د هلمند سقوط حکومتولي

۱۰ سرطان , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۲۱ ق.ظ -

نثار احمد احمدي

2-103

ټولو ته څرګنده ده چي د هېواد ځيني ولايتونه د سيمي د استخباراتو په قوي جګړې نا امن سول، او ځيني د بې کفايته چارواکو د کمزوري مديریت له امله د جګړې په ډګر بدل سول.  هلمند هغه ولايت دی چي له ۱۴ کلونو راهیسي د خورا خطرناکي جګړې شاهد دی. دا جګړه درې عمده لاملونه لري: يو قاچاق دی، بل د هلمند محلي مافيا ده او دريم د حکومت بې کفايتي ده. د هلمند تازه جګړه چي نوی رنګ يې موندلی د پخوا په پرتله غښتلې سوې ده. د غښتلتيا وجه يې د فاسدو چارواکو، کمزوري ده.

د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کي د هلمند والي محمد نعيم بلوڅ و چي د ولسمشر غني له راتګ سره له دندي لري، او پر ځای يې پر  ۲۰۱۵ کال د جون پر څلورمه ميرزاخان رحيمي وګومارل سو. ميرزاخان رحيمي که څه هم په هلمند کي د پام وړ پرمختګ را نه وست، خو ډېر سپېڅلی او قاطع سړی و. شايد د هغه له لوري د بدلون د نه راوستو يو دليل دا وي چي لنډ مهالی ماموريت يې وکړ، او بيا يې استعفا ورکړه.

تر هغه را وروسته د ۲۰۱۶ کال د اپرېل پر اوومه حيات الله حيات د هلمند د والي په توګه دنده پيل کړه. ښاغلي حيات ته د هلمند ټولو خلکو له هيلو او ملي هدفونو ډک هرکلی ووايه. ده د خپل معرفت په لومړۍ غونډه کي په زغرده وويل چي پر نيم هلمند واليتوب نه کوم. له دې خبري يې هدف دا و چي باغران، دېشو او نوري نا امن ولسوالۍ به د طالبانو له منګلو را ژغوري او تر ملي حاکميت لاندي به يې راولي.

د والي دا خبره برعکس سوه. لنډه موده وروسته، نادعلی، ناوه، ګرمسېر، خانشين او سنګين ولسوالۍ طالبانو ته ور پرېښودل سوې. له سنګین، او خانشين پرته نوري ټولي ولسوالۍ بېله جګړې طالبانو ته ور سقوط سوې چي وروسته په ډېري بې شرمۍ سره د همدغو چارواکو له لوري د تاکتيکي شاتګ نوم ورکړل سو. زرګونه مرمۍ، پوځي وسايل او زغره وال موټرونه د طالبانو لاسونو ته ورغلل. دا يوعجبه ډرامتيکي جګړې وې. طالبانو به د نادعلي پر پوستو جګړه وکړه، حکومت به د ناوې پوستې ور خوشي کړې. دغه ناوړه ناکام بهير کي ګڼشمېر سرتېرو ته تلفات ورسېدل. تر ټولو ناوړه پېښه د باباجي د کلابندو عسکرو فاجعه وه. باجود له ډېر امکاناتو هم محلي حکومت مرسته ورسره ونکړه، او هغوئ يا شهيدان سول، يا طالبانو ژوندي ونيول. څه ناڅّه سرتېرو د جګړې په زور ځانونه تر مرکزه را ورسول.

نيژدې دوې مياشتي لښکرګاه ښار محاصره و. مرکزي لاره يې د طالبانو له لوري تړل سوې وه. د خوراکي توکو بيي اسمان ته پورته سوي وې. خلک له خورا لوی بحران سره مخامخ ول. د ولسواليو له سقوط سره په زرګونه کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راکډه سوې چي تر شنه اسمان لاندي يې واړول. د هلمند د بېځايه سوو سره د نورو اړوندو موسيسو تر څنګ ارګ يواځي ۳۳ ميلونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه چي په پوره باور سره وايم، درې ميلونه افغانۍ خلکو ته نه دي رسېدلي. نوري ټولي پيسې د والي پر مشرۍ د فاسدينو چارواکو جېبونو ته ولاړې. هيچا يې تر ننه پوري پوښتنه ونکړه.

په هلمند کي د امنيت پر وړاندي غټه ستونزه د امنيتي سرتېرو خيالي تشکيلات دي. والي د خپلي دندي له پيل سره د دې ستونزي د حل کلکه ژمنه وکړه چي له بده مرغه دا ستونزه تراوسه هم په بشپړه توګه نه ده حل سوې. له نورو ولايتونو ګڼشمېر مرستندويه سرتېري راغلل چي نه يې سم ماموريت وسو او نه يې کومه ګټه ورسوله. د نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر، او خانشين لپاره څو ځله عمليات اعلان سول چي له بده مرغه له تلفاتو پرته يې بله هيڅ ګټه ونکړه. حکومت به سرتېري د طالبانو پر مورچو ور مرش کړل، ډېره ساحه به يې ونيوله، تلفات به يې ورکړل، بېرته به يې را شاته کړل. دا کيسه په هره ولسوالۍ کي څو واره تکرار سوې ده. په دې ورستيو کي د نادعلي او مارجې لپاره د غټو عملياتو بحثونه تاوده سول چي د نادعلي يوه کچه لاره پرانيستل سوه، او د ناوې څو کيلومټره نيژدې ساحه پاکه سوه. د نادعلي خلاصه سوې لاره اوس هم بندېږي، پوستې يې د محاصرې په حالت کي دي او د ناوې کمربند لږ مخته وڅکول سو چي فقط دا ګټه يې وکړه چي اوس ښار ته ډزي نه رارسېږي.

د ټولو ولسواليو سرتېري له خپلي دندي ناهيلي او د دغه ډول کمزوري رهبرۍ څخه رنځ وړي. حکومت څو واره ولس او خپل سرتېري تېر ایستلي دي. د ولس او حکومت ترمنځ د باور سرحدونه مات سوي، خلک د حکومت پر هيڅ وينا باور نلري. د دې وجه دا ده چي دلته ولسوالۍ د مطبوعاتو پر مخ نيول کېږي، په عمل کي هيڅ نسته. په سلګونه ژمني سوي، هيڅ عملي بڼه يې نه ده غوره کړې. په ورستيو جګړو د ولسي خلکو کرني ته په ميلونونه افغانۍ زيان ورسېد. د خلکو کښتونه په مځه کي د مرميو او بمونو خوارک سول.

د هلمند والي خپله اعتراف وکړ چي څه باندي ۱۵۰ پوستې د يوې معاملې له مخي د حکومت مخالفينو ته ور پرېښودل سوې. له دې وروسته يې مطبوعاتو ته په خپل بيان کي له خلکو سره ژمنه وکړه چي په دنده کي غفلت کوونکي چارواکي به د قانون منګلو ته سپاري او سخته سزا به ورکوي. له بده مرغه هيڅوک يې نه محاکمه کړ نه يې څوک قانون ته راکش کړ. د نظامي شورا په هره غونډه کي چي کومه پرېکړه سوې ده عملي بڼه يې نه ده غوره کړې. د هلمند والي له پوځي او امنيتي سکتور سره مطلق نابلد دی. نه څوک رهبري کولی سي نه يې کومه خبره اغېز لري. په داسي حال کي چي دی وايي: ولسمشر بشپړ صلاحيت ورکړی دی.

کله چي ښاغلي حيات د والي په توګه کار پيل کړ، د هلمند جغرافيه په بشپړه توګه د طالبانو لاسونو ته ورغله. له خانشينه او سنګينه جګړه د لښکرګاه تر بولانه را ورسېده. د هلمند والي محلي خلکو او کابل د خيرت راپور او نمايشي ډاډګېرنه ورکوله. دا فقط د دې لپاره چي د ده ماموريت تر پوښتني لاندي را نه سي، او دی خپل کار ته په هر څومره محاصره حالت کي هم دوام ورکړي. د دغسي بې کفايتۍ له امله حکومتولۍ سقوط کړی دی. ټولي دولتي چاري د فېسبوک غونډو، او تر مطبوعاتي ناستو پوري محدودي دي. له ګرشک پرته د ټولو ولسواليو مرکزي لاري بندي دي. خلک چي يوې ولسوالۍ ته سفر کوي، له سهاره تر ماښامه رسېدلی نه سي

پر مرکز لښکرګاه شاوخوا طالبان را ګرځېدلي دي. د ښار لوېديځ او شمال طرف ته روانو جګړو د ښاريانو خوب ارام کړی دی. د هلمند بشپړه قول اردو، د پوليسو زون، د سرحدي او عامه نظم لېواوي په ټولو د يوه ښار پر امنيت مصروفي دي، چي په تاسف سره د ښار امنيت يې هم نه دی خوندي کړی. خلک نور له دغه ناوړه ژونده پزي ته رسېدلي دي. ولسمشر ته د ټولو وړانديز دا دی که والي درباندي ګران دی، له ځان سره يې په ارګ کي مقرر کړه. نور هلمند به مه دربدره کوه. والي صاحب ته مو وړانديز دا دی چي نور په خپله خوښه استعفا ورکړه. د دې ګټه دا ده چي ستا بګروانډ به نور تر دې نه خرابېږي، او لږ تر لږه تر تا به وړ سړي ته د هلمند ماموريت وسپآرل سي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .