د هډوکو د ورستوالي مخنيوی

۱۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۲ ب.ظ -
د هډوکو ورستوالی څه دی او درملنه ېې څه ده؟ د هډوکو ورستوالئ هغه وخت را منځ ته کیږي چې د هغو د تخریب کچه د ترمیم یا بیا جوړیدو له کچې لږ وي . په دې صورت کې د هډوکي د داخلي شبکو تر منځ فضاء خالي پاتې کیږي او هډوکي ماتیدونکي او حساس شي . د دې ناروغۍ نښې: د هډوکو ورستوالئ کومه ځانګړې نښه نه لري خو که د عمر د پخوالي په وخت کې د ځوانۍ په پرتله ونه دری ثانتې متره کمه شي ،ملا مو راووزي یا دوړې ضربې له امله د ناروغ کوم هډوکئ مات شي مالومیږي چې د هډوکو په ورستوالي اخته شوې دئ . د هډوکي له ورستیدو څنګه مخنیوئ وکړو . ۱؛د لمر تر مستقیمې وړانګې لاندې دریدل په بدن کې ویټامین ډي جوړوي . ۲؛په خپل غذايي رژیم کې باید د ویټامین ډي او کلسیمو کافي اندازه ولرو . ۳؛د هر ډول نشه ایزو موادو لکه سګریټ ، نصوار اونورو ډه ډه وکړو . ۴؛د خپل ژوند په مهال ویش کې ورځني او دوامداره سپورت ته ځای ورکړو ځکه د بدني فعالیت پر مهال په هډوکو کې کلسیم ذخیره کیږي خو د بدني فعالیت په نه شتون کې کلیسم له هډوکو وزي . ۵:شیدې، غلې دانې ،غوښه ،سابه او میوه بدن ته د اړتیا وړ منرالونه او ویټامین لري او شیدې د کلسیمو د بډایه سرچینې په توګه د هډوکو له ورستیدو مخنیوئ کوي چې هره ورځ باید دری ګیلاسه شیدې یا دوه ټوټې پنیر یا له شیدو لاس ته راغلي لبنیات وخورو . د قهوې او نوشابو لکه پيپسي کولا پانتا او نورو په ځای باید د لږ مالګې درلودونکې تروې یا شړومبې وڅښو . ماهي ،جګر او د چرګو هګۍ د ویټامین ډي ښې سر چینې دي . که ورزش نه شئ کولای لږ تر لږه په هرو دوو ورځو کې د نیم ساعت لپاره پلئ تګ وکړئ چې په دې سره به مو د خپلو هډوکو له کلک او مستحکم ساتلو سره مرسته کړې وي . (له ډاکټر پژمان څخه په مننه). هډوکي-1050x525

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .