د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پرمختیایي شوراګانو رسماٌ خپلې چارې پیل کړې

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۲ ب.ظ -

د ښاروالیو د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د جلال اباد ښار په دریېمه ناحیه کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت  د ۲۰۶۵ متره کوڅو او سړکونه ، ۱۸۵۰ متره خامې ویالې ، ۷۲۲ متره استنادي دیوالونه او داسې نور رغنیز چارو د ترسره کولو په موخه په یاده رسیمه کې په رسمي ډول درې پرمختیایي شوراګانو چارې پیل کړې .

FB_IMG_1531323595598 د یادو شوراګانو له لورې به د څلور نیم میلیونه په ولسي ونډې سره د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي شي،چې په مستقیم ډول به ترې ۳۰۷۲ تنه او په غیری مستقیم ډول به ترې ۵۹۷۰ تنه ګټه پورته کړي . په همدې حال کې جلال آباد ښاروالۍ د جامدو کثافاتو پلان ترتیب او نن د یوې پراخې غونډې له لاري د نظر غوښتنې او په یاد پلان کې  راټولو شوو نظرونو شاملولو په موخه د ملکي ادارو استازو سربېره د ښار بیلابیلو اقشارو چې په کې ګذر وکیلان ، ځوانان ، نظرخاوندان ، د ښاروالۍ د ناحیو امرینو او تنظیف برخې کارکونکو شامل و وړاندې شو .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .