د معدې جراثيم، لاملونه، نښې، درملنه او له دغو جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۶ ب.ظ -

ليکنه: ډاکټر عبدالرازق مهربان

ايا تاسې د معدې جراثيمو په اړه څه معلومات لرئ؟ تر دې وړاندې پر اخته شوي ياست، ډېر وخت سړی د ‏معدې په جراثيمو نه پوهيږي، په معده ډېر سخت درد راځي، ‏له معدې کړيږي، خو په لامل يې نه پوهيږي، تر څو يې د متخصص ډاکټر په لارښوونه لابراتوار معاينې نه ‏وي کړي.‏ ‏• د معدې جراثيم څه شی دی؟ ‏• لاملونه يې څه دي؟ ‏• د جراثيمو علامات ‏• د جراثيمو بېلابېل ډولونه ‏ ‏• د جراثيمو تشخیص ‏• د معدې د جراثيمو درملنه ‏• د معدې ناروغ لپاره صحي خواړه ‏• هغه خواړه، چې د معدې ناروغ بايد ور نږدې هم نشي ‏• د معدې له جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې موږ تاسې ټول بايد د معدې جراثيم، اسباب، علامات او د ځان ژغورنې په لارو چارو پوه شو او که په وخت ‏ورته متوجه نه شو، کېدای شي دا جراثيم د کورنيو نورو غړو او بچيانو ته هم سرايت وکړي.‏ د معدې جراثيم څه شی دی؟ دا يو ډول بکټريا ده، چې ايچ پايلوري‎ ‎‏ ‏‎ h pylori‏«‏helicobacter pylori‏»‏‎ ‎ورته ويل کيږي، په معده او ‏لويه کولمه کې پيدا کيږي، چې له امله يې معده کې سوخت پيدا کيږي،همدارنګه معده کې د زخم لامل ‏هم کيږي او که په مناسب وخت يې درملنه و نه شي، په سرطان هم بدليږي او د وخت په تېرېدو د معدې ‏تيزابيت هم ورسره پيدا کيږي.‏ د معدې د جراثيمو لاملونه د معدې د جراثيمو په ناروغۍ د اخته کېدو ځيې اسباب.‏ ‏• د خوراک لوښي، لکه قاشوغې او نور شيان له نورو سره شريکول.‏ ‏• د خوړو پاکوالي ته نه پاملرنه او لوڅ سر يې پرېښودل.‏ ‏• د خیرنو خوراکونو او خیرنو لوښو کې يې خوړل چې بدن ته ورسره بکترياوې داخلې شي.‏ ‏• د معدې په جراثيمو د اخته ناروغانو سره ګډ خوراک.‏ د جراثيمو اغېز ‏ ‏• د معدې جراثيمو د پيدا کېدو له امله معده کې تېزابيت هم پيدا کيږي ‏• د معدې او وړو کولمو د سوخت لامل هم کيږي ‏• جراثيم د داسې زهرجنو موادو لامل کيږي، چې ورسره د خوراک اشتها هم له منځه ځي.‏ ‏• که په وخت يې درملنه ونه شي، دغه جراثيم په سرطان بدليږي«دا ستونزه ډېره لږ وخت پيښيږي، خو ‏احتیاط ډېر مهم دی.»‏ ‏• ځينې وخت د معدې جراثيم د د وينې د کمېدو «انيميا» لامل هم کيږي او بدن نه شي کولی، چې نوي ‏ګټور مواد جذب کړي.‏ ‏• ځينې وخت د زړه د رګونو د بندېدو لامل هم کيدای شي. «دا هم ډېر لږ وخت امکان لري.»‏ د معدې د جراثيمو نښې او قراين د معدې د جراثيمو علامات په لاندې ډول دي، بايد ورته متوجه شو، چې موږ تاسې خو به پرې اخته نه يو.‏ ‏• په معده کې سخت ځوروونکی درد، چې دغه درد څو دقيقې او ان تر ساعتونو هم دوام کولی شي.‏ ‏• په معده کې د تېزابيت زياتېدل، تر داسې اندازې، چې زغمل يې ناشوني وي او دغه تېزابيت خولې ته ‏هم رسيږي.‏ ‏• سينه، زړه او شاوخوا غړو کې داسې دردونه او سوخت، چې له امله يې معده د خوراک اشتها له لاسه ‏ورکوي.‏ ‏• د خوراک اشتها او وزن له منځه تلل په داسې حال کې، چې په ځان به دې دا باور هم نه وي، چې د ‏خوراک کولو توان لرې.‏ ‏• د معدې سوخت، پړسوب، اسهال، کانګې او ورته نورې ستونزې، خو دا په سختو حالاتو کې کيږي.‏ ‏• ځينې وخت ناروغ دومره خراب شي، چې بې هوشي پرې راشي ‏• د ساه لنډيدل او د مخ رنګ خرابېدل «دا هم په سخت حالت کې.»‏ له همدې امله بايد د معدې د جراثيمو درملنه په مناسبه توګه د متخصص ډاکټر په مشوره او لارښونه په ‏خپل وخت وشي او د ستونزې د زياتېدو د مخنيوي لپاره په لومړيو وختونو کې انسان د خپلې درملنې غم ‏وکړي.‏ ‏ د معدې د جراثيمو تشخیص کله، چې د معدې ناروغ ډاکټر ته د درملنې لپاره ورشي، هغه ورته د څو معاينو لارښوونه کوي، چې په لاندې ‏ډول دي.‏ ‏• په وينه کې د انټي باډي معاينه، چې دې سره په بدن کې د جراثيمو د شتون او نه شتون معلومات کيږي.‏ ‏• د ډکو متيازو «‏stool examination‏»‏‎ ‎‏ معاينه، د دې لپاره، چې د هاضمې سسټم کې خو به نورې ناروغۍ ‏نه وي.‏ ‏• د ساه اخيستو معاينه: په دې کې ناروغ ته مايع اوبه غوندې درمل ورکول کيږي، يوريا، نایتروجن او شعاع ‏لرونکي کربون ولري، همدارنګه په يو ډول پلاستيکي آله کې د انسان د ساه اخيستو او لاړې تو کولو قوت ‏هم معلوميږي. که څوک د معدې د جراثيمو په ناروغۍ اخته وي، د ساه اخیستو او لاړې تو کولو پر مهال ‏يې غږ کې بدلون راځي.‏ ‏• د معدې انډسکوپي معاينه «د خولې له لارې د معدې حالت په کامره کتل»، تر څو ډاکټر پوه شي، چې ‏معده کې جراثيم، زخم او نور مضر شيان شته که نه؟ د معدې د جراثيمو درملنه ‏ د معدې لپاره ځانګړي درمل شته، خو ناروغ يې په خپله خوښه د ډاکټر له اجازې پرته نشي کارولی، د درملو ‏خوړلو او د خوراک مقدار او ملي ګرام پيژندلو لپاره د ډاکټر نسخه اړينه ده.‏ ‏• ډاکټر د معدې د جراثيمو درملنې لپاره انټي بياټيک «کليترومايسين، مټرنډازول، اوميپرازول» ورکوي. ‏اوميپرازول د معدې تيزابيت او زخم ختموي، ميټرانډازول، چې دلته د فلايجل او په نورو نومونو پيدا کيږي، ‏چې د معدې وايرس ختموي او کليترومايسين بيا د معدې جراثيم ختموي او زړه ته د تلونکو مکروبو مخه ‏نيسي.‏ ‏• د معدې متخصص ډاکټر ‏proton pup inhibitor‏ ګروپ درمل په ورکولو سره د معدې د زخم او د ‏هاضمې د سختۍ درملنه کوي.‏ د معدې جراثيمو د مخنيوي لپاره صحي خواړه د معدې په جراثيمو اخته ناروغان فکر کوي، چې خوراک کول به د معدې په زيان وي او له همدې امله يو ‏شمېر خلک له خوراک څخه لاس اخلي، خو دا کار د روغتيا لپاره ګټور نه دی.‏ ‏• د معدې په جراثيمو اخته ناروغان د خوراک کولو پر مهال د معدې سوخت زياتيږي، خو دغه وخت کې ښه ‏خبره دا ده، چې سړی نرم او مايع خواړه وخوري او په کور کې جوړ شوی جوس وڅښي.‏ ‏• له دې څو ورځې وروسته ته کولی شې، چې کچالو، شوروا او دېته ورته نور نرم خواړه وخورې.‏ ‏• مشروبات لکه شين چای او نور مايعات ډېرول.‏ هغه خوراکونه د معدې په جراثيمو اخته ناروغان به لاس هم نه وروړي ځينې داسې خواړه هم شته، چې د معدې د ضعف او خرابۍ لامل ګرځي او ښه خبره دا ده، چې ناروغ ترې ‏ځان وساتي.‏ ‏• له هغو خوارکونو ځان وساتئ، چې فايبر ونه لري، لکه هګۍ، مکروني او آش.‏ ‏• هغه قهوه، چای، کافي او ورته نورو شيانو څخه ځان ساتل اړين دي، چې کافين ولري؛ ځکه چې دا ‏شيان د معدې په زيان دي.‏ ‏• له ترخو شيانو، مسالو لرونکو خوراکونو او اچارو ځان ساتل؛ ځکه دا شيان د معدې سوخت نور هم زياتوي.‏ ‏• ډېرې مالګې لرونکي او تروش خوراکونه لکه مالټه او ليمو.‏ د معدې له جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې د انسان طبيعت د پاکوالي دي او څوک، چې په دې اړه ناغېړي کوي، له ګڼو ستونزو او طبي مشکلاتو سره ‏مخ کيږي. په دې اړه ځينې اړينې لارښوونې.‏ ‏• له خوراک وړاندې او له حمام نه وروسته لاسونه په صابون مينځل.‏ ‏• خام او نيم خامه خوراکونو څخه ځان ساتل.‏ ‏• د هغه چا له لاسه هم خوراک مه کوئ، چې د پاکوالي خيال نه ساتي.‏ ‏• دانې لرونکي خوراکونه کول چې فايبرلرونکي وي او په اسانه هضميږي.‏ ‏• اوميګا تري غوړي لرونکي خوراکونه کول، لکه ماهي.‏ ‏• زنجیبل او هوږې لرونکي خوراکونه کول د معدې نظام غښتلی کوي.‏ ‏• له سګريټو او نسوارو ځان ساتل.‏ موږ هڅه کړې، چې خپلو لوستونکو ته د متخصصو ډاکټرانو په لاسونو ليکل شوي مواد پښتو کړو، خو د ‏دې لپاره اړينه خبره دا ده، چې د دې لارښوونو سربېره ګیسټرو انټرالوجسټ متخصص ډاکټر سره مشوره ‏وکړئ او خپلې ستونزې په مناسبه توګه حل کړئ.‏

۲۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed