د هرات ولایت پولیسو هغه کس نیولی چې غوښتل يې خپل زوی ووژني

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۳۳ ب.ظ -
  د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو څانګې څخه شمشاد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي یاد کس د شپږمې امنیتي حوزې پولیسو له لوری تر یوې لنډې نښتې وروسته نیول شوی دی . د هرات پولیس وايي دغه کس مخکې بادغیس ولایت کې خپله مېرمن او یو زوی وژلی وو او غوښتل يې چې هرات کې خپل دویم زوی هم ووژني چې د پولیسو له لوری ونیول شو.
پولیس وايي له یاد کس سره یې یو میل میکاروف تفنګچه هم نیولې. د یو بل خبر له مخې هرات کې پولیسو دوه تنه د غلا په تور نیولي. پولیس وايي یاد کسان تېره شپه د څلورمې امنیتي حوزې له لورې د یو موټرسایکل ترغلا کولو وروسته نیول شوي . هرات

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .