د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره پر پوله پوځي تمرینات پیلوي

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۶ ب.ظ -

روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان سره پر پوله پوځي تمرینات پیلوي.     د ژینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه به د افغانستان پولې سره نږدې په تاجکستان کې د روبېژ ۲۰۱۸ تر نامه لاندې پوځي تمرینات پیل کړي. ویل کېږي چې د روسیې، قزاقستان، کرغزستان او تاجکستان چارواکي همغږي شوي، څو پوځي تمرینات پیل کړي. د روسیې پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، د روبېژ ۲۰۱۸ پوځي تمریناتو جزیات د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې تر بحث لاندې دي، په دغو خبرو کې د تاجکستان، کرغزستان، کزاخستان او د روسیې پوځ چارواکي ګډون لري. د منځنۍ اسیا هېوادونو دغه پوځي تمرینات به د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې سره په ۱۵ کیلومټرۍ کې د حرب میدان په غرونو کې ترسره شي. د روبېژ تر نامه لاندې پوځي تمرینات په ۱۹۹۲ م کې پیل شوي و چې روسیه، ارمنیا، بلاروس، کزاخستان، تاجکستان، کرغزستان یې غړیتوب لري او افغانستان او سربیا د څارونکي په توګه په کې شامل دي. تاجکستان له افغانستان سره د ۱۳۰۰ کیلومټره په اوږدوالی پوله لري. منځنۍ اسیا پولي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .