د مينې په نوم / بصيرالحق عادل

۲۵ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۲ ب.ظ -

د مينې په نوم / بصيرالحق عادل

حمزه بابا فرمايي:

چې دنيا د آب او ګل ته انسان راغی

مينه راغله، فتنه راغله، توفان راغی

مينه د انسان په بدن کې اغږل شوې ده او د انسان د يو دروني راز او سپېڅلې جذبې ته مينه ويل کېږي. لکه حمزه بابا چې ويلي دي، کله چې انسان دې دنيا ته راغی، د يو هدف لپاره پيدا شو، انسان په لومړيو کې پاک او سپېڅلی وي. نور هر څه وروسته ورباندې تپل کېږي او يا يې د خپل چاپيريال د تقليد او تاثير په خاطر پر ځان مني او خپل عادت يې ګرځوي.

د حمزه بابا بيت کې لولو چې لومړی مقام د مينې دی او انسان په ماشومتوب کې هر چا سره مينه کوي. حتی د ښه او بد توپير نه شي کولی، سکروټو ته هم په دې خاطر لاس اچوي چې فکر کوي دا به هم يو ښکلی څيز وي. نو مينه د انسان سره له پيدايښت وروسته سملاسي د هغه زړه ښکلوي او ورو – ورو ورسره رالوييږي.

فتنې او توپانونه د انسان د ژوند نور پړاوونه دي چې راځي پرې او وهي يې.

خبره د مينې ده. انسان بايد ټول له مينې جوړ وي او زه خو مينې ته د انسانيت د يو ستر راز او اصل په سترګه ګورم. د انسانيت قاموس د مينې په تورو ليکل شوی دی او همدا مينه ده چې انساني ژوند ته يې زمينه برابره کړې ده.

خو موږ له مينې محروم پاتې شوي يو. حتی مور پلار سره له دې چې د خپلو اولادونو سره زښته زياته مينه کوي، زموږ ټولنه کې د مور او پلار مينه همدا ده چې خپل اولاد له کوچنيوالي وترټي، ويې وهي او کرکه يې فکر ته ور پيچکاري کړي.

موږ په ټولنيزه برخه کې ډېرو ستونزو ځپلو يو او هر چاته يو عالم کارونه ور ترغاړې دي.

ارواښاد قلندر مومند وايي:

ژوندون، لټون، مينه، مرګی او حساب

څومره کارونه مې په سر پراته دي

رښتيا هم، موږ سره له دې چې ورځني کارونه مې بې مينې دي او يا د مينې رنګ نه لري، نورو غمونو پر سر اخيستي يو، چې دغو غمونو، ستونزو او کړاوونو زموږ د مينې کولو روحيه وژلې ده، تر دې پورې چې د اولاد سره د مينې کولو چل هم نه راځي.

پښتانه په ټوله نړۍ کې په مينه کې نوم لري، خو د دوی مينه غرضي نه ده، د خدای ج او د رسول مينه، د مور مينه، د خور، ورور او جانان مينه. هر وخت يې پاللې ده، خو څوک يې نه پرېږدي چې د مينې ژوند وکړي.

د پښتنو د مينې کېف د لوی پښتون شاعر حمزه بابا په دېوان کې سترګکونه وهي.

خو کله کله موږ مينې ته له منفي زاويي ګورو او له بده مرغه اوسني وخت ځينو خلکو مينې ته د غرض جامې ور اغوستي دي.

مينه چې يو پاک، ساده او سپېڅلی زړه او اراده غواړي، دوکه، چل، درواغ او غرض نه مني او هغه خلک پاتې راغلي چې د مينې په نوم د دوکې او چل سوداګري کوي.

لوی صوفي شاعر عبدالرحمن بابا فرمايي:

دا دنيا ده خدای له عشقه پيدا کړې

د جمله وو مخلوقاتو رب دی دا

بل ځای فرمايي:

زه عاشق يم د سرو کار مې دی له عشقه

نن خليل نه داودزی يم، نه مومند

مينه زموږ ادب کې په خورا لويه پيمانه کارول شوې ده او د پښتو ادب د ډېری شاعرانو پنځونې هم د مينې پايله ده.

حمزه بابا چې د پښتو د غزل ناوې يې سينګار کړه، ويل کېږي ميين وو او ده په خپله مينه کې ټول جهان ليده.

دغه راز صوفيان وايي، د حقيقي مينې رسېدو لپاره ضروري ده چې مجازي مينه وشي، د دوی دليل دا دی چې د مجازي مينې څخه انسان حقيقي مينې ته رسيږي.

مينه په پښتني ټولنه کې د رنګونو بېلابېلې جامې اغوندي، دغه وجه ده چې پښتو شعر وشاعرۍ کې يې هم رنګونه پاشلي دي.

يو شاعر وايي:

چې په نکريزو د خپل يار نوم په لاسونو ليکي

د پښتنې مينې اظهار په اخترونو کېږي

شاه نواز باقر وايي:

د محبت د اخيري حد په حيصار کې يمه

تاسره ناست يمه او ستا په انتظار کې يمه

پښتو لنډۍ د مينې د جوړښت لوی چوکاټونه دي او دومره ډېره مينه پکې انځور شوې ده چې د هر چا په زړه منګولې لګوي.

مشهوره لنډۍ ده چې:

مينه په تلو راتلو زياتيږي

کله راځه کله به زه درځم ميينه

که د پښتنې مينې د اظهار خواږه، د جذباتو کېف، د وصال نه هېرېدونکې شېبې او د مينې ژوندي تصويرونه ليدل غواړئ نو د پښتو لنډيو پر دښته د لوست مزل وکړئ.

د فبرورۍ ۱۴مه د مينې د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو نړيوال خبر نه دي چې موږ ټول له مينې جوړ يو او د ژوند په کليزه کې موږ د مينې په نوم کومه ځانګړې ورځ نه لرو، زموږ هره ورځ د مينې په نوم ده.

۱۳۹۷ د سلواغې ۲۵مه

۳۹۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed