د وسله والو پر ضد د هوایي بریدونو په اړه څه نظر لری؟

۱۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۷ ب.ظ -

اسدالله امين – د حقوقو پوهنځي استاد

amen

زما په فکر، د اوسنۍ جګړې تر شاه امريکا لوى لاس لري، اوس امريکا غواړي طالبان او يا د طالب پروژه له منځه يو سي، وروستي بريدونه د همدې خبري ښه ثبوت دى. امريکا اوس مهال طالبانو ته درې لارې ټاکلي دي، چي له دغو درېيو لارو څخه به يوه عملي کوي. لومړى، طالبان دي تسليم سي، امريکا له طالبانو غواړي چي د خبرو له لاري افغان حکومت ته تسليم سي او په دې توګه د دوى تحريک له منځه لاړ سي. دويم، طالبان د داعش سره يو ځاى سي، دا هم د امريکا لخوا طالبانو ته يوه ټاکل سوې لار ده، ځکه دوى غواړي داعشيان له ختيځه شمال ته انتقال کړي، نو په دې خاطر له طالبانو د داعش سره د يو ځاى کېدو غوښتنه کوي. درېيم، درېيمه لار هوايي بريدونه دي او دا هغه مهال امريکا کوي، چي لومړۍ دوې لاري طالبان ونه مني، ويلاى سو کوم بريدونه چي نن سبا امريکا پر طالبانو کوي د خپل ټاکلي هدف لپاره يې کوي، چي د طالبانو له منځه وړل دي.

حاجى غلام محمد معصومي د سمون مدني ټولني مشر

MASOMI

د افغانستان جنګ ته که وګورو، نو د تېرو څلوېښتو کلونو راهيسي په بېلابېلو پړاوونو کي تېر سوى او تر اوسه هغه مشکل چي دې ملت در لود حل سوى نه دى او هر حکومت چي راغلى يوازنۍ وعده يې د ملت سره د سوکالۍ، آرامۍ او ښه ژوند وه، خو د وخت په تېرېدو نه سوله، راغلې، نه کار خلکو ته پيدا سوى او نه خلک آرام سوي، دغه بغاوتونه چي هر کله شروع سوي دي، دوه عمده عوامل لري: اول يې داخلي او دوهم يې خارجي عوامل، دغه بغاوت که دولت يې مخه ونه نيسي هر ورځ تر بلي ډېرېږي. تاسي وګورئ د نورمحمد تره کي د وخته چي دغه هوايي او مځکني عملياتونه شروع سوي دي تر ننه پوري يې کومه نتيجه ورکړې؟ هر عمليات چي سوى ملکى خلکو ته ډېر زيان پکي اوښتى او ملت د دولت څخه جلا سوى. د سره پوځ د عملياتو څخه نيولې بيا تر سوربرېتو تر عملياتو پوري يعني د روسانو بيا تر امريکايانو پوري عملياتو دلته نتيجه نه ده ورکړې. ښه خبره دا ده، چي د جنګ پر ځاى دولت د سولي خبرو ته ترجع ورکړي، خو دلته اوس نه جنګ زموږ دى، نه سوله، بس ټول د خارجيانو دي، خو مري افغانان، وطن د افغانانو خرابېږي، موږ دغه ژبه پيدا نه کړل چي خارجيانو ته ووايو، چي دلته خلک څه غواړي او نه مو خپل خلکو ته داسى څه وکړل چي ولس پر نظام باندي باوري سي. که هر څومره هوايي عمليات زيات سي، خو مخالفين به ورک نه سي. بس جنګ نوي مخالفين زېږوي، زموږ او ستا سي ښه پياد دي، چي شپاړس کاله مخکي يو عسکر بې ټوپکه د افغانستان هر کونج ته تللاى سواى او اوس زموږ په ټول توان نه سو کولاى چي د هلمند 3/ 4 حوزو څخه يې لېري کړو، اروزکان خو هغه خوا ته پرېږده، چي خلک څه وايي، دولت څه وايي، دا د عملياتو نتيجه وه، د اروزکان د لاري څخه نيولې بيا تر معارفه، د مخابراتو څخه نيولې بيا تر ادارو هر څه پکي په ټپه ولاړ دي، روغتيا او د بيارغوني پروګرامونه خو هغه خواته پرېږده. اوس چي جنګونه د جنوب څخه شمال ته راغلي او د شرق څخه غرب ته غځېدلي دا ټول د هوايي عملياتو نتيجه ده، پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په څو – څو واري وويل، چي عمليات دي ودرېږى، هوايي او زمني د خلکو په کورونو دي خارجيان نه ننوزي، حکومت دي د ولس ملاتړ د ځان کي، خو دغه خبرو ته چا نه کتل، چي نن زموږ دغه حال دى، اوس چي بيا کله د سولي خبري شروع سي، نو بمباري ورسره زياته سي. زه په دې نظر يم، چي هوايي او مځکني عمليات د جنګ د زيات والي په معنى دي، زموږ همسايه هيوادونه زموږ د بې اتفاقې او بې باورۍ څخه ښه ګټه واخيستل، دلته يې د جنګ تنور تود ساتلى او عام افغانان پکي مري، دا وطن بيا احمدشاه بابا غواړي، بيا ميرويس خان نيکه غواړي، تاسي راسئ چي د هغوى قبرونو ته ورسو او غوږ ورته ونيسو، د دوى د کارنامو څخه په استفاده دغه بېچاره ولس بيا پر يو ټغر سره راټول کړو، دلته يو د اعتماد فضاء راپيدا کړو، دا وطن يما خان، دريا خان غواړي، دا وطن پير روښان غواړي، ولس راڅخه خوابدى سوى دى، راسئ چي د هر افغان دروازه وروټکوو او دغه د سولي پيغام د اعتماد او اتفاق سره د اسلام او پښتو لپاره ورته وغوړوو، تر څو موږ بيا يو واحد افغانستان سو. فکر کوم چي زموږ مشران خطا وتلي، ځکه چي د ولس پر کورونو، باغونو او ښارونو باندي د عملياتو فيصله کوي. که دغه جنک زموږ د بل هيواد سره واى، نو اوس به مو وختي لا ګټلى واى، خو اوس يې موږ په خپل کور کي سره اخته کړي يو او دنيا وال مو سيل کوي. دلته زموږ کور خراب سو، دلته په پلامېنه کابل کي په هر پېښه کي تر سلو زيات خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي او هلته هم يعني کلي، ولسوالۍ او لايتونه هم ولسي خلک په هره پېښه کي وژل کېږي. دا تر کله، څومره او د چا لپاره او ولي؟

 

ثناءالله مخلص د سیاسي چارو کارپوه

ثنا الله مخلص

دا طبعي ده، چي د دوو خواوو تر منځ په جګړه کي حلوا نه وېشل کېږي، بلکي له هر رنګه امکاناتو څخه په استفاده یو بل ته د ماتي او مرګ ژوبلي د اوښتو کوښښ کېږي، نو افغانستان کي هم همداسي جکړه او تاکتیکونه یې درواخلئ. موږ خو لومړی په دواړو طرفو همېشه د سولي ږغ کړی او سوله مو تر هر څه مهمه او په هر قیمت مناسبه بللې او په راتګ یې سخت خوشحاله یو، خو دا چي تر اوسه د سولي څرک نه لیدل کېږي او د دواړو طرفو لخوا جګړه په شدت سره روانه ده، نو د هوايي بریدونو مخالف یم، هغه په دې چي هر وخت په هوايي بمباریو کي د حکومت تر مخالفينو عام بېچاره ولس ته مرګ ژوبله زیاته اوړي او هر وخت د هوايي بمباریو تر څنګ، د سړک د غاړي ړندو ماینونو، ړندو ګولیو تر بل هر څه زموږ بې ګناه افغانانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. دا په داسي حال کي چي د بې ګناه انسان د ژوند اخیستل د اسلامي اصولو، مقراراتو، موازینو او احکامو له نظره او د نړیوالو جګړه يیزو قوانینو له نظره، په دواړو کي مردود او حرام دی، هیڅوک د دې حق نه لري، چي د بې ګناه انسان ژوند واخلي. بدبختانه چي په افغانستان کي موږ د ډېریو ړندو بمباریو شاهدان یو، چي د حکومت تر مخالفينو بې ګناه انسانانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې او سیمي یې بمبار سوي دي. زما پر دواړو ښکېلو غاړو ږغ دي، چي بې ګناه انسانانو ته مرګ ژوبله مه اړوئ، عامه تاسیسات مه ورانوئ، عام خلک مه په تکلیفوئ، هر طرف چي ولس زهیروي، نو طبعي ده چي ولس مقابل لوري ته زړه نږدې کوي، نو ښه دا ده، چي د جګړې اصول مراعت سي او دواړه طرفه د ولس د خوندیتوب هڅه او زیار وباسي. درنښت

اميد حیران – مدني فعال او لیکوال

amin aryan

هوایي بریدونه د جګړې د ګټلو او وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره یوه مهمه اړتیا ده. زموږ د هوایي ځواک پیاوړتیا او په جګړه کي فعاله رول یوه مهمه اړتیا ده او ښه ده چي د ځمکنیو عملیاتو پر ځای هوایي عملیاتو ته لومړیتوب ورکړل سي. خو هوايي بريدونه باید د بې ګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو د وژنو په مانا نه وي، د افغان حکومت مکلفیت دی چي داسي بریدونه پلان نه کړي چي هلته نور ملکي وګړي زیانمنېږي. خدای مه کړه له داسي بریدونو سره مخالفینو ته د جګړې د دوام توجيه په لاس ورنه سي. په وروستیو کي افغان امنیتي ځواکونه په مختلفو سیمو کي ګڼي لاسته راوړني لري، چي د قدردانۍ وړ دي، خو بې ځایه هوایي بریدونه او په دې بریدونو کي ملکي تلفات دغه لاسته راوړني ننګولای سي. ښه به وي، چي زموږ حکومت دې برخي ته دقیقه پاملرنه وکړي او خپل کشفي او هوایي قوتونه پیاوړي کړي، تر څو د هر ډول ملکي زیانونو مخه ونیول سي.

 

عبیدالله فاروقي – لیکوال

farwqi

په وسله والو د برید ملاتړی یم، خو هلته د موجودو معصومینو وژنه یې نه توجيه کېدونکی عمل بولم. حکومت په داسي بریدونه دښمن لا نور قوي کوي او د ولس او حکومت تر منځ اړیکي پرېکوي. برید که د هر چا په خوښه سوی وي، که د پاکستان په هدایت سوی وي، که د امریکا په هدایت سوی وي او که خپله افغان حکومت کړی وي، وسو، مګر په داسي حساسو حالاتو کي د حکومت وړه تېروتنه هم مخالفینو ته قوت وربښي او هغوی په خپل هغه پلان کي، چي د ولس تند غبرګون باید د دولت خلاف راپورته سي، بریالی کېږي. دا سمه ده د کندوز په برید کي به ګڼ شمېر طالب وسله وال هم وژل سوي وي، هلته شته ماشومان به هم د طالبانو وو، خو اسلام هاخوا کړه، آن د غرب په قانون کي هم د ماشوم، سپین ږیرو، معذورو، جوماتونو، کلیساوو او ښوونځیو د بمبارولو او وژلو هيڅ ډول ثبوت نه سته. دې هيواد او ولس باندي هر مخالف او ملاتړي تر خپله وسه ظلم کړی، هيڅ یو هم د توجيه وړ نه دی. که حکومت د طالب مشرانو د بمبارولو پر وخت د ماشومانو وژلو ته توجيهات برابروي، دا یې خپله د شهیدانو کورنیو او ولس ته د یو ډول تحقیر بڼه لري. د طالب مشرانو په موټر چي د پاکستان جنډې لګېدلې وې، له کويټي او بلوچستانه چي راتلل ولي یې پر لاره نه ویشتل، چي د ولس او کلیو منځ کي یې بمبار کړل او د حکومت په خلاف یې د ولسونو زړونو کي نفرتونه وشیندل؟

مل پاسوال ميرويس نورزی – د زابل امنيه قوماندان

میرویس نورزی

تر ټولو ښه خبرہ زما په آند د سولي دہ، چي پر پاکستان دنیا وال فشار راولي، چي افغانان نور سولي ته پرېږ‎دي او نن چي کوم مصارف پاکستان د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته د جنگ لپارہ ورکوي، ھغه مصرف دي نه ورکوي، جنگ ته دي يې نه رااستوي، نه دي يې مجبوروي چي یا به جنگ ته ځې، یا به بندیخانې ته ځې او یا به مرې. نو زہ تاسو او ملت ته اطمينان ورکوم چي ټوله طالبان به د سولي سرہ یو ځای سي، اوس خو په پاکستان کي د مخالفینو د مړ‎و او زخمیانو لپارہ بوديجه ورکوي، رھبري ورکوي، مختلفو کسانو ته د ماینونو ټرنینگ ورکوي او د مخالفینو ټولي کورنۍ د آی ايس آی لخوا تر کنټرول لاندي دي، ھتا مخالفین د سولي نوم ھم نه سي اخیستلای، ځکه چي بیا يې ترور یا وژني. د سولي ادرس ټولو ته معلوم دی، جنگ د حللار نه دہ، اوس باید خپل ملي پروژېی وساتو، چي ټوله افغانان جوړ‎ولای سي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .