د ملي امنيت شورا:  ازبکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بيه کمه کړې ده

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۳۲ ق.ظ -

د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند قادر شاه  وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر درې ورځې مخکې ازبکستان ته په يوه رسمي سفر تللى و.

هغه زياته کړه چې د ملي امنیت سلاکار ګاونډي هېواد ازبکستان ته د سفر هدف دا وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي، ددواړو هېوادونو ګډ امنیتي کمېسیون ازبکستان ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وروستي سفر پر مهال رسماً رامنځته شو، ترڅو په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د نشه يي توکو د قاچاق او جرمي اقتصاد د مخنیوي لپاره دواړه هېوادونه په ګډه او همغږۍ مبارزه وکړي.

قادر شاه وويل چې د کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې د فعالیتونو لپاره د تطبیقي پلان په جوړېدو پرېکړه وشوه.

نوموړى وايي، په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو د پراختیا ترڅنګ د څو بُعدي اړیکو، سولې او اوږد مهاله پرمختیايي پروژو تطبیق د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم وباله.

قادر شاه وايي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د ازبکستان د لومړي وزير له لومړي مرستيال او د اور ګاډي د ځانګړې ادارې د عمومي رييس اچيل بای رحمتوف سره د ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د ولسمشر اشرف غني د وروستي سفر پر مهال د لاسلیک شويو هوکړه ليکونو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د نوموړي په وينا، په دې ليدنه کې رحمتوف وویل چې هېواد يې له افغانستان سره دوامداره همکاريو ته  ژمن دى.

هغه زياته کړې، د سيمې امنیت او ثبات د افغانستان له امنيت سره تړلی او د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان پر امنيت او ثبات کې خپل صادقانه رول ادا کړي.

رحمتوف د ازبکستان د ولسمشر خاص پيغام او ليک د ملي امنیت د سلاکار له لارې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته وړاندې کړ.

قادر شاه وايي چې د دې سفر پر مهال د ملي امنيت سلاکار د ازبکستان د بهرنیو چارو وزير عبدالعزیز کميلوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.

کمیلوف د سولې په اړه په تاشکند کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه وویل چې هېواد یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او په دې لاره کې يې خپلې هلې ځلې په کار اچولي.

هغه زياته کړې، د افغانستان د سولې په موخه د جوړېدونکي کنفرانس د اغېزمنتوب لپاره يې د سیمې له هېوادونو سره خبرې اترې او سلا مشورې روانې کړې دي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان او ازبکستان په نوښت جوړېدونکی د سولې کنفرانس د کابل پروسې له هدفونو سره مشترکات لري او د دې پروسې د پرېکړو په تطبیق او موخو لاسته رواړلو کې به ګټور ثابت شي.

کميلوف د تاشکند کنفرانس د افغانستان تر څنګ په سیمه کې د امنیت د ټينګښت او دوه اړخیز پوهاوي، امنیت او ثبات په راوستو کې مهم وباله.

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په تاشکند کې د افغان سولې لپاره د جوړېدونکي کنفرانس پر اهميت خبرې وکړې او د ازبکستان د سیاسي مشرتابه له هڅو څخه یې مننه وکړه.

هغه د ازبکستان د سیاسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه والي ترڅنګ په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د لازمو شرایطو او اسانتیا د رامنځته کولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ملي امنیت سلاکار وويل چې د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د اور ګاډي پټلۍ او د بریښنا د مزي د غځېدو چارې چې لومړني کارونه یې پیل شوي د اساسي کارونو د پیل لپاره یې لازم چمتوالي نیول شوي دي.

نوموړي ازبکستان ته د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وباله.

قادرشاه دغه راز وويل چې د ازبکستان چارواکو سره د خبرو او ليدنو پر مهال هغوى افغانستان ته د ورکړل کېدونکې برېښنا بيه له ٧،٦ سنټه څخه پنځو سنټو ته راټيټه کړې، چې د همدې مياشتې له پيل څخه به عملي کېږي.

افغانستان، ازبکستان، قادر شاه برېښنا

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .