نجات جبه: حکومت د قومونو تر څنګ تفرقه اچوي

۱۸ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۳۸ ق.ظ -

د نجات جبهې غړو له حکومت څخه د جنرال دوستم د بیرته راوړلو ترڅنګ ګواښ وکړ، چې دوی به یې پخپله راولي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له تیرو څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي،هغه څومیاشتې مخکې هیواد ته دراتګ هڅه کړې وه، چې مخه یې ونیول شوه.

هغه پخپل یو سیاسي مخالف احمد ایشچي باندې د ظلم او تیري دوسیه لري .

بلخوا دولتي ځواکونو څو ورځې مخکې د دوستم ځانګړی استازی او دجنبش قوماندان نظام الدین قیصاري نیولی، چې له امله یې په بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه پیل شوي دي.

د نجات جبهې غړو هر یو عطا محمد نور ، محمد محقق او ددوستم استازي د وږي په ۱۷مه، په مزار شریف کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر حکومت او ولسمشر غني کلکې نیوکې وکړي.

دوی د دوستم دبیرته راوستلو او دقیصاري د خوشې کولو غوښتنې وکړې.

د اجرايیه ریاست دويم مرستيال محمد محقق وویل، دا ډول حکومت پايله نشي درلودی، هغه وخت امنيت راتلی شي، چې د قومونو تر منځ يووالی موجود وي.

هغه زیاته کړه، ولسمشر دې د افغانستان ټولو قومونو ته احترام وکړي او حقوق دې يې وپېژني.

ده وویل، چې ددوی دډلې وزیران کاري خوندیتوب نه لري او بې ځایه دوسیې ورته جوړیږي.

محقق وایی : ((زموږ اصلي غوښتنه دا ده چې جنرال دوستم بايد راشي. تر اوسه موږ يواځې غوښتنه کوله چې دوستم دې راوستل شي؛ له دې وروسته دا وايو چې جنرال دوستم راولو. د حکومت او دنيا غوږونه دې خلاص شي، چې که دوستم يې رانه وست؛ نو موږ يې راولو. ))

دجنبش ګوند غړي  او ددوستم ددفتر رییس بابر فرهمند وویل، يوه اونۍ کېږي چې د افغانستان په شمال کې لاريونونه روان دي، د خلکو غوښتنه دا ده چې د ولسمشر لخوا د قانون ماتونې مخه ونيول شي.

ده زیاته کړه : (( زموږ جدي غوښتنه دا ده چې دوستم بېرته هيواد ته راستون شي او د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر په حيث بېرته خپل کار پيل کړی. ))

د هغه په وینا، بله غوښتنه یې دا ده چې نظام الدين قيصاري بايد ژر تر ژره خوشې کړای شي. په تېره يوه اونۍ کې حکومت د قيصاري په اړه هېڅ ډول توضيحات نلري؛ ځکه چې ځواب ورسره نشته .

دی وایي : (( تر اوسه زمونږ خلک نه پوهېږي چې د قيصاري روغتيايي وضعيت څه ډول دی قيصاري د جلسې په بهانه راغوښتل شوی او بيا د ولسمشر په امر نيول شوی، چې دا کار غير قانونی دی په تېرو ورځو کې د ريیس جمهور په امر هغه درې کسان نيول شوي، چې د طالبانو ضد وو .))

فرهمند ادعا وکړه، چې ولسمشر نړيوالو دوستانو ته ددوی په اړه غلط مالومات ورکوي او هغوی يې په اغفال کې اچولي.

ده زیاته کړه : ((  که حکومت موږ ته په ټوپک ځواب راکړي؛ نو متقابل ځواب به ورکړو موږ ريس جمهور ته په دې خاطر رايه نه ده ورکړې چې قومي مسايلو ته لمن ووهي او ديکتاتوري وچلوي. ملت که دوی ارګ ته رسولي دي؛ نو همداسې يې له ارګه ويستلی هم شي. ))

د بلخ پخوانی والي او د یادې جبهې غړي عطامحمد نور وویل، چې  حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ غله تقديروي او رښتيني خلک سرکوب او مجازات کوي.

هغه ادعا وکړه، چې په ډېرو ولايتونو کې د ټاکنو لپاره تقلب روان دی که د درغليو مخه ونه نيول شي؛ نو لويه رسوايي به رامنځته شي بيا به بحران رامنځته شي.

ده زیاته کړه : (( که ټاکنې شفافې نه وې؛ نو موږ به د بحران د مخنيوي لپاره د موقت حکومت د جوړلو لپاره لاس په کار شو. ))

نجات ملي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .