د هلمند نوی څارنوال: پر ټولنيزو شبکو د ناوړه او بې بنسټه ليکنو خپروونکي مجازات کېږي

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۴ ب.ظ -

دا خبرې د استناف څارنوالۍ ريس محمد عيسی خان له ځايي مقاماتو او رسنيو ترمنځ د ګډې همږغۍ ناستې پر مهال وکړې.

ياده ناسته، چې ولايت مقام کې ترسره شوه، پکې دواړو مرستيالانو سردارمحمد همدرد او حاجي بسم الله روحاني، د ملي امنيت ريس تورن جنرال محمد ياسين خان، د ولايتي شورا ريس عطاوالله افغان، استناف څارنوال محمد عيسی خان، د اطلاعات او کلتور ريس فريد احمد فرهنګ او هلمند کې د خپلواکو خبريالانو مشر زين الله ستانکزي ګډون درلود.

غونډه کې د رسنيو پر رول او اغېز خبرې وشوې او د ولايتي ادارې له لوري د بيان ازادي ته د ژمنتيا ترڅنګ، له خبريالانو او رسنيو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند شو.

24774733_1289442347867759_4839607752528010948_n

پدې ناسته کې د ولايتي شورا او د ازادي راډيو د خبريال محمد الياس داعي ترمنځ پر هغې ستونزې هم بحث او هوکړه وشوه، چې څو ورځې مخکې ښاغلي داعي پر خپلې شخصي فيسبوک پاڼې د يادې شورا پر يوه غړي بشيراحمد شاکر تور پورې کړی وو، چې د ولايتي شورا د رهبري پلاوي ټاکنو کې يې خپله رايه په شل زره ډالر پلورلې ده.

په دې تړاو د هلمند ولايتي شورا د رسمي شکايت پر اساس ملي امنيت رياست تېره ورځ نوموړی خبريال ونيوه، چې د لومړنيو پوښتنو او ګروېږنو له مخې ښاغلي داعي د خپلې يادې ادعا ثابتولو په هکله معلومات وړاندې نه کړای شول او پر خپلې تېروتنې يې اعتراف وکړ.

په همدې اساس پدې ناسته کې ټينګار وشو، چې د ټولنيزو شبکو کاروونکې دې له بې اساسه او توهين آميزه ليکنو او نشراتو څخه ډډه وکړي او که چيرې څوک دغه ډول بې بنسټه ليکنې وکړي او يا له ثبوت پرته تورونه، سپکاوی او ياهم د نظام ضد نشرات وکړي، نو د هېواد د نافذه قوانينو له مخې به مجازات شي.

د خبريالانو د اتحاديې مشر زين الله ستانکزي هم د ښاغلي داعي تېروتنه ومنله او وې ويل چې موضوع دې په سوله ييزه توګه حل شي.

ناسته کې د ولايتي ادارې او د خبريالانو خپلواکې ټولنې له لوري، ولايتي شورا څخه هيله وشوه، چې په رسنيزه برخه کې د ښاغلي الياس داعي منډو ترړو او په سختو شرايطو کې د کار کولو په نظر کې نيولو سره نوموړې موضوع رسمي نه کړي او ښاغلي داعي ته له دې شخصي تېروتنې ور تېر او نوموړی وبخښي.

تر هر اړخيزو خبرو وروسته هوکړه وشوه، چې ولايتي شورا به ياد خبريال ته بخښنه کوي، خو ټينګار وشو، چې له بې بنسټه اوازو، شخصیت وژنې او له سپکاويو ډکو ليکنو خپرولو څخه دې ډډه وشي.

د هلمند مرستيال والي سردارمحمد همدرد د خپلو خبرو پر مهال وويل: د فساد او غېرقانونيو پر وړاندې ولايتي اداره په کلکه ولاړه ده، او که پدې برخو کې ولس هر ډول اسناد او معلومات په لاس کې ولري له ولايتي ادارې سره دې شريک کړي، که ورباندې پام وړ اجرات ونه شول نو بيا ولسونه حق لري، چې مستندې ليکنې او نشرات وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .