د ماليې وزير: د مخابراتي محصول لغوه کول، ملي بوديجه له کسر سره مخ کوي

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۳۲ ب.ظ -

د حکومت چارواکي وايي، د مخابراتي شبکو د لس سلنه محصول لغوه کول چې له لارې يې حکومت تر اوسه پورې نهه ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، ملي بوديجه له کسر سره مخامخ کوي.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو پر ټولو ګټه اخيستونکو لس سلنه محصول وضع شوى، چې دغه کار د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې عملي شوى دى.

خو ولسي جرګې د روان کال د تلې په ١٩مه، د محصول د راټولولو لپاره د يوه روڼ سيستم تر رامنځته کولو پورې د رايو په اکثريت سره د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول ځنډولى دى.

مشرانو جرګې نن د ماليې وزير محمد اکليل حکيمي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوماند وزير شهزادګل اريوبي په دې اړه د معلوماتو وړاندې کولو په موخه، يادې جرګې ته ورغوښتي و.

د ماليې وزير په دې اړه وويل: “که چېرې غواړو حاکميت ولرو، بايد پر خپلو پښو ودريږو او بايد خپل کورني عوايد لوړ کړو او له خپلو عايداتي سرچينو ډېره ګټه پورته کړو.”

هغه وويل، د روان کال د تلې مياشتې پورې له لس سلنه محصول څخه ٨،٨ ميليارده افغانۍ راټولې شوې دي.

د ماليې وزير دغه راز ومنله، هغه سيسټم چې په خپل وخت سره د لس سلنه محصول په اړه حکومت ته معلومات ورکړي؛ تر اوسه نشته، خو مخابراتي شرکتونه هر پنځلس ورځې وروسته حکومت ته د لس سلنه محصول په اړه معلومات ورکوي.

د ماليې وزير د خبرو په دوام کې وويل: “ستونزې له همدې ځايه پيل شوې، ځکه مخابراتي شرکتونه نه غواړي چې حکومت د دوى له کلني عوايدو خبر شي، خنډونه رامنځته کوي او غواړي دغه قانون لغوه شي، دغو شرکتونو په ولسي جرګه کې کار کړى، څو دغه قانون لغوه شي.”

خو حکيمي زياته کړه: “د مخابراتي شبکو له کيفيت څخه د څارنې په موخه، د وخت حقيقي مديريت (Real Time Management )، ژر تر ژره د شمېرو، اعدادو، اسنادو، شرکتونو ته پاڼو او د مخابراتي شرکتونو د کلني عوايدو معلومات ترلاسه کولو په موخه سيسټم رامنځته کېږي.”

هغه وويل، د لس سلنه محصول ترلاسه کولو قانون لغوه کول، د مخابراتي شرکتونو په ګټه دى، ځکه د دغه سيسټم په رامنځته کېدو سره د دوى کلني عوايد معلومېږي.

هغه زياته کړه: “که چېرې دغه سيسټم رامنځته شي، په تېرو دوه کلونو کې چې يادو شرکتونو د ماليه ورکوونکو څومره پيسې خوړلې وي، په ډاګه به شي او حکومت به له مخابراتي شرکتونو د بيت المال پيسې ترلاسه کوي.”

نوموړي ډاډ ورکړ، حکومت په ځانګړي ډول ماليې وزارت د دغه سيستم د پېرلو لپاره د پيسو ورکړې ته چمتو دى او په دغه برخه کې هيڅ ډول ستونزې نه تر سترګو کېږي.

حکيمي وويل، دغه سيسټم له شپږو مياشتو تر يوه کال مودې پورې اړتيا لري.

نوموړي دغه راز زياته کړه، د لس سلنه محصول اخيستو قانون په لغوه کولو سره په ملي بوديجه کې کسر رامنځته کېږي.

نوموړي د عوايدو کچې د لوړولو په موخه د حکومت ژمنې ته په اشارې سره وويل: “که چېرې دغه قانون رد شي، نو له نړيوالې ټولنې سره به د افغانستان کړې ژمنې تر پوښتنې لاندې راشي.”

د د ده په وينا، افغان حکومت په دې اړه کار پيل کړى، څو د مخابراتي شرکتونو ټول ١٨ ميليون ګډونوال په يوه چوکاټ کې راټول کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ کانديد وزير شهزادګل اريوبي وويل، د نوي سيستم پر رامنځته کولو کار پيل شوى، د دولسو شرکتونو له جملې يې د وسايلو د چمتو کولو لپاره څلور شرکتونه ټاکل شوي او تر دريو اونيو پورې به د دغو شرکتونو له ډلې ګټونکى شرکت د تدارکاتو ملي کميسيون له لوري په ډاګه شي.

اريوبي د لا ډېرې روڼتيا او په غوره توګه د لس سلنه ماليې راټولولو په موخه د ياد سيسټم رامنځته کول مهم وبلل او زياته يې کړه، د ياد سيسټم په لګولو سره به تول سيم کارتونه ثبت شي، د شرکتونو کلني عوايد به په ډاګه او حکومت به په ډېرې اسانتيا سره له مخابراتي شرکتونو څارنه وکړي.

د مخابراتو وزارت سرپرست دغه راز وويل، د دغه قانون لغوه کول د مخابراتي شرکتونو په ګټه دى، چې له همدې امله يې د ولسي جرګې پر غړو کار کړى او دغه قانون د لغوه کولو هڅې کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم وويل، دغه جرګه به د ياد قانون په اړه په يوه ناسته کې پرېکړه وکړي او دغه پرېکړه به د خلکو او حکومت په ګټه وي.

که چېرې د مشرانو جرګې له لوري د لس سلنه محصول راټولولو په اړه د ولسي جرګې پرېکړه رد شي، نو موضوع به د دواړو جرګو ګډ کميسيون ته وسپارل شي.

خو که چېرې په دې اړه ګډ کميسيون کومې پرېکړې ته ونه رسيږي، ولسي جرګه د ټولو غړو په دوه ثلثه رايو سره خپله پخوانۍ پرېکړه تاييدولى شي.

1711 14 B 2

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .