د مجروح فکري بهیر اتمه ناسته ترسره شوه!

۴ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۴ ب.ظ -

محمدلایق ” سمون”

نیټه۱۳۹۶/۹/۲۵

ځای: کونړ ماڼوګی

26062864_885011941681760_1183356673_o

د مجروح فکري بهیر اتمه ناسته د پیج درې د مدني بنسټونو په کوربه توب ترسره شوه.

اتمه ناسته چې د کونړ ولایت د ځوانانو د یوالي ټولنې په دفتر کې ترسره چې د سندرۍ او د هڅو او پرمختګ ټولنې غړو پکې برخه اخیستې وه.

ناسته د جمعې په ورځ دوه بجې د قاري نظیرالله په تلاوت پیل شوه، د تلاوت وروسته دریځوال د هڅو او پرمختګ ټولنې غړي قریب الله  ” لمر”د پرانستې وینا لپاره د دغه ټولنې غړي استاد مولاګل ” بهار” ته وخت ورکړه،  بهار په بهیر کې د ګډون له امله د مننې په ترڅ کې دغه ډول ناستې د ځوانانو د فکري رغونې لپاره مهمې وبللې او وړاندیز یې وکړه چې په دغه ډول ناستو کې خپل مشران د فکر او قلم څښتنان باید ځوانانو ته وروپيژندل شي.

هغه په کونړ کې د فساد او قاچاقو پرضد د ځوانانو غږ سپیڅلی یاد کړ او د ظلم او نارواو پروړاندې یې د ځوانانو او مدني بنسټونو یوالی د هر څه نه مهم یاد کړل هغه د خپلې ټولنې له اړخه د کونړ ولایت مدني ټولنو همغږۍ مرکز سره د ملاتړ ډاډ هم تازه کړه.

د بهار له وینا وروسته لایق ” سمون” د اوومې ناستې ګزارش ولوست،  پرګزارش د کره کتنې په ترڅ کې شعیب غروال د سمون لیکلی ګزارش د تیر په پرتله وستایه خو وړاندیز یې وکړه چې د ګزارش لوستنې پر وخت باید پام ګډونوالو ته واړوي او یواځې د کاغذ په لوستلو پام ونه شي، هغه زیاته کړه چې په اوومه ناسته کې یحی عادل د ماشومانو په حقونو خبرې درلودې خو په ګزارش کې یې هیڅ یادونه نه وه شوې،  مولا ګل بهار بیا د سمون د وینا او لیکنې ژبې دواړه وستایلې او ورته یې د بریا دعا وکړه ، ځینې ګډونوالو او له مینځه یې ډاکټر انصار حمید وویل چې دی او ملګري یې په لومړي ځل دغه ډول ناستو کې ګډون کوي ځکه خو نه پوهیدل چې په ګزارش به کره کتنه کیږي ځکه د خبرو لپاره څه نه لرو، دریځوال پر ګزارش د کتنې وروسته قیام خیام ته وخت ورکړ چې د اډوکیسۍ په اړه خپل بحث وړاندې کړي،  خیام په بسم الله راپیل کړه او د فراجکټور د نشتوالي له امله یې خپل بحث د کمپیوټر له سکرینه یو په بل پسې وړاندې کړه.

خیام وویل:  ” ایډوکیسي د دوه ویونو جوړه کلمه ده چې اډ- د یو چا په ګټه او وک – د خبرو کولو په مانا ده “. یعنې د هغه په خبره ایډوکیسي د یو چا په ګټه یا ملاتړ خبرې کول دي،  خیام ایډوکیسي د دولت په اداروکې د ځان او خپلې ټولنې په ګټه د پالیسیو جوړولو په موخه نفوذ کول دي.

نوموړي د ایډوکیسۍ سره د مدني ټولنو په اړیکه هم خبرې وکړې چې د دواړو هدف د ولس د ستونزو رابرسیره کول او ورته د دولت پام اړول دي.

هغه زیاته کړه ، ایډوکیسي په پالیسیو نظر ساتي ، له پامه لویدلې ټولنې ته د دولت پام راګرځوي او ستونزې د حل په موخه رابرسیره کوي،  خیام د مسایلو به کچه،  پر دلچسپۍ ولاړه،  ټولنیزه،  بیروکراتیکه،  ایډیالوژیکه او پر پالسیو ولاړه ایډوکیسي یو په بل پسې د بیلګو په ښودلو سره تشریح کړ.

نوموړي د ستونرې پیداکول،  د هغې هر اړخیز پلټل،  حالات جاجول،  ورته پلان جوړول،  پریکړه کول،  عملي لاس په کار کیدل او د خپل کار ارزول د ایډوکیسۍ لپاره د فکر او عمل دوران وباله او د نورو ګنو موضوعاتو ترڅنګ رسنیزه ایډوکیسي هم بحث کړه خو د وخت د کموالي له امله د ټولې موضوع وړاندې کولو ته وخت پاتې نه شو.

قیام خیام خپلې خبرې په همدې راټولې کړې چې ایډوکیسي د مدني ټولنو او د ټولنې د هر فرد لپاره د مبارزې او ټولنې ته د خدمت یو ښه تکتیک او بحث دی چې باید له پامه ونه غورځیږي .

سیاسي لابي چې ټاکل شوې وه چې شعیب غروال پرې په همدغه ناسته کې  خبرې وکړۍ خو د وخت د نشتون له امله بلې اونۍ ناستې ته پاتې شوه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .