د ملي امنیت ځواکونو له لورې ۷ د پیسو او وسلو مسؤل داعشیان ونیول شول.

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۰۰ ب.ظ -

چارواکي وایي،په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو هغه ۵ داعشیان چې د روژې په مبارکه میاشت کې په بېلابېلو سیمو کې ۷ امنیتي منسوبین او ملکي وګړي شهیدان کړي وو او همدا راز یې د یادې ډلې د وسلو او پیسو د ویش مسؤلیت درلوده،ژوندي نیولي دي .

FB_IMG_1531395996594

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۲۱مه د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نیول شوي داعشیان رسنیو ته تر ښودلو وروسته وویل،د داعش ډلې د شپږ کسیزې ډلګۍ مشر قاضي ملا مشهور په قاضي او عنایت چې مشهور په عباس دي،د حیدرعلي په نوم د یو بل داعش سره یو ځای په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي . نوموړي زیاته کړه،یادو داعشیانو د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتې پر مهال په بېلابېلو وختونو کې تالاشۍ چوک،شپږمې ناحیې او د بهسودو لسمې ویالې سیمه کې ۶ تنه د پولیسو منسوبین په ډزو سره شهیدان کړي،همدا راز یې د بهسودو په یوولسمه ویاله کې د ملا کوټوال په نوم یو بل ملکي کس چې د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه بهر کېدو هم په شهادت رسولی دی . خوږیاڼي وویل،د حیدرعلي په نوم د داعش ډلې مالي مسؤل چې په جلال اباد ښار کې د داعش ځینې خاصو کسانو ته پیسې ورکولې هم نیول شوی او همدا راز د مولوي نجیب الله په نوم د داعش ډلې د وسلو مسؤل چې د سره رود په شیخ مصري کمپ کې یې پخپل کور کې د داعش د وسلو د ساتنې دنده لرله ،هم په نیول شوو کسانو کې شامل دی . د والي ویاند وایي، د راج محمد په نوم یو بل داعش هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی،چې ټولو نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعترافات هم کړي دي . د یو بل خبر له مخې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ  اړوند ۱۰ لسمې ویالې سیمه کې تېره شپه د یو لړ ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د شوکت په نوم د داعش ډلې مالي  مسول او په جلال اباد ښار کې د لویو تروریستي بریدونو پلان جوړونکی هم وژلی دی .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .