د هند مرسته شوي غنم کابل ته را ورسیدل

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۲ ب.ظ -

  له هندوستان څخه د مرستهشویو غنمو د لومړني محمولې په را رسېدو سره کابل عملا د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شو. د کابل د والي ویاند نبي الله پیرخېل وایي، د هندوستان د ۱۱۰ زره متریک ټنه مرسته شویو غنمو څخه ۴۸ لاری، چې څه باندې ۲ زره او ۲۰۰ متریک ټنه غنم کیږي کابل ته رسیدلي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د کابل والي محمدیعقوب حیدري او په کابل کې د هندوستان سفارت شاردافیر الوک رانجان جها د دغو مرسته شویو غنمو د را رسېدو د هرکلی په د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وویل: « د ۱۱۰ متریک ټنه مرسته شویو غنمو څخه ۶۰۰ کانتینره (څه باندې ۶۰ زره متریک ټنه) مرسته شوي غنم چابهار بندر ته رسېدلي دي چې تر دې دمه ۱۰۸۰ کانتینره، چې ۲۳ زره او ۷۵۰ متریک ټنه غنم کیږي د چابهار له بندر څخه په موقت ډول د نیمروز ولایت د شرکتونو په ګدامونو کې ځای پر ځای شوي دي.» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات د منظمو برنامو په اساس تر دې دمه د نیمروز ولایت څخه ۱۷ زره او ۲۹۹ متریک ټنه غنم ځینو ولایتونو (غزني، ننګرهار، هرات، لغمان، قندهار، هلمند او د کابل په مرکزي سیلو) ته رسیدلي دي. د کرنې وزیر وویل: «د دې ترڅنګ چې دغه مرسته شوي غنم په ۷ ولایتونوکې زېرمه کوو، د شمال او شمال ختيځ ولایتونو لپاره مو له ازبکستان څخه ۱۰۰ زره متریک ټنه غنم پېرلي او په زېرمه تونونو کې مو ځای پر‎ځای کړي دي تر څو خدای مکړه که چېرې ناببره پېښې رامنځته شي د خپلو خلکو مرستې او همکاریوته چمتو ووسو.» په کابل کې د هندوستان د سفارت شارژدافیر الوک رانجان جها وویل، چې افغانستان په وچوکې محاط هېواد دی او له سمندرونو سره د نښلولو په خاطر نړیوالو بندرونوته اړتیا لري. افغانستان ته د هند مرسته شوي غنم د لړم په ۷ نېټه د هندوستان د ګجرات ایالت د کندلا له بندر څخه د ایران د چابهار بندر په لور حرکت کړې و او د دغو مرستو لومړنۍ محموله د لړم په شلمه نېټه د افغانستان خاورې ته ورسیدل.

g

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .