د معدې تېزابیت له منځه وړونکې اسانې حل لارې

۴ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۰ ق.ظ -
د معدې تېزاب هغه مهال له خپل نورمال حالت څخه زیاتیږي چې د معدې د گیس غدې له اندازې زیات تېزاب تولیدوي چې پایله يې د خېټې د باد، د خولې ناوړه بوی، د خېټې درد او یو شمېر نورو ناروغیو لامل گرځي. په عام ډول د معدې د تېزابیت لاملونه د خوړو ترمنځه اوږده وقفه، اوږدې مودې لپاره خالي خېټه پاتې کېدل یا له اندازې زیات چای، کافي یا تنباکو څښل دي. کله چې د معدې تېزاب له اندازې زیات شي نو د سینی سوی لامل هم گرځي. خو ایا پوهېدئ چې ستاسې د کورونو په پخلنځی کې تل داسې مواد موجود وي چې په اسانۍ سره مو له دغې ستونزې ژغورلی شي. دلته مو له یو شمېر همدغو عامو موادو سره چې د معدې تېزاب کموي اشنا کوو. دارچینی دغه مصاله د معدې تېزاب په خلاف عمل کوي او د معدې د هاضمې غوره کولو او خوړو جذبولو وړتیا زیاتوي. د معدې تېزابیت له منځه وړلو لپاره د دارچینی چای ډېره گټوره ده. لونگ لونگ په طبیعي ډول د خوړو په نل کې د گیس پیدا کېدو مخه نیسي، لاچي او لونگ مېده کول او خوړل سربېره پر دې چې د معدې تېزاب له منځه وړي، د خولې ناوړه بوی څخه مو هم خلاصوي. زیره زیره هم د معدې تېزاب نورمالې اندازې ساتلو کې مرسته کوي. زیره هاضمه غوره کوي او د خېټې درد له منځه وړي. د دغو گټو تجربه کولو لپاره یوه کاچوغه زیره گرمو اوبو کې واچوئ او له هر وخت خواړه خوړلو وروسته يي وخورئ. زنجبیل زنجبیل بې شمېره روغتیايي گټې لري. د نورو روغتیايي گټو ترڅنگ هاضمه غوره کوي او د پړسوب ضد خواص لري. د معدې تېزابیت له منځه وړلو لپاره یوه ټوټه زنجبیل وژوئ یا یو گېلاس گرمو اوبو کې يي واچوئ او ويي څښئ. د ناریل اوبه کله چې د ناریل اوبه وڅښل شي نو د معدې تېزاب په اکلاین بدلېږي او معدې کې د هغو موادو اندازه هم زیاتېږي چې معده د معدې اضافي تېزاب ناوړه اغېز څخه ژغوري. کېله کېله داسې گټور مواد لري چې د تېزابیت د خپرېدو مخه نیسي. کېله د معدې تېزابیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه حل لاره ده – یعنی په ورځني ډول یوه کیله مو د معدې له تېزابیت څخه ژغورلی شي. WhatsApp-Image-2017-11-10-at-5.04.12-PM

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .