د ملي امنيت شورا په پنځو ولايتونو کې د پراخو عملياتو د پلانولو لارښونه وکړه

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۵۱ ب.ظ -

د ملي امنيت شورا پرېکړه وکړه چې په فراه، فاریاب، کندوز، اروزګان او غزني ولایتونو کې دې د مخالفينو د له منځه وړلو لپاره پراخ عمليات پلان شي.

له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ، نن ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه او د څو ولایتونو امنیتي وضعیت په کې وارزول شو.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې امنیتي او دفاعي مسوولانو په فراه، فاریاب، کندوز، اروزګان او غزني ولایتونو کې د امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه راپور ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل ټول توان د دښمن د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو د دفع کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

سرچينه زياتوي، د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په دغو ولایتونو کې د دښمن د نابودلو په خاطر باید د پراخو عملیاتو پلان ونیول شي او پوځي ځواکونه دې تر پخوا لا زیات پياوړي شي.

د خبرپاڼې په حواله، غونډې په غزني کې د رامنځته شوې شخړې د هواري لپاره د ستر امنیتي معین جنرال مراد علي مراد په مشرۍ د لېږل شوي پلاوي کار مثبت وارزاوه او د هغه قدرداني یې وکړه او پرېکړه وشوه چې یاد پلاوی دې خپل مفصل راپور د ملي امنیت شورا ته وسپاري.

جلسۀ شورای امنیت ملی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .