د هلمند د اوبو د تنظيم ادارې نوي رئيس دنده پېل کړه 

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۱۹ ب.ظ -

د هلمند ولايت د اوبو د تنظيم فرعې حوزې لپاره نوي رئيس انجينر محمد انور ذهين نن د هلمند والي له لوري په رسمي توګه معرفي شو.

پدې اړه جوړه شوې ناسته کې د ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس احمد مسعود سېلاب د نوموړي د ګومارنې په هکله د اوبو او برېښنا وزارت وړانديز او د جمهوري رياست حکم ولوست، چې پکې راغلي وو، ((انجينر محمد انور د سي بي آر پروسې له لارې د ازاد رقابت له مخې دې څوکۍ ته غوره شوی دی((

د سنديزې عمومي حوزې رئيس انجينر نجيب الله جوينې په خپلو خبرو کې د مخکني رئيس خان آقا له ماموريت څخه د مننې ترڅنګ نوی رئيس انجينر محمد انور مسلکي او ځوان کدر ياد کړ.

45591767_255123785199738_7538607244540116992_n

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په خپلو خبرو کې تغير او تبديل اداري اصل ياد کړ او وې ويل، چې په ادارو کې د اصلاحاتو او مثبتو بدلونونو په موخه اړتيا ده، چې نوي او ځوان کدرونه د ازاد رقابت په مټ پر څوکيو وګومارل شي، ترڅو په چارو کې نوښت، چټکتيا او رونتيا رامنځته شي.

هغه د مخکنی رئيس له شاوخوا ۱۲ کلن ماموريت څخه په مننې، نوي رئيس ته په خطاب کې وويل: اداره او خلک د اوبو د تنظيم، غوره مديريت، چيک ډيمونو جوړولو، کانالونو پاکولو او په اړوند برخه کې هر اړخيز بدلون او فعاليتونو ته سترګې په لاره دي، د ځوان او مسلکي کدر په توګه دا يو جدي ضرورت دی چې په يادو برخو کې پام وړ اقدامات ترسره شي.

د اوبو د تنظيم ادارې نوي رئيس انجينر محمد انور ذهين د خپلو خبرو پر مهال پر ده د شوي باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې پدې رياست کې به د ژورو بدلونو سربېره د اوبو په مديريت او تظيم کې کوټلي اقدامات ترسره کړي.

تر غونډې وروسته د هلمند والي له لوري نوموړی پر خپلې څوکۍ کېنول شو او په چارو کې ورته د بريا لاسونه پورته شول.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .