د نوکیا ټول ځيرک موبایلونه بیا یوازې څو دقېقو کې وپلورل شول

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۴ ق.ظ -

۶

تېره اوونۍ نوکیا کمپنۍ خپل نوی منځنۍ وړتیا لرونکی ځیرک موبایل نوکیا۷ پرلیکه خرڅلاو لپاره وړاندې کړ، چې ټول ځیرک موبایلونه يي یوازې څو دقیقو کې وپلورل شول.

د نوکیا کمپنۍ د دغه منځنۍ وړتیا لرونکی ځیرک موبایل بیه یوازې ۳۷۷ امریکايي ډالره ټاکل شوې او څو ورځې وړاندې پرلیکې خرڅلاو لپاره وړاندې شو.

د نوکیا ټولو ځیرکو موبایلونو دغه چټک خرڅلاو ثابتوي چې نوکیا اوس هم د چین په بازارونو کې ځانگړي مینه‌وال لري خو نوکیا کمپنۍ د پلورلو شوو ځیرکو موبایلونو کره شمېر نه دی په ډاگه کړی.

نوکیا کمپنۍ تر اوسه نه ده په ډاگه کړې چې نور ځیرک موبایلونه به کله بېرته بازار ته وړاندې کړي.

نوکیا یوازینۍ کمپنۍ ده چې ټول ځیرک موبایلونه يي یوازې څو دقېقو کې پلورل کېږي چې حتی سامسنگ او ایفون هم نه دي توانېدلي چې خپل ځیرک موبایلونه په دومره چټکۍ سره وپلوري.

نوکیا کمپنۍ له کاروونکو سره ژمنه کړې چې کاروونکو ته به د نوکیا۷ استول د اکتوبر له ۳۱مې څخه پیل کړي.

تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه ځیرک موبایل به نورو هېوادونو کې کله وړاندې شي خو دا څرگنده ده چې نوکیا۷ به له چین وروسته هندي بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

نوکیا۶ پام وړ ځانگړنو کې ۵٫۵ انچه فول اېچ ډي مخ‌پاڼه چې گوریلا ډوله ښېښې څخه جوړ شوی، سنپ ډراگن ۴۳۰ ډوله پروسېسر، ۴ گېگابایټ رېم، ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا، ۱۶ مېگاپکسله اصلي او ۸ مېگاپکسله مخکینۍ کامره شامله ده.

خو نوکیا۷ بیا ۵٫۲ انچه مخ‌پاڼه، سنپ ډراگن ۶۳۰ ډوله پیاوړی پروسېسر، ۴ گېگابایټ رېم او ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري.

سربېره پر دې ۶۴ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي يي د میموري کارډ په مرسته اضافه کولای هم شي. د دغه ځیرک موبایل بله بڼه به ۶ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي.

شاتنۍ کامره يي ۱۶ او مخکینۍ کامره يي ۵ مېگاپکلسه وړتیا لري.

که څه هم دغه ځیرک موبایل د نوکیا کمپنۍ پیاوړی ځیرک موبایل نوکیا۸ ته ورته ځانگړنې لري خو بیه يي له دغه ځیرک موبایل څخه ۵۰ سلنه ټیټه ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .