د ملي ټلویزیون فاجعه!- محمد یار یار

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۵۹ ق.ظ -
me زموږ د حکومت تبلیغاتي زور ټول په ملي ټلویزیون کې را ټول دی، تر دې ور ها خوا، بله هیڅ ژبه نه لري خو د ملي ټلویزیون دې پڅې خو لا څه، چې ګونګۍ یا ښه ده ووایم، مزخرفې ژبې، کله هم د خپل دولت د حیثیت و ضرورت لازمه ترجمانې و نه کړای شوه. د افغانستان په باب، د مهمو حیاتي نړیوالو کنفرانسو، بحثو او فرصتو مهال چې وګورئ نو دا دولتي رسنۍ به، د خپل بې منطقه سکېجول مطابق روانه وي او هیڅکله به د خاصو چانسو وهلو ته توجه و نه کړي. تاسو څه فکر کوئ چې د افغانستان لپاره به تر سولې بله حیاتي اړتیا څه وي؟ او د سولې د تحقق لپاره به، تر سعودي کنفرانس بل طلایي فرصت څه وي؟ دلته نو ستاسو عقل، د دغه کنفرانس په باب، د حکومت له دغې ژبې څخه څه اورېدل غواړي؟ د رسنیو لپاره د شپې له اوو څخه تر یوولسو بجو طلایي وخت ګڼل کیږي خو زموږ ملي ټلویزیون له دغه زرین وخته څنګه استفاده کوي؟ نن له ۷- ۸ پورې سندرې و نظرونه ول. له ۸- ۹ پورې بېخونده و کلیشه خبرونه. له ۹-۱۰ د کرکټ په باب بحث! له ۱۰- ۱۱ د برقي تذکرې، هغه هم کمزوری بحث! له ۱۱ څخه تر لسو دقیقو یوه مزخرفه ډرامه او اوس دا دی د «ساز» په نوم د ټلیفوني- فرمایشي سندرو خپرونه پیل شوه! دا نو همېشه داسې ده؛ د دغسې فرصتو مهال مې څو واره پر مغز ور ته درد شوی او د دې درد د اظهار اراده مې کړې خو بیا بیرته تر تېر شوی یم، مګر نن نو و نه شوه. او دا هم شوه زموږ د دولت څلورمه قوه! یا د کلیمې په دقیقه مانا، څلورمه فاجعه!!!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .