د ماشوم په روزنه کې د کورنۍ ونډه

۴ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۴ ب.ظ -

حميدالله حميدي

کورنۍ د ټولنې هغه کوچنۍ ټولګه ده چې ماشوم په هغه کې لويېږي او د مور او پلار هر ډول کړنې پر هغوی اغېز پرېباسي او پېښې یې کوي. که میندې او پلرونه د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي، نو لرې نه ده چې دغه ماشومان چې د سبا ورځې ځوانان دي، نه یوازې دا چې یوه ښه راتلونکې به ولري، بلکې وبه کولای شي چې د خپل هېواد او ټولنې لپاره هم د خدمت جوګه وګرځي.

د ماشوم په روزنه کې د کورنۍ ونډه

د مور او پلار رول بیا په ځانګړې توګه مور چې خپل اولاد ته تر ټولو نږدې کس حسابېږي، د ماشوم په روزنه کې ډېره مرسته کولای شي. معنا دا چې مور له دې هر څه سره سره د ماشوم لپاره یو ارثي او محیطي رول لري. د مور او ماشوم تر منځ اړیکه نه یوازې دا چې له پیدا کېدو وروسته سره ټینګېږي، بلکې له هغه مخکې سره په اړیکه کې وي؛ ځکه د حمل په دوره کې غذایي رژیم، د تفکر ډول، هیجانونه، وسوسې او د مور رواني حالت پر ماشوم مستقیم اغېز کولای شي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .