د وسله والو طالبانو مشران ستاسي په نظر چيري اوسېږي؟

۱۳ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۵ ق.ظ -

ډاکټر اصف بکتاش: شنونکی

څو ورځي دمخه د ملي اسلامي محاذ مشر ښاغلي پير سيد حامد ګيلاني يوې رابللي غونډي ته وويل، چي د طالبانو زياتره مشران په هيواد كي دننه دي، بايد چي له هغوى سره تماسونه ونيسو او سولي ته يې راوبلو. د ګيلاني صيب دې خبري مختلف غبرګونونه راوپارول، د ملي شورا له دواړو خونو يې راواخله، بيا تر مطبوعاتو، سياسيونو او نورو پوري، خو د ويسا ورځپاڼي د يو خبر پر اساس، چي ښاغلى ګيلاني لا هم پر خپل دريځ ولاړ دى. دا پر ګيلاني انتقاد كوونكي وايي، چي ګيلاني غواړي پر پاكستان د امريكا د فشار په راكمولو كپ له پاكستان سره مرسته وكړي؛

ډاکټر اصف بکتاش: شنونکی

ډاکټر اصف بکتاش: شنونکی

خو زه وايم چي د طالبانو د حضور خبره دا چي چيري دي، دومره مبهمه او ناڅرګنده خبره نه ده. طالبان په پيل كي له كومه ځايه افغانستان ته راننوتل؛ بيا په ۲۰۰۱ كي چيري ولاړل او په ۲۰۰۳ كي بيا له كومه ځايه افغانستان ته راننوتل، دا د كويټي شورا معنا څه ده او د پېښور د شورا معنا څه. كه د طالبانو مشران په افغانستان كي وي، ګيلاني صيب كولاى سي لږ تر لږه د سولي عالي شورا ته د هغوى پته وركړي. البته دا خبره منطق لري، چي د طالبانو سياسي پس منظر هر څه وي، خو افغان دولت دا ضرورت هم لري او مكلفيت هم، چي له هغوى سره د سولي او جوړجاړي ريښتيني هڅي وكړي؛ خو دا هم بايد هېر نه كړو، تر هغو چي هغه قوتونه چي طالب يې رامنځ ته كړى، په افغانستان كي سوله ونه غواړي، جنګ به كله په يوه نامه او كله په بل نامه غځوي، هسي خو د ټولو چارو انجام د كايناتو د ستر رب ج د قدرت په لاس كي دى؛ خو ځمكني حقايق دا دي، چي په افغانستان كي روان جنګ د افغانانو نه، بلكي د نورو د ګټو جنګ دى.

ډاکټر فاروق بشر، لیکوال او شنونکی

د طالبانو تحريك كومه كاملاً نوې پديده نه ده. دې تحريك په ۱۹۹۴ كي سر راپورته كړ او په ۱۹۹۶ كي يې كابل ونيو، پنځه كاله يې تقريباً پر ۹۵ سلنه افغانستان حكومت وكړ، د دې تحريك په رامنځ ته كولو كي امريكا، انګليس، پاكستان، سعودي او متحده عرب اماراتو نېغ په نېغه لاس درلود. كه چېري د نړۍ فكري او سياسي حركتونو ته يو ځغلند نظر واچوو،

ډاکټر فاروق بشر، لیکوال او شنونکی

ډاکټر فاروق بشر، لیکوال او شنونکی

نو دا حقیقت به راته روښانه سي، چي هيڅ فكري حركت په دومره قوت سره نه سي راپورته كېداى، چي سم له واره اقتدار ته ورسېږي. كله چي طالبانو سر راپورته كړ، مخاطب يې يوه مسلمانه ټولنه وه، پر دې مسلمانه ټولنه هم بيا هغه څوك واكمن وو، چي څوارلس كاله يې د روسانو په وړاندي جهاد كړى و، دا منم چي اختلافات او ماتي ګوډي به پكې وي، خو كه د خواخوږۍ خبره واى دا هر څه اصلاح كېداى شواى، سړى د ناروغ درملنه كوي، نه دا چي سر ته يې تبر ونيسي. د طالبانو وجودي فلسفه د يونيكال له كمپنۍ سره تړلې ده، كله چي استاد رباني او د پاكستان صدراعظمه بې نظير بوټو دواړه دې موافقې ته ورسېدل، چي له تركمنستانه د ګازو غځېدونكې نل ليكه ارجنټاينۍ كمپنۍ بريډاس ته وركړي، ځكه دواړه پر دې باور وو، چي كه دا قرارداد له يونيكال كمپنۍ سره وسي، نو د امريكا د حضور د خطر توره به د افغانستان او پاكستان دواړو پر سر راځوړنده وي، نو يې له يونيكال سره معامله ونه كړه. كه څه هم د بې نظير بوټو حكومت بيا د طالب پروژې په رامنځ ته كولو كي له امريكا سره مرسته وكړه، خو د بې نظيري حكومت هم له سقوط سره مخ سو او د استاد رباني هم. پر دې اساس، طالب د دې پر ځاى چي يو فكري حركت ومنو، يوه ګډه پروژه وه. كه څه هم بشير احمد انصاري په خپل كتاب «افغانستان در آتش نفت» كي ليكلي اسناد وړاندي كوي، چي د طالبانو او امريكا تر منځ روابط تر ډېره د «ليلي هلمز» په واسطه تامينېدل، خو زه پخپله بيا هم د دې ادعا په كي زړغي زړغي وم، كله چي يو دوست كيسه راته وكړه، چي ليلي ان له امريكا نه له ما سره اړيكه ټينګه كړه او بيا هغه كابل ته راغله او بيا مو په يوه هليكوپتر كي د افغانستان جنوبي ولاياتو ته سفر وكړ، بيا مي پرې باور راغى. ليلي د سردار فيض محمد ذكريا لمسۍ ده، چي هلمز سره يې واده كړى، هلمز يو وخت د سي آى اې له عمده مشرانو نه و.

حاجي مرتضی ناصري، د زابل ولايتي شورا غړی

د وسلوالو طالبانو مشران د افغانستان څخه بهر په ګاونډیو هيوادونو په خاص ډول په پاکستان کي دي او له هغه ځايه په افغانستان کي د جګړي مدیریت کوي. افغانستان د تېرو څو کلنو راپدېخوا د يو داسي جګړې سره مخ دى، چي نه پکښي یو طرف بریالى سوى او نه امکان لیدلي کېږي، چي د پوځي لاري دي د افغانستان مسئله حل سي. افغان حکومت تل ټینګار کوي، چي وسله وال طالبان د پولي هغه غاړه کي پناه ګاوي او لوى پوځي مرکزونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کي د بریدونو او عملیاتو لپاره چمتوالى نیسي. د وسله والو طالبانو لوى مرکزونه په پاکستان کي موجود دي او دوى هلته په پراخه کچه فعالیت کوي، د کويټي شورا چي د طالبانو د رهبرۍ تر ټولو ستره شورا ده هم په ګاونډي هيواد پاکستان کي ده. همدا شان د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د پاکستان پلازمېني ته نژدې په ایبټ آباد کي د امریکایي خاصو ځواکونو لخوا د عملیاتو په پایله کي ووژل سو.

حاجي مرتضی ناصري، د زابل ولايتي شورا غړی

حاجي مرتضی ناصري، د زابل ولايتي شورا غړی

همدارنګه د وسله والو طالبانو مشر مولوي اخترمحمد منصور هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کي د ایران پولي ته نژدې د بې پیلوټه الوتکي په زریعه ووژل سو. په پاکستان کي د زیاتو دیني سخت دریځو مدرسو شتون، چي له دغو مدرسو څخه طالبان جلب او جذب کوي او زیات ځوانان افغانستان ته د جګړې لومړۍ کرښي ته رااستوي. پاکستان چي په نړۍ کي د ترهګریزو شبکو د اصلي ملاتړ کوونکو هيوادونو څخه شمېرل کېږي، چي د زیاتو ترهګریزو ډلو مشران د پاکستان په قبایلي سیمو او ډیورنډ لاین د پاکستان او افغانستان پولو ته نژدې فعالیت کوي او په اساني سره د پولو څخه تېرېږي او افغانستان ته د بریدونو د ترسره کولو لپاره راځي، افغان حکومت څو ځله د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د طالب مشرانو ادرسونه ورکړي، خو پاکستان یې په خلاف هيڅ اقدام نه دی کړى. طالب مشران په پاکستان کي په آزادانه ډول تګ راتګ کوي او په افغانستان کي د جګړې لپاره مرستي ټولوي او هم هلته خپل ټول جګړیيزو مهمات پېري. طالبانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کي دفترونه پرانیستي او هلته خپلي چاري مخته وړي او په افغانستان کي د طالبانو تر لاس لاندو سیمو د خلکو ستونزي او مشکلات هم په پاکستان کي ورحلوي. ښکاره او سپینه خبره ده، چي د طالبانو ټول جګپوړي مسؤلین په پاکستان او نورو ګاونډیو هيوادونو کي استوګن دي او له هغه ځايه د افغانستان جنګ تود ساتي او د دې جنګ رهبري د افغانستان څخه بهر صورت نیسي.

حاجي محمد جمال، مدني فعال

د سلام په وړاندي کولو سره ستاسو د نظر پوښتني په اړوند بايد ووايم، چي طالبان په خپلو کي په څو ډلو او ټپلو وېشل سوي دي: لومړى هغه طالبان دي، چي د مسلمانۍ شعور په مورد جنګېږي. دوهم هغه طالبان دي، چي د ايران، پاکستان، روسيې او نورو همسايه ملکونو د موخي او هدف په هکله جنګېږي. درېيم هغه طالبان دي، چي په کابل کي ناست دي، يا په حزبونو او نورو امکاناتو په لرولو سره يې جګړه روانه ساتلې ده، لکه پير ګيلاني او نور داسي سياسيون. په دي کي شک نسته، چي د طالبانو عمومي مراکز او ترنينګ ځايونه، فزيکي، فکري او مالي تمويلوونکى پاکستان دى، دا هم نړۍ ته معلومه ده، چي پاکستان د خپل پوځ تر څنګ د تروريزم او طالب روزنه کوي. دا چي پير ګيلاني داسي څرګندوني وکړې، دا خو ټولو افغانانو ته معلومه ده چي د ده جايدادونه تر افغانستان په پاکستان کي زيات دي.

حاجي محمد جمال، مدني فعال

حاجي محمد جمال، مدني فعال

نو بناً، داسي کسان په افغانانو پوري نه مربوط کېږي، دوى په افغانستان کي د پاکستان او تروريزم مدافع کسان معلومېږي. دا نړيوال جنګ دى، دلته ايران روسيې، امريکا، هند او پاکستان په منځو کي جنګ روان کړى دى، افغانان تيکه تيکه سول. اوس معلومېږي چي نوې جګړه پيلېدونکې ده، په افغانستان کي دننه نفوذي، سياسي او احزابو تر منځ تضادونه نوي کېږي، همسايه ملکونه خپل خپل احزابو ته تجهيزات ورکوي، يو دبل پر ضد تمويل کېږى، چي ښه مثال يې د جمهور رئيس لومړى مرستيال جنرال دوستم دى، چي د يوې داسي دسيسې سره مخ سو، چي نه منونکې ده، د ګد حکومت مشرانو ته په کار وه چي نفوذي کسان پر يوه ټغر کښېنوي. دا ناکامه پالېسي ده، چي حکمتيار صاحب خوشحاله کوو، مګر جنرال دوستم، عطامحمد نور او جنرال عبدالرازق ته د لېري کولو او يا د دسيسو جوړولو په کار مرکزي حکومت لګيا او مصروف دى، چي د دې پر ځاى حکومت بايد د سولي شورا قوي کړي، تر څو سولي ته پوره زمينه سازي سوې وي او بله خبره پاکستان د امريکا سره خپلي اړيکي خرابوي، لاکن د طالبانو څخه لاس نه اخلي، ولي چي پاکستان يې د همسايه ملکونو د استعمال لپاره ښه کارولاى سي.

توفيق سهاک، ليکوال او ژورناليست

که د طالبانو تاریخي شالید ته کتنه وسي، نو دا مسئله بېخي روښانه ده، چي د وسله والو طالبانو مشران چېري اوسېږي او طالبان د چا لخوا حمایه کېږي. د طالبانو او القاعدې لوی مشران لکه: ملا عمر، ملا منصور، اسامه بن لادن…او  نور په پاکستان کي څرګند سول او له پاکستانه یې خپل فعالیتونه جاري ساتل، پاکستان که څه هم په ظاهره خپلو متحدینو ته ښیي، چي دوی د طالبانو پر وړاندي مبارزه کوي، خو حقیقت داسي نه دي،

توفيق سهاک، ليکوال او ژورناليست

توفيق سهاک، ليکوال او ژورناليست

پاکستان تل په مستقیم او غیرمستقیم ډول له طالبانو ملاتړ او حمایت کړی، تر څو د سیمي او افغانستان حالات کړکېچن وساتي. په پاکستان کي د طالب مشرانو موجوديت يو روښانه حقيقت دی، چي هيڅوک پرې منکرېدلای نه سي. که څوک منکرېږي او غواړي واقعيتونه تحريف کړي، هغه خامخا د پاکستان تابع او نفوذي خلک دي، چي غواړي د پاکستان سر ووينځي او خپل بادار سلامت وساتي. زه هيله من يم، چي په دې هکله چا ته د نامسؤلانه څرګندونو اجازه ورنه کړل سي او که څوک تخطي کوي بايد جدي چلند ورسره وسي .

ميرويس عمرخېل، مدني فعال

له شک نه پرته چي د وسله والو طالبانو د رهبري شورا غړي او مهم مشران د پاکستان تر ټولو په امن او مرکزي ښارونو لکه: اسلام آباد، کراچۍ، مري او ايبټ آباد کي اوسېږي. په همدې توګه طالبان په قبايلي سيمو کي،

ميرويس عمرخېل، مدني فعال

ميرويس عمرخېل، مدني فعال

چي د پاکستان تر ولکې لاندي دي نظامي مرکزونه او د ترهګريزو فعاليتونو دفترونه لری، تاسي وګورئ د القاعده مشر اسامه کلونه -کلونه د پاکستان د پوځ مرکزونو سره نژدې اوسېدۍ، نو له شک پرته طالب مشران هم د پاکستان د استخباراتي شبکو تر نظارت لاندي په امنو ښارونو کي اوسېږي او بلوچستان، خېبر پښتونخوا او ميران شاه سيمو ته آزادانه تګ راتګ کوي. په دې اساس، که څوک د طالب مشرانو د اوسېدو ځايونه نور ګڼي، دروغ وايي او پاکستان پلوه دي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .