د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکي فلمي ستوري

۱۴ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۴۷ ق.ظ -
د هالیووډ فلمي ستوری جورج کلوني د لیست په سر کې دی او د بالیووډ اکشې کومار په اووم کتار کې راغلی دی. فوربس مجلې، چې عموماً دا ډول فهرستونه خپروي، جورج کلوني او مېرمن یې امل کلوني د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکي لوبغاړي پيژندلي دي. دوی د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې ۲۳۹ ملیون ډالره ګټلي دي. بل فلمي لوبغاړی او د کچ لوبې اتل دوین جانسن ” The Rock” د کال ۱۲۴ملیونه ډالره ګټلي دي. سکارلت جانسن امریکایۍ فلمي ستورې د ښځینه لوبغاړو په منځ کې تر ټولو ډېرې پیسې ګټلي دي. عاید یې د فوربس مجلې د لیسټ په اساس څه باندې څلوېښت ملیون ډالرو ته رسیږي. د هند اکشې کومار هم څلوېښت نیم ملیون ډالره ګټلي او په دغه لیسټ کې یې اووم مقام اخیستی خو د بالیوود خان، شاهرخ خان اته دېرش نیم میلیون ډالر ترلاسه کړي چې اتم ځای یې خپل کړی دی. فوربس مجله وايي په تېر یو کال کې د فلم هلکانو ټولټال ۷۸۴ ملیون ډالره ګټه کړې ده. Cinima-and-money-e1538802171897

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .