د نعنا له دغو ګټو خبر یاست؟

۴ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۶ ق.ظ -
الله (جل جلاله) د خپلو بندګانو لپاره په ځینو داسې خوړو کې چې ډیره په اسانه او ارزانه بیه موندل کیږي بې شمیره روغتیايي ګټې ځای پر ځای کړی وي. یو له هغو بوټو څخه چې د روغتیا لپاره ډیرې زیاتې ګټې لري نعنا (ویلنه) دی. نعنا یو له هغو بوټو څخه دی چې د کال په هر فصل کې په مناسبه بیه د سبزیجاتو په دوکانونو کې موندل کیږي. زیات شمیر خلک دغه بوټی له خوړو سره د تازه سبزیجاتو په ډول استعمالوي. دلته مو د دغې بوټی له یو شمیر ډیرو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو. – د خولې بد بوي له منځه وړي – د انسان وینه تصفیه او صفا کوي – د ساه بندۍ د ناروغۍ په درملنه کې ډیره زیاته مرسته کوي – له بدن څخه زهري مواد خارجوي – د هاضمې د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي – د بدن پوټکي ته ځانګړی ښکلا ورکوي – د زړه بدوالی لپاره غوره درمل ګڼل کیږي – د سرطان څخه مخنیوی کوي – د بدن د مختلفو برخو خارښت له منځه وړي – د سر درد په ارامولو کې مرسته کوي – بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي – د خیټې یو شمیر ناروغیو لپاره ډیره زیاته ګټه لري. نوټ: هغه کسان چې د معدې په ناروغۍ اخته وي د نعنا له استعمال څخه وړاندې باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي peppermint-620x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .