د نيالګيو په روزنه کي د خلکو ونډه څومره مهمه ده؟

۱۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۷ ق.ظ -

انجنیر غلام محمد روشند کندهار د چاپېریال ساتني ادارې مخکنی رئیس

roshan

نیالګي د چاپېریال ساتلو په برخه کي خورا مهم رول لري، الله ج فرمایلي دي: چي تاسو خپل چاپېریال پاک وساتئ او موږ مکلف یو چي د خپل چاپېریال سانته وکړو. دا چي هر کال د دولت له لوري په زرګونو نیالګي په نمایشي ډول کښېنول کېږي، چي د لږ مودې په تېرېدلو سره د منځه ولاړ سي، دلته دوې خبري دي: یوه دا چي دولت باید د نمایشي کار څخه عملي کار غوره وګڼي، ځکه زموږ خلک عملي کار ته ضرورت لري، نه نمایشي. دوهمه خبره دا ده، چي په خلکو کي هم د هیواد پالني کلتور د نورو هیوادونو په توپیر کم دی، زموږ خلک هم باید پوه سي چي هیواد پالنه څه ته وايي او څنګه کېږي، د دوی لپاره باید روزنیز پروګرامونه په مختلفو برخو کي جوړ سی، تر څو وکولای سو چي یو پاک او ښایسته چاپېریال ولرو.

محب الله تکل – ټولنیز فعال

takal

 په هر دنیوي کار کي د خلکو رول مهم او اړین دی، د هيواد په ابادۍ کی د هيوادوالو رول تر بل هر چا ضروري دی. که چېري ولس وغواړي، چي د خپل ټاټوبي په ابادۍ کي ونډه واخلي، نو بې له شکه چي ناممکن کار ممکن کېدلای سي او د نیالګیو کښېنول د هیواد په ښېرازي کي مهم رول لري. بدبختانه چي زموږ دولت او خلک هر کال نوي نیالکي کښېنوي، خو بیا يې روزلو ته خاصه پاملرنه نه کوي او وروسته له څه مودې نیالګي بیرته وچېږي او په همدې ډول دا کار هر کال تکرارېږي. دلته رښتیا هم د نیالګیو په روزلو کي د خلکو ونډه مهمه تر سترګو کېږي، ځکه که د ښار هر اوسېدونکی په اوسط ډول د خپل کور، دفتر او یا دوکان مخي ته له یوه تر درېیو پوري نیالګي کښېنوي او په منظم ډول یې ساتنه او روزنه وکړي، نو ډاډمن یم چي ښار او سیمه به په لنډ وخت کي شنه او آباده سي او که فکر وکړو، د دومره کم شمېر نیالګیو ساتنه بېخي اسانه او ساده کار دی، فقط د خلکو صداقت او له آبادۍ سره مینه کولای سي موږ د یو ښکلي او په شنو ونو پوښلي ښار څښتنان کړي او باید ووایم په هغه اندازه چي دولت او مسؤلین د نیالګیو په کښېنولو کي مسؤل دي، همدغه شان یې ښاریان په روزلو او حفاظت کولو کي مسؤلیت لري، ځکه د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو مسؤلین د ښار له هر نیالګي څخه سمه ساتنه نه سي کولای. حال دا چي د کورونو، دفترونو او دوکانونو مسؤلین بیا په اساني سره کولای سي، چي د خپلو استوګن ځایونو مخ ته کښېنول سوي نیالګي وروزي، پر وخت اوبه ورکړي، له څارویو او نورو زیان اړونکو څخه یې وساتي. دا نه یوازي د خلکو لپاره یو اسانه او ساده کار دی، بلکي د ښار په ښکلا او د هوا په صافوالي کي د خپلو خلکو لپاره یو نه هېرېدونکی خدمت هم دی. هیله مو دا ده، چي د یو احساس له مخي د ښار هر اوسېدونکی د خپل استوګن ځای مخي ته یو یا څو نیالګي کښېنوي او ساتنه یې وکړي او یا د ښاروالۍ له لورۍي د کښېنول سويو نیالګیو روزنه وکړي، تر څو له یوې خوا یې صدقه جاریه ترسره کړې او له بلي خوا یې د خپل هیواد په ښېرازي او د خپل ښار په ښکلا کي خپل شته مسؤلیت ادا کړی وي. د یو سوکاله، پرمختللي او ښایسته افغانستان په هیله!

عبدالباري عزیز – د چاپېریال ساتني رئیس زابل

azizi

دا چي د زابل ولایت د اقلیمي بدلونونو او وچکالیو له کبله یو د هیواد د اسیپ پذیر ترینو ولایاتو له جملې څخه یو ولایت دی، چي په یاد ولایت کي اورښتونه ډېر کم کېږي. دا چي له کبله یې د زېرزمیني اوبو سطحه ټیټه سوې او ورځ تر بلي ټیټېږي او په پایله کي یې طبيعي شنې وني او شنې سا حې او همدا راز د خلکو باغونه او کروندې یا خو ډېره برخه یې له منځه تللي دي او یا د له منځه تلو په حال کي دي، چي ورسره مل د بېـکارۍ او بـې روزګارۍ کچه هم ورځ تر بلي زیاتېـږي او همدا راز له بلي خوا د یادي سیمي پر ښکلا او پاکـــوالي هم ناوړه آغېزي کړي دي، چي دا معضـــــله د انسانانو، حــیواناتو او حـتی د ټــــولو ژونــدیو موجـــــوداتو پر ژوند یې منــــفي اثرات درلــودلي دي، د یـــادي معـضــــلې څــخه تر یو حــــده د خــلاصـــون لپــاره په دې ولایت کي، په مـــرکز او ولسوالــیو کي، به بېلابېلو ځایـــونو کي باید کوچــــني او غټ چــــک ډیمـــونه جـــوړ سي، تر څو د اوبو سطحه بیرته راپورته سي او هغــه ویالې او کــارېزونه کوم چي وچ سوي دي بیرته اوبه پیدا کړي، چي ورسره به خلک خپل باغونه اوشاړي ځمــکي آبادي کــــړي او په دې کـــار سره به له یوې خوا خلک له مــهاجرتونو، مسافریو او بېــځایه کېدو څخه وژغورل سي او په خپل کور او کلي کي به ورته د کار زمـینه برابره سي او له بلي خوا به د پاکي هوا، ښکـلي چاپــېریال خـاوندان واوسو. د پورتنیو ستونزو د حل په خاطر، په یاد ولایت کي د نيالګیو لګوني ته ډېر اشد ضرورت دی، چي دولت او ملت باید په ګـــده لاس په کار سي او د خــپلي اســلامي وجـیبې له مخي د نيال لګوني کمــپاین په مــرکز او ولسوالیو کي د بـېلابېلو اسبابو لـکه د مـنبر، راډیوګــانو، چاپي رسنیو، انــټرنیټي صــفحو او په دېوالونــو بانــدي د شــعارونو لیکلو او هم د کــاپي سوو کاغذونو او د مـــبایل د مســـیجونو له لاري باید کمــــپاین وچــــلوو او د خــــپلي سيمي اوسـېدونکي دې ته وهڅوو، تر څو په خپل ښار، کور، کوڅــه او خــپله ځمــــکه کي نيــــالګي کښېنوي او د ټولنـي هر فرد (حقیقي او حکـــمي) اشــــخاص بایـــد د لګـــول سوو نيالګیو څخه په جدي ډول ساتــنه او روزنه وکـړي، تر څو خپل راتلونکي نسل ته یو زرغون چاپېريال ډالۍ کړي.

سيد رفېع الله قلم – د هلمند د کرني رياست چارسمبالی

qalam

یو نیالګی د ځان او یو د هيواد لپاره کښېنوئ، د همدې سرلیک لاندي په هلمند کي هر کال له یو لک څخه تر یو لک وپنځوس زرو پوري مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کښېنول کېږي او په دې اړه په مختلو بڼو د عامه اذهانو د روښانه کولو په موخه لازم پیغامونه او سپارښتني کېږي، تر څو یاد نیالګي له کرلو وروسته وساتل سي، د هغوی روزنه او پالنه وسي او د سيمي هر اوسېدونکی په دې اړه خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي. بدبختانه باید ووایو کله چي په کومه سیمه کي شین بوټی او ونه ایښودل کېږي عام وګړي فکر کوي چي دولت مکلفیت لري، تر څو هري وني ته اوبه هم ورسوي، که یوه شنه ونه تږې وي څوک اوبه نه ورکوي، که ناغه کوي، پر ځای یې بله ونه نه ایښودل کېږي او که یې کوم ماشوم او یا حیوان له منځه وړي، مخه یې نه نیول کېږي. په همدې اساس، په یوه سیمه او منطقه کي د یو کال نیالګي بل کال ته له منځه ځي او دا لړۍ کلونه-کلونه ادامه لري، تر څو په هر فصل کي هلته نوي نیالګي کښېنول او د ساتني، پالني او روزني مکلفیت یې یوازي ښاروالۍ او یا د کرني ادارې پوري تړل کېږي. لکه څنګه چي شین بوټی او زرغون چاپېریال د طبعیت د ښکلا او سرسبزۍ لپاره په طبي، صحي او اقتصادي لحاظ یو مهم اصل دی، بدبختانه باید ووایو چي دلته د نورو برخو تر څنګ شنې سيمي له سترو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي. هلمند چي د طبيعي منابعو له پلوه غني ولایت دی، وروستیو ناخوالو، جګړو او نامساعده شرایطو دې ته زمینه برابره کړې ده چي طبيعي ځنګلونه مو په زراعتي ځمکو واوړي، ملکیتونه یې غصب سي او هلته د دې سرچینو اثار او علایم په مطلق ډول له منځه ولاړ سي، چي تر ډېره بریده په دې برخه کي د سیمي اوسېدونکي او مخور ښکېل دي او تر شاه یې د چور او غصب ستره مافیاء ولاړه وي. د اسلام مقدس دین شنې وني او بوټي ته زیات ارزښت ورکړی دی او شین بوټی د یوه ژوندي موجود په توګه پېژندل سوی دی، له منځه وړل یې ګناه او پالنه یې ثواب لري. زموږ خوږ پیغمبر رسول الله ص فرمايي: ((هر مسلمان چي نیالګی کښېږدي یا فصل وکري، نو د هغه څخه که انسان یا څاروي خوراک وکړي، دا خامخا د ده لپاره صدقه ده.)) همدارنګه دیني علماء وایي: کروندګر یا نیالګي کښېنوونکي که د خپلي کروندې او ونو مېوې او حاصلات خرڅ هم کړي بیا هم د هغه د صدقې هومره ثواب لري. په همدې اساس، د شنو ونو په کرنه، ساتنه او پالنه کي چي کوم مسؤلیتونه انسانانو ته راجع دي، په دې برخه کي نا غېړي کېږي او د یوه احساس له مخي ورته پاملرنه نه کېږي. هغه سیمه او منطقه چي شنې وني، ځنګلونه او باغونه لري، په جسمي لحاظ یې د انسانانو رشد او نمو سالمه وي، برعکس کومه سیمه چي شنې وني نه لري، د یوې بېدیا او دشتي شکل لري، انسانان یې د روحي او رواني پلوه کمزوري او ذهین نه وي. په همدې خاطر، د دې خاوري هر اوسېدونکی مکلفیت لري چي دغي اسلامي، انساني او بشري برخي ته پاملرنه وکړي او د دې هيواد د ابادولو، سمسورولو او زرغونولو پروسه کي مرسته او همکاري وکړي.

حاجي محمدجمال مدني فعال

jamal

د سلام په وړاندي کولو سره خوښ يم چي د ټاټوبي له لاري د خلکو سره خپل نظر شریک کوم، دا منو چي هر کال په لکونو مېوه داره او بې مېوې نیالګي دولت او عام خلک په عامو او خاصو ځایونو کي کښېنوي، صرف کښېنول یې کار بولو، بلکي ساتني او روزني ته يې بیا هیڅ توجه او پاملرنه نه کېږي. نه یې دولت او نه يې عام خلک بیا غم خوري. د نیالګیو ایښودل يوازي ښاري سمسورتیا نه ده، بلکي د امراضو پر له منځه وړلو سربېره صدقه جاریه هم ده. موږ پر ولس او دولت ږغ کوو، چي د نیالګیو پر ایښولو سربېره د هغوی ساتنه هم په صحیح ډول وکړي، چي هم کور او کرونده ښکلې او زرغونه وي او هم مو د طبيعي ښکلا څخه خوند اخیستی وي. که وګورو، د عینو مېني ښکلا او د تفرېح ځایونه د همدغه نیالګیو له سمسورتیا څخه برخمنه دي او زموږ ښاریان د تفرېح لپاره ورځي. زموږ عام خلک او دولت دواړه ترحده بې غوره پاتي سوي دي، که چېري مو لږ تعقیب کړی وای، کوم نیالګي چي ایښودل کېږی زموږ ښار او وطن به ګل ګلزار وای. هر کال زموږ ښاریان په دوبي کي دا کوښښ کوي چي شنې او زرغونې علاقې ته ولاړ سي او خپل تفرېحي وخت تېر کړي، ولي د نیالګي روزنه او ساتنه دومره نه ده سخته، څومره چي موږ ورته ضرورت لرو. په کار ده چي په دې برخه کي دولت او عام خلک د زرغون ښار په لرولو کي جدي اوسي، نیالګي کښېنوي، د هغوی ساتنه او تعقیب وکړي، چي د یوې خوا به مو وطن ښکلی او سمسور اوسي او د بلي خوا به مو امراض کم او صدقه جاریه، جاري ساتلې وي.

زين الله ستانکزی – آزاد خبريال

stanikzai

نيالګي د پاک او ښکلي چاپېريال لپاره اولنی شرط دی، چي بايد په هر کور، کلي او ښار کي کښېنول سي او وروسته ورته سمه پاملرنه وسي. په ځينو هيوادونو کي چي هوا او اقليم يې رتبت يا لندبل ولري، هلته په طبيعي ډول سره وني او بوټي شنه کېږي، خو بيا يې هم خلک کوښښ کوي، چي د غرس شويو نيالګيو ساتنه او پالنه وکړي، له دې کار سره له يوې خوا پاک چاپېریال ته زمينه برابرېږي، بل خوا د ناروغيو مخه نيول کېږي، سيمه ورسره ښکلا پيدا کوي. نو زموږ په محيط کي ښکاره ده، چي داسي هوا او اقليم نسته، چي په طبيعي ډول سره وني وده او نمو وکړي، نو لازمه ده چي پر غرس کولو سربېره يې ساتنه او پالنه هم وسي، پر وخت اوبه ورته ورسېږي، له ماشومانو وساتل سي، حيوانات يې سرونه پرې نه کړي، چي دا مسؤليت يوازي د ښاروالۍ، چاپېریال ساتني او کرني د رياستونو نه دی، بلکي هر فرد بايد ځان مسؤل وګڼي او د يوه ښکلي چاپېريال د جوړېدو فکر او توان په ځان کي پيدا کړي. موږ په ټولنه کي مشکل دا دی، چي د حويلۍ له دنني برخي پرته بهر کوڅه، ښار، پارک، وني او عامه ځايونه خپل نه بولو، چي دا يو بد کلتور او فکر دی، که د ونو او ښکلو بوټو په روزنه ځانونه عادت کړو او خپل يې وبولو او دا کار له خپله کوره پيل کړو، ورو_ورو ټول ښار او چاپېریال کي کښېنول سوي نيالګي سم وروزو، اړتیا نسته چي هر کال نوي-نوي نيالګي کښېنوو. په وروستيو کي بايد بيا يادونه وکړم، چي د ونو ساتنه او روزنه بايد خپل کلتور وګرځوو، چي دا اسلامي او شرعي آمر هم دی، چي د ونو د وهلو پر ځای وني وپالو. نو د ټولو ښاريانو مسؤليت دی چي لاسونه سره وکړو او په همدې روان پسرلي کي غرس سوي، نيالګي، ګلان او مېوه لرونکي نيالګي وساتو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .