د فیډل کاسټرو زوی ځانوژنه وکړه

۱۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۲۴ ب.ظ -

د کیوبا د پخواني رهبر فیډل کاسټرو زوی فیډلیتو کاسټرو په ۶۸ کلنۍ کې ځانوژنه وکړه .

هغه له شدید خپګان څخه رنځیده او له څو میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې و .

دی له دې کبله څه موده په روغتون کې هم بستر شوی و .

فیډلیټو د کیویا د دولت علمي سلاکار و او د اټومي پروګرام مشري یې هم کوله .

هغه له پلار سره د ډېر ورته والي له کبله د رسنیو د پام وړ و .

د نوموړي مور په ۱۹۵۵ کې له فیډل کاسټرو څخه جلا شوه او د کیوبا له کمونیستي انقلاب سره هم مهاله اسپانیې ته په مهاجرت مجبوره شوه .

فیډلیټو په وروستي ځل څه موده مخکې د ټکنالوژۍ په اړه خلکو ته وینا کړې وه .

FE

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .