتیا محسوسوي، چې په اصل کې د ناروغۍ او یا په بدن کې د ځینې موادو کمېدلو نښه وي. دغه ډوله ستومانتیا یو شمېر لاملونه لري چې مناسب خواړه نه خوړل، ذهني ستړیا، سټریس او خپګان، بشپړ خوب نه کول او د زړه ناروغي یې ستر لاملونه ګڼل کیږي. خو هره ورځ د غرمې مهال د ستومانتیا او زړه تنګۍ احساس کول یوه بېله او مرګ ګواښونکي ناروغي ګڼل کیږي. هغه کسان چې د غرمې مهال د سستۍ، ستومانتیا او زړه تنګۍ احساس کوي، په دوی کې د یاداښت کمزوري، هېریدلو (دماغي زوال) ډیمنشیا یا الزائمر ناروغۍ ګواښ درې چنده لوړ وي. د امریکې په جان هوپکنز پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي، هر هغه بالغ کسان چې د غرمې یا ماسپښین مهال د ستړیا یا ستومانتیا احساس کوي، په دوی کې د «بیټا ایمیلوئیډ» نومې پروټینو یوځای کېدل د نورو په پرتله درې چنده زیات وي. د دغو پروټینو یوځای کېدل په تدریجي ډول د هېریدلو (الزائمر) ناروغۍ بڼه غوره کوي، د څیړونکو په وینا ښه او مناسب خوب کول د هېریدلو ناروغۍ په مخنیوي کې غوره ثابتیدلی شي. دغې څیړنې د څو لسیزو دوام وروسته څرګنده کړه چې د غرمې مهال ستړیا او ستومانتیا د ذهني زوال یا هېریدلو ناروغۍ ګواښ څو چنده لوړوي، چې یوه مرګ ګواښونکي ناروغي ګڼل کیږي. په ۱۹۵۸م کال کې پر دغه څیړنه کار پېل شو، چې د وخت په تېریدو په کې له زرګونو خلکو څخه ازموینه واخیستل شوه، په ۲۰۰۵م کال کې له دغو کسانو څخه بېلا بېلې معاینې ترسره شوې تر څو د بیټا ایمیلوئیډ پروټینو یوځای کېدل په نظر کې ونیسي. په پایله کې د غرمې مهال ستومانتیا او د هېریدلو ناروغۍ اړیکه وموندل شوه، څیړونکي زیاتوي چې هغه کسان چې د غرمې مهال ستومانتیا یا ستړیا احساسوي د ځیرکو کسانو په پرتله د هېریدلو ناروغۍ (الزائمر) زیات ښکار وي. stress-nd-tired-620x330

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .