د نظامي چارو کارپوه او د ولسي جرګې کانديد جنرال زلمى وردک ووژل شو

۱۹ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۳ ق.ظ -

د نظامي چارو کارپوه جنرال زلمى وردک تېره شپه په کابل ښار کې د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزی وايي، دا پېښه تېره شپه د کابل ښار دويمې حوزې اړونده د کارته پروان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نامعلومو وسله والو جنرال زلمى وردک د هغه په کور کې وژل شوى او پخپله تښتيدلي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

جنرال زلمی وردګ د جنرال عبدالعلي خان وردګ زوی په کال ۱۳۳۲ لمريز کې زېږېدلى او لومړۍ زده کړې يې د کابل په نادريه کې ليسه کې کړې وې.

هغه په ١٣٥٨ لمريز کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شو، او په بېلا بېلو پوځي برخو کې يې دندې ترسره کړې وې.

نوموړي د شوروي اتحاد پر ضد دافغانانو په جهاد کې هم برخه اخيستې او بيا وروسته امريکا ته د نورو زده کړو لپاره ولاړ، بېرته راتګ وروسته په چکسلواکيا کې د افغانستان ديپلومات مقرر شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په راتګ سره په کال ۱۳۸۲ کې د کورنيو چارو په وزارت کی لومړی د ژاندارم پوليسوعمومي قوماندانی د سلاکار او بيا د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د مرستيال ، او بيا دډاياګ پروګرام د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه د روان لمريز کال کې متقاعد شو او دراتلونکو پارلماني ټاکنو کې يې له کابل څخه ځان ولسي جرګې ته کانديد کړى و.

زلمی وردګ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .