د نړۍ په کچه د ګوزن ډېرې پېښې افغانستان کې ثبت شوي

۲۶ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۱ ق.ظ -

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د ۲۰۱۸ کال له پیل راهېسې په افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبتې شوي دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه یې په ارزګان کې ثبت شوه چې له کبله یې یو ۱۱ کلن ماشوم د تل لپاره فلج شو. د عامې روغتیا وزارت وايي سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

images

 له افغانستان وروسته، پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ په کې شته. په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبت شوې وې خو چارواکي‌ وايي چې سږکال په کې یوازې څلور پېښې موندل شوي ‌دي.

نایجریا چې په ۲۰۱۶ کې په کې د پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دي.

افغان چارواکي وایي‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .