د غوره ملګري اته ۸ غوره ځانګړتیاوې

۱۲ قوس , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۴۸ ق.ظ -

ژباړه: خالد دانشیار سیدي

د غوره ملګري اته ۸ غوره ځانګړتیاوې

هر څوک یو ښه ملګری لري. کېدای شي هغه ستاسو د ښوونځي، پوهنتون، کاري ځای او یا هم درسره له کوچني والی را لوی شوی وي. غوره دوست همېشه ستاسو په درد باندې دردیږي او په خوشحالۍ مو خوشحالیږي. هغه تاسو نه پریږدي چې په غلطه لاره لاړ شئ. همېشه پدې هڅه کې وي چې خپل ځان سره یو ځای تاسو هم بریالیتوب ته ورسوي.

پدې لیکنه کې مو درته د ښه ملګري اته ۸ ځانګړتیاوې په ګوته کړي. دغه لیکنه به تاسو سره مرسته وکړي تر څو خپل ښه دوست مو وپيژنئ او که تر اوسه ښه دوست نلرئ نو د لاندې ځانګړتیاوو لرونکی ملګری پیدا کړئ.

  1. د ذهنونو بلا واسطه ارتباط ستاسو غوره ملګری د دې وړتیا لري چې مخکې لدې چې له خولې مو خبره ووځي ستاسو په ذهن پوه شي. اکثره وخت ستاسو په ذهن کې ځینې خبرې وي خو تاسو یې د د ویلو وړتیا ونلری نو ستاسو غوره ملګری پدې پوهیږي چې تاسو ورته څه ویل غواړئ.
  2. صداقت / ایمانداري که ستاسو په ژوند کې څومره لوی مشکلات راځي نو ستاسو غوره ملګری تاسو ته د حل لپاره مشورې درکوي. هغه ستاسو تکلیف خپل تکلیف ګڼي او د لیرې کولو لپاره یې پوره هڅه کوي.
  3. خواخوږی ستاسو غوره ملګری په هغه څه احساس کوي کوم چې له تاسو سره کیږي. هغه ستاسو په اړه دومره ژور فکر کوي چې هغومره به تاسو هم نه وي کوئ.
  4. باور / اعتماد راز، یره او ژورې اندښنې هغه څه دي چې تاسو یې کولی شئ چې له غوره ملګری سره مو شریک کړئ. ځکه تاسو پوهیږئ، چې هغه څه چې تاسو یې ورته ووایۍ، هغه راز پاتي کیږي. ستاسو غوره ملګری هیڅ وخت ستاسو شخصي راز نورو ته نه وايي، پدې سره هغوی تاسو ته زیان نه اړوي.
  5. هڅونې ستاسو غوره ملګری پدې یقیني وي چې تاسو بهتره یاست، هر کله چې تاسو ځان کم احساسوئ نو هغه تاسو هڅوي تر څو ځان کم احساسولو څخه مو وژغوري. غوره ملګری مو درته هغه څه په ګوته کوي چې تاسو سره پرمختګ کې ګټور وي. ستاسو نیمګړتیاوې در په ګوته کوي او هڅه کوي چې پوره یې کړئ.
  6. همېشه حاضر وي ستاسو غوره ملګری تاسو ته ملا تیر حیثیت درکوي. هر وخت چې تاسو وغواړئ چې هغه ستاسو په څنګ کې وي نو هغه تاسو ته ځان رارسوي.
  7. درناوی کوي ستاسو غوره ملګری ستاسو، ستاسو د کورنی، د وخت او د هغه څه درناوی کوي چې تاسو ورسره مینه لرئ. ستاسو د خبرو سپکاوی نه کوي، بلکې همېشه کوښښ کوي تر څو ستاسو د خبرو درناوی کوي.
  8. ستاسو په خوله مسکا راوړنکی ستاسو غوره ملګری همېشه کوښښ کوي چې تاسو په یو خبرې خوشحاله کړي او په خوله مو مسکا راوړي. هغه ستاسو د غم هیرونکی وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .