د هالیووډ پخوانۍ مشهور سېنمایي ستوری جان مائیکل ومړ

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۵۹ ب.ظ -

د هالیووډ سېنما امریکایي پخوانی مشهور ستوری او ټلویزیونی فلم سریز ایئر وولف هیرو جان مائیکل مړ سو، نوموړی یو له مشهورو سېنمایي ستورو و او په فلم کي د هلیکوپتر په پیلوټ ډیر مشهور و، چي وروسته یې بیا حتی نوم هم د مینوالو په خولو پاتې سو.

ایکس پریس نیوز وایی، چي نوموړی تېره شپه مړ سوی، د معلوماتو له مخي جان مائیکل د وخت تر ټولو قیمتی فلمي لوبغاړی و، نوموړی  ۲۰۱۲ کال کي مائیکل په یوه ناروغۍ اخته سو او د ناروغۍ له آمله یې پښه هم پری سوي وه ، او همدارنګه وروسته د ناروغي له آمله له سېنمایي ډکر لیري پاته سو او همداسي بیا د مینوالو هم له یاده ووت، راپور کي ویل سوي، نوموړی له ۱۹۸۴کال څخه تر ۱۹۸۶ کال پوری په مشهور او د ډېرو مینوالو لرونکی ټلویزیونی سریز کي کار وکړ.

نوموړی ۷۴ کاله په دي نړۍ کي ژوند وکړ او له څه مودي د جنوبی کرولینا په یوه روغتون کي تر تداوۍ لاندې و،

جان مائیکل د مشهور ټلویزیونی سریز مهم غړی وه او په دغه سریز کې یې په یوه برخه کي په دوه لکه ډالرو کار کړی و، چي په هغه وخت کي تر ټولو لوړ قیمت حسابېدلی سي.

۱۰۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of