د مجروح فکري بهیر نهمه ناسته وشوه !

۱۰ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۰۰ ب.ظ -

مطیع الله شهاب نیټه : ۸ جدي ۱۳۹۶ جمعه

26001350_888499757999645_8477943559637468499_n

ځای:کونړ ځوانانو مدني ټولنې او کونړ د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز نهمه ناسته دوه نیمې بجې د کونړ د مدني ټولنو د همغږۍ په مرکز کې ترسره شوه د نوموړې ټولنې غړو او نورو ځوانانو پکې ګډون کړی و. ناسته د انجنیر تهذیب الله مهذب په دریځوالۍ پیل شوه او د قرانکریم د تلاوت لپاره قاري صیب سباوون ته بلنه ورکړل شوه. له تلاوت وروسته د تیرې ناستې ګزارش چې موضوع یې اډوکسې وه د لوستلو لپاره محمد لایق سمون دریځ ته وغوښتل شو. له ګزارش لوستلو وروسته محمد شعیب غروال، صداقت غورځنګ او مطیع الله شهاب د ګزارش د ستایلو تر څنګ سمون صیب ته د لا سمون پخاطر سپارښتنې وکړې.او په لږ توپیر پکې اصلاحات راغلی و. د نوې موضوع لپاره دریځوال محمد شعیب غروال ته بلنه ورکړه تر څو د سیاسي لابي ګري(Political lobby) تر عنوان لاندې موضوع تشریح کړي. غروال وویل: اډوکسي او لابي ګري یو بل ته نږدې موضوعګانې دي. د لابي لغوي معنی خبرې اترې، تګ راتګ، او یا انتظار خونه او په اصطلاح کې په داسې عمل لاس پورې کول یا هڅه کول چې هدف یې په دولت کې د نفوس پیدا کول وي. که دا هڅې انفرادي که ګروپي. په اتلسمه پیړۍ کې د امریکا ولسمشر او د امریکا سنا مجلس به لابي د خبرو اترو او سیاسي بحثونو خونو ته ویل. اهمیت یې د هیوادونو سیاستونه ټاکي، د مبارزو تکتیک هم دی، او په ټوله کې د مشخصو اشخاصو د مفاد لپاره ترسره کیږي. سیاسي لابيسټان په درې ډوله دي چې یو یې موقت، بل یې هوښیار او اخیر یې بد دي. لابي ګري سیاسي جادوګري هم ده او هوښیار او ځیرک انسانان ترې ګټه اخیستلای شي. په امریکا کې لابي ګري یو تجارت دی چې رسمي دفاتر پکې يرانیستل شوې تر څو د ځان او نورو په ګټه تبلیغات وکړي، ولس او حکومت یې یو منلی فساد هم ګڼي او ولسونه ترې نفرت لري. غروال زیاته کړه چې دغسې موسسې او سازمانونه په جنوبي افریقا، پاکستان، انګلستان او نورو هیوادونو کې هم شته. نوموړي د سیاسي لابي ګرۍ ګټې داسې وویلې چې د هیوادونو لپاره د جنګ ستراتیژ‎ي جوړوي، جنګ پرمختګ کوي بلا اخیره د سازمانونو تجارتونه لا پیاوړې کیږي. د ګډونوالو په ستایلو د غروال صیب د موضوع اړوند مطیع الله شهاب، نصیر احمد هیله مند او نورو ملګرو هم رڼا واچوله. په پای کې د راتلونکې موضوع(د چاپیریال ککړتیا او د چاپیریال ساتنې ) لپاره انجنیر تهذیب الله مهذب خپل لکچر وړاندې کړي. تر بیا ښه وختونه ……..

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .