د مطالعې ۲۸ ګټې

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۰ ق.ظ -
۱-مطالعه د روزه نیزو چارو او په ژوند کې د شته ستونزو د هواري لامل ګرځي. ۲-مطالعه ستاسو ماغزه فعالوي. ۳-مطالعه مو مقاومت ته هڅوي. ۴-مطالعه مو استدلال، پوهې، سپړنې، درک او نوښت ته وده ورکوي. ۵-مطالعه د هیریدلو او د نورو دماغي ناروغیو مخنیوی کوي. ۶-مطالعه شخصي او ټولنیزو اړیکو ته قوت وربښي. ۷-مطالعه استعدادونو ځلا او د ځان پیژندنې سبب کېږي. ۸-مطالعه د خدای جل جلاله پیژندنې او ستاسې د معنویت د زیاتوالي سبب کېږي. ۹-مطالعه زموږ د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي. ۱۰-مطالعه زموږ د ټولنې فرهنګ لوړه وي. ۱۱-مطالعه د بېلابېلو فکرونو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي. ۱۲-مطالعه د ماغزو ښه ورزش دی. ۱۳-مطالعه ستاسو تحلیل څو برابره ډیره وي. ۱۴-مطاله کولای شي، هغو موخو ته مو ورسوي، چې په ژوند کې یې ورته د رسیدو هیله لرو. ۱۵-مطاله د بېلا بېلو پرمختګونو او دینونو په اړه پیژندګلوي را په برخه کوي. دا هم ولولئ وچکالي؛ د افغانانو لپاره یو بل ننګوونکی ګواښ ۱۶-مطالعه او کتاب لوستل د ژوند کولو هنر را زده کوي ۱۷-مطاله له تاسو نه ښه ژبور ویناوال او خبریال جوړوي. ۱۸-مطالعه ستاسې په ژوند کې د تیروتنو د کموالي سبب کېږي. ۱۹-مطاله مو له فصاحت او بلاغت نه برخمنوي. ۲۰-مطالعه مو پر خپل ځان د ویسا کېدو سبب ګرځي او د روحي فشارونو مخنیوی مو کوي. ۲۱-مطالعه کولای شي، په تاسو کې نوښت وړتیا را منځ ته کړي. ۲۲-مطالعه تاسو ته ښه احساس در په برخه کوي. ۲۳-مطالعه ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي. ۲۴-مطالعه تاسو ته ټینګښت در بښي. ۲۵-مطالعه ستاسو فکري تمرکز ډیره وي. ۲۶-مطالعه ستاسو شخصیت ته وده ورکوي. ۲۸-مطالعه غوره تفریح ده. مأخذ: د مطالعې او زده کړې لارښود. study-640x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .